يو نړيوال کنفرانس کې ډیر افسوس راغی او په خپل هیواد او خلکو مې زړه وسوځید
څو کاله مخکې یو بهرني هیواد ته د یو کنفرانس لپاره تللي وو. کنفرانس کې ډونران او پانګوال را غونډ شوي ول او د افغانستان پر انرژۍ سکتور یې خبرې کولي.
د یوې مهمې ادارې مشر د خپل ځان پر ځای خپله سکرتره لیږلې وه چې د هغې ادارې استازیتوب وکړي او پانګوال وهڅوي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
چون دا مهمه اداره وه او مشر یې نه وو راغلی، نو دا کم عمره سکرتره یې یو مهم پینل ته را وغوښته تر څو خلکو ته معلومات ورکړي او نورو کارپوهانو او مسوولینو سره بحث وکړي.
نوموړي سکرترې داسې خبرې وکړي چې موږ افغانانو سرونه ټیټ کړي وو او چاته مو د شرم څخه نشوای کتلی.
هلته راته ډیر افسوس راغی او په خپل هیواد او خلکو مې زړه وسوځید.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
