No-IMG

بابا مې (قاضي محمد امین وقاد) څه را زده کړل؟

تقریباً د څلور یا پنځو کالو به وم، کله به بابا ځان سره موټر ته وخیژولم او په پیښور کې به د افغان مهاجرینو د کمپونو لیدلو ته ورته، بابا غوښتل ځان ډاډمن کړي چې د مهاجرینو اولادونه ښوونځیو ته ځي او تعلیم ترلاسه کوي. د مهاجرینو هر ځای کې یې ځان مطمئن کوه چې مکتب فعال دی، ښوونکي لري، کتابونه او قرطاسیه ور رسیږي او ماشومان د ستونزې څخه پرته خپل درسونه تعقیبوي.

د بابا او د نورو مشرانو له برکته د افغان مهاجرینو په لکونو ماشومان تعلیم یافته شول، د هجرت په سختو شیبو کې چې د بیوزلۍ او بیوسۍ اوج وو، خلک د لیک او لوست څخه برخمن شول. که چیرته زما د بابا او د نورو مشرانو هلې ځلې نه واي، خدای مه کړه، د افغانانو یو لوی نسل به نن بې تعلیمه وو. د افغان مهاجرینو د زده کوونکو لپاره چې د لیسو څخه فارغیدل، د فارغت څخه دمخه یې پوهنتونونه تاسیس کړل چې افغان مهاجرین د لوړو زده کړو څخه بې برخې نشي. دغو پوهنتونونو ډاکټران، انجینران، حقوق پوهان، زراعت پوهان او نور وروزل او د خدمت لپاره یې ټولنې ته تقدیم کړل. د تعلیم او تربیې په برخه کې هغه پریکړې چې زما بابا پکې دخیل وو، نن ورځ وکولای شول چې د افغانستان وزارتونو، ریاستونو او بیروکراسۍ لپاره متخصصین او کارپوهان تولید کړي. دا افغانان چې د هجرت په وخت کې یې زده کړي ترلاسه کړي وي، نن په افغانستان کې دننه خپلو هیوادوالو ته خدمات عرضه کوي.

بابا د مکتب د جوړولو سره ډیره مینه درلوده، هر چیرته یې چې وسه رسیده، هغه سیمه کې یې تر هر څه دمخه ښوونځی جوړوه. د وفات څخه یې څو ورځې وړاندې راته خپلې پخوانۍ خاطرې وویلي. راته یې وویل چې د فراغت څخه وروسته ماته مختلف بستونه وړاندیز شوي وو، خو ما غوره وګڼله چې د ننګرهار په فقر الله لیسه کې ښوونکی شم. شاید همدا لامل وو چې د ښوونځیو او ښوونکو سره یې ډیره مینه وه.

د بابا نه مې دا زده کړل چې د ځوان نسل تعلیم یافته کول، تر ټولو ارزښتمن لومړیتوب دی. حالات که هر څومره سخت، پیچلي او ناهیلي کوونکي شي، بیا هم پاملرنه باید د ماشومانو او ځوانانو تعلیم او تربیې ته واړول شي. انقلابونه باید د دې باعث نشي چې نسلونه مو بې تعلیمه پاتي شي.

بابا یو زړه راښکوونکی شخصیت درلود، ډیرې کمې خو وزنداره خبرې به یې کولي. الله تعالی د فصاحت او خبرو کولو عجیب استعداد ورکړی وو. ډیرو مشرانو به موږ ته کیسې کولي چې په افغانستان کې د قاضي محمد امین وقاد په څیر مقررین او ویناوال شاید ډیر کم پیدا شي. یو شی چې زه یې د بابا د شخصیت څخه ډیر اغیزمن کړی وم هغه په دیرې حوصلې سره د نزاع یا جنجال ختمول یا Conflict Resolution مهارت وو. بابا جنجال او شخړه هیڅ نه خوښوله. همیشه یې کوښښ کوه چې د لوي مصلحت لپاره جنجال ونه غځول شي. هغه که ولسي مسایل ول، که د کورنیو ستونزې وي، که د هیواد په کچه د سیاسي ګوندونو ترمنځ جنجالونه وو. همیشه یې کوښښ کړی وو چې دوه ډلې سره جوړې کړي. د جهاد څخه وروسته یې د سولې او روغې جوړې غږ پورته کړی وو. دیرش کاله یې د افغانانو ترمنځ د روغې جوړې لپاره هلې ځلې وکړي. اخر هم د سولې په ارمان ولاړ.

بل شی چې په ما یې اغیز کړی وو هغه دا وو چې بابا د اسلام څخه درست، معتدل او وسطي فهم درلود وو. بابا په اعتدال باندې سخت باوري وو. کله چې زه اتلس کلن وم او په ځینو مواردو کې مې افراطي نظر درلود او بابا سره مې پرې خبرې کولي، نو زه به یې متوجه کړم، راته به یې ویل بچیه پام کوه، عجولانه پریکړې به نه کوي، مسایل به د کوچني نقطه نظر څخه نه تحلیلوي، دا کوم معلومات چې تاسره دي، دا یوازې د قضیې یو اړخ تشریح کوي او نیمګړي دي. اوس پوهیږم چې بابا سم ویل او کله نا کله د ځوانۍ احساسات او جذبه د دې باعث کیږي چې قضاوتونه په کمو معلوماتو وشي.

تر ټولو مهم درس چې د بابا څخه مې زده کړ هغه دا دی چې مشري او رهبري په امکاناتو او مادیاتو باندې نشي کیدلای. د خلکو په زړونو کې محبوب کیدل دې پورې اړه نه لري چې یو کس څومره مال او دولت لري، څومره قصرونه او ماڼۍ لري، څومره تجارتونه او موټرې لري، بلکې مشري په معنویاتو او د ارزښتونو په پاللو کیږي. بابا د ولس سره ډیره نیږدې اړیکه لرله، د خلکو مړي او ژوندي کې به همیشه حاضر وو. بابا تر اخري شیبې پورې په یو کرایې کور کې اوسیده، د یو عادي افغان په څیر یې ژوند تیروه. خو په خلکو ډیر ګران وو، هر چا یې عزت کوه، د خلکو په زړونو کې یې ځانګړی ځای درلود.

الله تعالی دي بابا ته جنتونه ورکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک