په مسایلو بحث
يوې خبرې ته مې پام شوی، حتما تاسې هم ورته متوجه ياست. زمونږ بحثونه ډيری وخت پايلې ته نه رسيږي بلکې څومره چې بحث کوو پسې غځيږي او غځيږي او هممهاله ورسره ګرميږي هم. دليل يې څه دی؟ ما چې يوه خبره پيدا کړې هغه دا ده چې مونږ په خپلو بحثونو کې د بحث احاطه او چوکاټ نه ټاکو او يا يې نه مراعتوو. بحث په يوه نکته يا د يوې سترې موضوع په يو اړخ پيل کړو او بيا د بحث په اوږدو کې محدوده پسې پراخوو، پراخوو او پراخوو. په دې منځ کې نکته ورکه شي او بحث دومره پراخه او پراګنده شي چې په پای کې له ډيرې مجبورۍ وايو چې ځه الله دې هغه وکړي چې پکې د ټولو خير وي!!!!!
د بحث دپاره د موضوع محدوده ټاکل او د هغې مراعتول د بحث د مدیریت اساسي اړخ دی. که نه هميش به پايلې پسې ورک يو سره.
زما په اند، زمونږ بحثونه چې په وړه موضوع پیلیدو نه وروسته بیا پسې پراخیږي او پراخیږي او ډیری وخت په تریخ برخورد بدلیږي یو اساسي لامل یې د مسایلو په اړه آن د پوهو او نخبه شخصیتونو تحامل (Preconception) یا په یو ځانګړي نظر منجمد پاتې کیدل هم دي.
مونږ بحثونه د سرخلاصولو په موخه یا هدفي (Objective) یا په بل عبارت د موضاعاتو روښانه کولو په پار نه بلکې د خپل preconception په رڼا کې د تبلیغ او ترویج په موخه کوو. هغه یوه کیسه ده، وايي یو دکاندار وو، په دکان کې یې یوازې جارو درلوده. پیرودونکی چې به ورته راغی، او کوم څه به یې وغوښتل، خرڅونکي به ویل، هر څه شته، هرڅه شته، دغه کوم څه چې ته غواړې نه شته خو جارو شته....همدا ځواب به هر پیرودونکي ته تکراریدو. د تحامل کونکو هم همدا طریقه وي، بحث که په هر مورد کې، په هر نیت وي، که موخه هر څه وي، دوي حاضر نه وي چې د خپل فکر له اسارته دباندې فکر وکړي یا مسایلو په اړه بحث وکړي. کله چې بحث آبجکټیویټي وبایلي، بیا نو جبهه ګیري شي، او چې کله د مسلې د حل لټولو په ځای موضع دفاع کیږي نو طبعاً مرګ ژوبله پیښیږي.
زمونږ اجتماعي، سیاسي او اقتصادي بحثونه منجمدو، تړل شویو او په پخوانیو فکرونو کې بندیوانو ذهنونو په ځای هدف مندۍ ته اړتیا لري.
