د سوشانت سینګ راچپوت او اسد الله هارون ژور خفګان او د ځانوژنې فکر یوه پرتله
نن ورځ مې په خبرونو کې د سوشانت سینګ راچپوت د هندي سینما ځوان او مشهور لوبغاړي د ځانوژنې خبر واورید. یو څو شیبې چورت یو وړم چې ولي؟ د ماده پرستانو په اصطلاح، دا خو یو بریالی او شتمن انسان ؤ، خپلو ارمانونو ته رسیدلی، نو ولي ځانوژنه. دا پدې معنی نده چې د سوشانت درد او غم ته په کمه سترګه وکتل شي او یا د هغه خفګان تقلیل شي، بلکې د انسان په توګه ورسره خواخوږي لرو.
همدې فکر کوم چې په ګوانتنامو زندان کې مې افغان بندي، اسد الله هارون ذهن ته راغی چې د ۱۳ کالو راهیسې هلته بندي دی، کله پنجره کې او کله کوټه قلفي کې. د دي دوو انسانانو یوه پرتله مې مخې ته ودریده. دواړه د ژور خفګان ښکار ول. راپورونه وایې چې سوشانت د تیرو ۶ میاشتو راهیسې ډیپریشن او یوازیتوب ته تللی وو، اسدالله هارون د ۱۳ کالو راهیسې په ګوانتنامو کې بیګناه بندي دی او د یوازیتوب او خفګان ښکار شوی، د اسدالله هارون وکیل وایې چې تراوسه پورې د امریکا حکومت ندی توانیدلی په اسدالله باندې کوم جرم ثابت کړي او نه یې تراوسه د هغه محاکمه کړي، ۱۳ کاله د محکمې څخه پرته زندان کې پاتي شوی.
سوشانت د ژوند هر ډول اسانتیاوو ته لاسرسی درلود، شهرت، پیسې، ښه کور او ماڼۍ، موټر، ښکلو نجونو سره اړیکې، او داسې نور. اسدالله سره د کلونو راهیسې د یو حیوان یا د یو لوښي په څیر چلند کیده، په ۱۳ کالو کې یې خپل نوم نه اوریده، د بند په شمیرې باندې یادیده، د شکنجې او تعذیب سربیره، دی به دې ته سترګې په لار ؤ چې څوک یې نوم واخلي او خبرې ورسره وکړي.
سوشانت ۶ میاشتې خفګان او تشویش نشو زغملی او اسدالله ۱۳ کاله ورسره مبارزه کوي. شاید سوشانت باندې د کورونا قرنطین هم سخت تمام شوی وي، او د خفګان شدت یې ورته زیات کړی وي، خو اسدالله وایې چې کورونا سره مبارزه کوم، ولو که روغتون یا قرنطین یا ویټامینونو ته لاسرسی نلرم. سوشانت د انترنیټ، میډیا، سکرترانو، او لویو خلکو سره د اړیکو سربیره بیا هم چاسره خپل حال نشو شریکولای، خو اسدالله بیا د ۹۰۰ څخه زیات لیکونه د دې لپاره لیکي او استوي چې ځانته وکیل پیدا کړي.
په مادي لحاظ سوشانت سره هر څه وو، ځکه د مرګ خبر یې په ټوله نړۍ کې د ټولو رسنیو سرخط وګرځید. بل طرف ته، نن که اسدالله مړ شي یا ووژل شي، نه به د چا په یاد وي او نه به د رسنیو خبر شي، حال دا چې په معنوي لحاظ اسدالله د سوشانت څخه ډیر پیاوړی دی، چون په مادي لحاظ هیڅ دی، نو ځکه یې خلک نه یادوي، او نړۍ نن سبا معنویات نشي اندازه کولای نو ارزښت ورته نلري.
په اخر کې پوښتنه دا ده چې ولي یو انسان غواړي خپل ځان ووژني؟
د روغتیا د نړیوالې ادارې د ارقامو له مخې، هر کال ۸ لکه انسانان ځانوژنه کوي. یوازې په ۲۰۱۷ کې یو نیم میلیون خلکو د ځانوژنې هڅه کړي. امریکا کې په اوسط ډول ۴۷ زره خلک هر کال ځان وژني. یو وخت کې ما لوستي ؤ چې ۵۰ یا ۶۰ کاله مخکې چاپان کې (یا شاید کوم بل هیواد کې، اوس رانه هیر دي) خلک د لویو تعمیرونو لاندې په احتیاط ګرځیدل او پورته یې کتلي چې اوس د ځانوژنې له امله څوک د پورته نه را ونه غورځیږي، یعني ځانوژنه دومره زیاته شوې وه.
د روغتیا او ارواپوهنې پوهان وایې چې ځانوژنه یوه ذهني او نفسیاتي ناروغي ده، لاملونه یې ډیپریشن، سیزکوپرنیا یا شیزوپرنیا، ذهني توازن د لاسه ورکول، د شرابو ډیر څښل، یا د خاصو درملو خوړل او داسې نور دي، خو زما په اند دا وروستۍ نښې دي، ځینې نور لاملونه شته چې دا نښې نښانې رامنځته کوي.
زه د ځانوژنې اصلي لاملونه په دوه برخو ویشم:
۱. د ژوند په ارزښت او مفهوم نه پوهیدل، ژوند بې معنی کیدل، د منشاء او معاد په اړه بې خبره پاتي کیدل، د سزا او جزا تصور نه درلودل، ماده پرستي او په مادې باندې ایمان لرل.
۲. د ابتلاء او سخت ازميښت له امله خفګان، ناهیلي او د درد زغمل.
لومړی لامل روښانه دی، په الله او په اخرت باندې ایمان نه لرل، ژوند ډیر سختوي. ژوند ډیر بې معنی کیږي. یوازې دا فکر لرل چې دا کاینات او نظام د خالق څخه پرته په فزیکي قوانینو چلیږي، ماده او قوانین یې واکمن دي، ډیر مهلک او تباه کوونکی فکر دی. د ژوند هدف او انګیزه دمنځه ځي. د ښه کار نیکه بدله نشته، او د بد کار سزا نشته، دا تصور د فعالیت انګیزه دمنځه وړي. په نړۍ کې د شته ظلمونو او بې عدالتیو تحلیل او هضم نشي کیدلای الا مګر دا تصور وي چې یو عادل ذات شته چې د اخرت په ورځ به هر چا سره د ذرې ذرې حساب کوي. مظلوم ته به انعام ورکول کیږي او ظالم ته به سزا ورکول کیږي. دا شاید خلکو ته بدیهي ښکاره شي، خو څوک چې ملحد یا ایګنوسټیک وي، د هغه له نقطه نظر نه دا باید ولیدل شي، بیا د خالق او د سزا او جزا د مالک د تصور په ارزښت پوهیږي.
دوهم لامل هم د لومړي لامل د نه شتون څخه رامنځته کیږي. مثلاً، یو کس په تجارت کې تاوان وکړي، یو کس د لویې بیعزتۍ سره مخامخ شي، مکتب یا پوهنتون کې ناکام شي، یوې سیالۍ کې پاتي راشي، فقر او سختۍ سره مخامخ شي، ظلم سره مخامخ شي، د انتقام توان ونه لري او داسې نور، دغه فکرونه ژور خفګان او ډیپریشن رامنځته کوي.
دغه خفګان کې چې څوک یوازیتوب ته لاړ شي، نو د ځانوژنې فکرونه پرې غالبه کیږي. دلته که څوک په الله او اخرت ایمان ونه لري، نو واقعاً د سختې مرحلې څخه تیریږي، او هغه شخص چې پدې ایمان ولري چې دا هر څه د الله تعالی په اذن او رضا سره کیږي، دا هر څه چې ماسره کیږي، الله پرې خبر دی، الله ما ګوري، الله به د سختۍ بدله راکوي، دا دنیا څو شپې او ورځې ده، اصل ژوند د اخرت ژوند دی چې لایتناهي دی. اصل کامیابي جنت ته ننوتل دي او حقیقي ناکامي جهنم کې غورځیدل دي. دا د څو ورځو دنیا تیریدونکې ده، مرګ حق دی، جنت کې چې څه وغواړم هغه ترلاسه کولای شم.
دا فکر ماده پرستانو ته شاید مضحک او مسخره ښکاره شي، خو نه، دا پدې دنیا کې د هیلو، ارمانونو او انګیزو سرچینه ده. موږ په غیبو ایمان لرو، او انګیزه ترې اخلو، هغوي پرې ایمان نه لري او د لږ خفګان له امله د ځان وژنې هڅه کوي.
مومن ته ویل شوي چې په هر ډول سخت حالت کې باید د الله څخه ناامیده نشي، او ژوند یې دومره ارزښتمن دی، چې د ځان وژنې اجازه نلري. په اسلام کې موږ د خپل ژوند واکداره نه یو، او داسې نده چې کله مو خوښه شي ځان ووژنو، بلکې زموږ د ژوند حق د الله سره دی. همدارنګه، د یو بل انسان وژل دومره لویه ګناه ده لکه ټول انسانان چې ووژل شي.
سوشانت سینګ راچپوت ډیر ذهین ځوان وو، د انجینرۍ او فزیک محصل وو، ۳۰ کلنۍ کې د میلیونونو ډالرو او نړیوال شهرت څښتن شو، خو هغه څه شی دی چې دی د هر څه نه تیر شو او ځان یې غرغره کړ؟
اسدالله هارون د افغان مهاجرینو په یو کمپ کې یو بیوزله او فقیر ځوان چې خپله کورنۍ یې ساتله، ۱۳ کاله شکنجه او تعذیب شو، ځوانې یې ترې واخیستل شوه، په خپلې ګناه او جرم نه پوهیږي، غواړي خپل مور او پلار او کورنۍ سره وي، خپلې لور ته علم ور زده کړي، بیا هم دا هیله لري چې نن یا سبا به را خوشي شي، ۹۰۰ لیکونه هرې خواته لیږي، د مبارزې انګیزه لري، د الله په مرسته ایمان لري، که دا دنیا پرې سخته تیره شوه، اخرت ته هیله من دی چې هلته به یې ژوند په جنت کې وي.
