No-IMG

مونږ له الله تعالی پرته خپل سر چا ته نه ټيټوو

 

مونږ له الله تعالی پرته خپل سر چا ته نه ټيټوو، بل چا ته رکوع او سجده نه کوو، الله تعالی ته رکوع او سجده ځکه کوو چې هغه يې په حقیقي او واقعي معنی يوازينی مستحق دی.

ولې يوازې سر؟

دا ځکه چې مونږ ته له ماشومتوبه داسې يو فهم راکړل شوی او يا مونږ له خپلې ټولنې دا زده کړي دي چې سر بايد بل چا ته ټيټ نه شي او که بل چا ته ټيټ شي نو دا د غلامۍ په معنی ده!

خو زه فکر کوم چې ازاد انسان بايد يوازې سر نه، بلکې د خپل وجود هره برخه او هر خاصيت له الله تعالی پرته د بل چا تابع نه کړي، اراده، خواهشات او حتی کلمات يې بايد د بل چا تابع نه وي، په واقعي معنی د خپلواک او ازاد انسان د خپلواکۍ او ازادۍ حِس بايد دومره ژوندی او حساس وي چې د الله تعالی پرته د چا لپاره د خپلو کلماتو په تابع کولو کې هم ورته د غلامۍ هماغه بد احساس پيدا شي کوم چې د سر په ټيټولو کې ورته پيدا کېږي.

دا ځکه چې زما په نظر رکوع او سجده يوازې په سر نه، بلکې کلماتو هم کېږي، خو مونږ يې نه محسوسوو، که دغه احساس مو پيدا کړ، باور وکړئ بيا به په ټول ژوند کې زمونږ کلمات او ليکنې د چا مقام، موقف او حيثيت ته د تملق، چاپلوسۍ او توقع سجدې ونه کړي.

خپلواکي

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک