ټرمپ د هر ډول مخالفت او ممانعت سره د بایډن د راتګ مخه نشي نیولی
همدا د ډیموکراسۍ ګټه ده چې ټرمپ د هر ډول مخالفت او ممانعت سره د بایډن د راتګ مخه نشي نیولی.
په ولسواکۍ کې مهم او اغیزمن رول د اجرائیه قوې پر ځای د مقننة او قضائیه څانګو دی.
په امریکا کې ټوله اجرائیه قوه د ټرمپ تر تاثیر لاندې وه او د خپل ځواک څخه یې سوء استفاده کوله، خو په مقابل کې قضائیه او مقننة قوې را پورته شوي او د خپلې ۲۰۰ کلنې ډیموکراسۍ څخه یې دفاع وکړه.
سترې محکمې د انتخاباتو نتایج جنجال ته پرینښودل، کانګریس د انتخاباتو نتیجه تصدیق کړه. هغه قاضیان چې ټرمپ مقرر کړي ول، په خپلو ارزښتونو معامله ونه کړه. د کانګریس هغه غړي چې د ریبپلکن د ګوند غړي ول، د جوبایډن بریا تائید کړه، مایک پینس چې د ټرمپ معاون وو، خپلې شخصي ګټې یې په ملي ګټو معتبرې ونه ګڼلي او جوبایډن یې نوی ولسمشر اعلان کړ.
میچ میکانل، د امریکا د سنا مشر، په تیرو څلورو کالو کې د ټرمپ د هر ډول پریکړې ملاتړ کوه، خو اوس چې په سولیزه توګه د قدرت د انتقال خبره شوه او د ولسواکۍ د ارزښتونو خبره شوه، د ټرمپ تر فشار لاندې رانغی او د رد ځواب یې ورکړ.
که چیرې دغو خلکو خپلو شخصي ګټو ته کتلی واي، نو نن به په ټوله امریکا کې داخلي جنګونه پیل شوي وو او د زرګونو خلکو وینه به تویه شوي وه، خو دوي خپله ولسواکي وساتله.
د ډیموکراسۍ بنسټونه په خپلواکې قضائیه او مقننة قوو باندې ساتل کیږي.
