No-IMG

د غرب چپګرايي

په ۲۰۱۸ کال کې چې د لومړي ځل لپاره الهان عمر، رشیدة طلیب او الیکسنډریا اوکازیو کورټیس د امریکا کانګریس ته بریالۍ شوې، نو ما د الهان عمر او رشیدة طلیب د لومړنۍ مسلمانو میرمنو په توګه چې د امریکا کانګریس ته یې لاره پیدا کړه خوښې څرګنده کړه.

ځینو مسلمانانو راته وویلي چې الهان او رشیدة یوازې تش په نوم مسلمانې دي او د هغوي ځینې دریځونه د اسلام د ډیرو اصولو او اساساتو سره ټکر کې دي، او ملاتړ یې ندی پکار دی. ما به ورته ویلي چې دا درسته ده، او زه یې هم د ډیرو دریځونو سره موافق نه یم، خو د ځینو نورو دریځونو ستاینه او ملاتړ یې کوم.

دا دري ځوانې استازې د امریکا د ځوان نسل استازیتوب کوي، هغه ځوانان چې په چپګرایۍ او سوشلیزم باور لري. ما به خپلو ملګرو ته ویلي چې هغه د خیر کار چې الهان، رشیدة، بیرني سانډرس او الیکسنډریا کولای شي، هغه ډیر مسلمان مشران په امریکا کې یا په عربي هیوادونو کې یا په نوره نړۍ کې نشي کولای. د فلسطین تازه حوادث یې یو د ډیرو مثالونو څخه کیدلای شي.

د همدې دري میرمنو، سناتور بیرني سنډرس او نورو امریکایې چپیانو کوښښ او خواري وه چې د نړیوالو رسنیو سرلیکونه یې بدل کړل، همدوي د امریکا په کانګریس کې د فلسطین نه د ملاتړ ځانګړي ناسته وکړه او خبرې یې ټولې نړۍ واوریدې، همدا چپګرایان ول چې نیویارک ټایمز ورځپاڼه یې تر فشار لاندې راوړه چې په خپلې لومړۍ پاڼې باندې د غزې د شهید شویو ماشومانو عکسونه خپاره کړي او نړۍ د اسرائیلو پر وحشت او اشغال خبره کړي. همدا رشیدة طلیب وه چې جوبایډن یې په هوایې ډګر کې د لاس څخه ونیوه او ټکان یې ورکړ چې زه فلسطینۍ یم او هغوي بې پوښتنې نه پریږدم. همدا چپګرایان ول چې د امریکا د میشګن په ډیوټریوټ ښار کې د ۴۰۰۰ امریکایانو سره سړکونو ته راووتل او د فلسطین په ملاتړ یې لاریون وکړ. د همدوي له امله په ټوله نړۍ کې خلکو جرائت پیدا کړ چې د اسرائیلو ظلم وغندي. بیرني سنډرس د امریکا په سنا کې یوه مقرره وړاندې کړه چې امریکا اسرائیلو سره د وسلو د پلور تړون فسخه کړي. الیکسنډریا لومړنۍ امریکایۍ استازې شوه چې اسرائیل ته د جابر، ظالم او اپارتاید حکومت خطاب وکړي، دا کار د امریکا د کانګریس په تاریخ کې نه وو شوی.

که د الهان، رشیدة او الیکسنډریا او بیرني سنډرس کمپاین او خواري نه وه، ایا په واشنګټن ډي سي کې پرون لس زره امریکایانو د فلسطین په ملاتړ لاریون کولای شو؟

ایا لس یا شل کاله مخکې چا دا تصور کولای شو چې د امریکا په پلازمینه کې دي د فلسطین بیرغ ورپول شي. امریکا د اسرائیلو تر ټولو نیږدي ملاتړې ده او خپل امنیت د اسرائیلو د امنیت او ساتنې پورې تړي. د امریکا عیسوي زاینیستان د یهودي زاینستانو کلک ملاتړي دي او دا خپله دیني وجیبه ګڼي چې زاینیزم څخه ملاتړ وکړي، همدا د امریکا ۷۰ کلنه پالیسي وه، خو اوس دغو چپګرایانو دا پالیسي چلینج کړي او خبره یې رسنیزه کړي.

دا اوږد بحث مې د دې لپاره وکړ چې ولي د شرق او په ځانګړي ډول د افغانستان چپیان په مبارزه کې د امریکا یا د غرب چپیانو څخه فرق لري؟ ولي د افغانستان چپیان د امریکا د چپیانو په څیر زغم نلري؟ ولي د شرق چپیان د همزیستۍ شعار نشي عملي کولای؟

پدې اړه نور هم علمي بحث پکار دی چې د افغانستان چپیان د غرب د چپیانو څخه څه شي زده کولای شي؟ د افغانستان او د شرق په چپیانو کې د حذف پالیسي ولي مخکښه وه؟

پل پیغام مې هغو مسلمانانو ته دي چې نړۍ ته یوازې د خلیج د شیخانو له عینکو ګوري. د خلیج شیخان او سیاستوال په هر ډول ظلم، استعمار او وحشت باندې خوله پټه کړي او د پردې تر شا د دغو ظلمونو ملاتړ کوي، او نورو ته د اسلام ټیکداران ښکاري او دریځ ته یې سترګې پر لار وي، خو هغه چپ ګرا مسلمان چې څیره یې د دوي په معیار برابره نه وي او یا ځینې مواقف یې جنجالي وي، هغه ورته سوچ کافر ښکاري او د ظلم خلاف مبارزه یې د صفر سره ضربوي. هر چپ ګرا دومره بد ندی لکه څنګه چې د خلکو ذهنونو کې ترسیم شوی او هر خلیجي شیخ یا شرقي ملا دومره ښه ندی چې خلک ورته د مشر او معزز په حیث ګوري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک