د اسد الله شهاب لیکنی

انسان مجبور دی په خپل ژوند چې د ځان قانع کولو لپاره په ډېرو مواردو کې تنازل وکړي

انسان اجتماعي مخلوق دی، په ټولنه کې د ښه ژوند لپاره مجبور دی لوړې ژورې وويني او ځان مخکې له مخکې دغو لوړو ژورو لپاره ذهنا چمتو وساتي، په انسانانو کې څوک چې څومره ډېر قانع دی، هومره به په رواني لحاظ خوښ وي، او څوک چې څومره بې قناعته وي، په هماغه اندازه به يې ذهني ناارامي ډېره وي. انسان مجبور دی په خپل ژوند چې د ځان قانع کولو لپاره په ډېرو مواردو کې تنازل وکړي، ايثار او قرباني يې زده وي او بايد يې عملي کړي، ځکه چې دا د ژوند طبيعت او فطرت دی. زه شخصاً په ډېرو مادي شيانو کې تنازل ته ذهنا آماده يم، البته يوازينی شی چې تنازل په کې نه شم کولای، هغه ذهني قناعت دی او په پټو سترګو په يو شي باور کول دي. زما په نظر انسان بايد په دې بر...
نور ولوله

ښېګڼه وکړئ، اللّٰه تعالی ښېګڼه‌کوونکي خوښوي

له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې ما حتی له ډېرو ښو او نېکنامو خلکو دا اورېدلي چې نورو ته په توصیه کې وايي: ښه مه کوئ، بد نشته! له خپلو تجربو يې وايو، مونږ ته تل زمونږ ښېګڼې بدې شوې دي!! مطلب ښکاره خلک هڅوي چې که له چا سره ښېګڼه ونه کړئ نو د خلکو له بدو به په امن کې ياست، او دا خبره اکثراً د خپلوانو او ملګرو په حق کې کېږي. مګر دا خبره د قرآن کريم او د صحيحو احاديثو د صريحو لارښوونو خلاف ده، اللّٰه تعالی په عمومي ډول عام حکم فرمايي: ﴿وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ﴾(١٩٥)  البقرة ښېګڼه وکړئ، اللّٰه تعالی ښېګڼه‌کوونکي خوښوي. همدا ډول له هغه چا سره چې بدي راسره کوي، د هغوی په اړه د قر...
نور ولوله

فقر د نورو ډېرو منکراتو مور ده

فقر يو لوی مُنکَر دی، رسول الله عليه السلام ترې په خپلو دعاګانو کې پناه غوښتې ده بلکې فقر د نورو ډېرو منکراتو مور ده، ځکه چې ډېرې نورې بدبختۍ او منکرات د فقر په سبب راپيدا کېږي. نبي عليه السلام د منکراتو په اړه عامه وينا فرمايلې ده: ((مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ، وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ)) يعنې: څوک چې په تاسو کې منکر وويني نو د هغه د لمنځه وړلو لپاره دې لاس په کار شي، که يې توان نه درلود نو د دغه منکر د لمنځه وړلو لپاره دې په ژبه مبارزه وکړي، عامه پوهاوی، نيکې مشورې او اړوندو خلکو ته لارښونې دې وکړي، که يې د...
نور ولوله

ستر ظالمان هغه دي چې د اللّٰه تعالی د انحصاري واک او اختیار په دايره کې له ځانه خبرې کوي

الله تعالی په قرآن کریم کې ځای ځای هغه خلک ډېر ستر ظالمان بللي دي چې د اللّٰه تعالی د انحصاري واک او اختیار په دايره کې له ځانه خبرې کوي يعنې د يو چا په جهنمي کېدا حکم کولو، د اللّٰه تعالی په آدرس او پرته د قطعي دلايلو د يو کار پر خلکو لازمي کولو او يا په دين کې د حرامو د دایرې پراخولو او د حلالو او مستحباتو د دایرې راتنګولو کې بې پروايي کوي. قرآن کریم د بېلګې په ډول اهل کتاب خصوصاً يهود د دې کار مرتکبين راپېژندلي دي او په همدې کارونو الله تعالی په آخرت کې د وعيدونو او عذابونو ژمنه ورسره کړې ده. خو د تعجب ځای دا دی چې په همدې کارونو کې مونږ مسلمانانو په شعوري او لاشعوري بڼه د يهودو هاغسې تقليد پيل کړی دی، د کوم تقليد چې نبي علیه السلام په يو حديث کې يادونه...
نور ولوله

د يو هدف وضاحت کول غواړم

زه ذاتا د اشخاصو تنقيد نه خوښوم چې يو فرد دې من حيث فرد د نقد هدف وګرځول شي مګر نن چې کوم شخص تاسې يې په دې پوسټ کې انځورونه وینئ، د ده په اړه د ليکنې تر شا د يو هدف وضاحت کول غواړم ، ځکه يې انځورونه له تاسو سره شريکوم، اګر دلته هم زما هدف د دې شخص نقد کول نه دی. دا شخص دکتور سيد محمد علي الحسيني نومېږي، د لبنان 12امامي شيعه عالم دی، په شيعه‌ګانو کې هغه اماميه ډله چې د اسلامي امت ځيني افراطيان يې مطلق کافره بولي، خصوصاً د سعودي د علماو اکثريت يې، حتی په دې خبره د سعودي د يو شمېر لويو لويو علماوو فتوی او تصريحات هم موجود دي. په انټرنېټ کې يې لټولی او لوستلی شئ. خو د تعجب خبره دا ده چې دغه امامي عالم محمد علي الحسيني يې ترې مستثنی کړی دی، په ...
نور ولوله

واده (شراکت) دی که (لباس)؟

کله چې مونږ وایو واده (شراکت) دی، دا معنا لري چې مېړه او ښځه هر څه په مساوي ډول سره شریکوي؛ مسئولیتونه، لګښتونه، مکلفیتونه، حقونه او نورې دندې... دغه مفهوم يعنې واده ته د (شراکت) رنګ او نوم ورکول د لویدیځ یا له بهرني فکر سره اړخ لګوي، چېرته چې د ازدواجي اړیکې په اړه د (شریک) اصطلاح ډېره کارول کېږي. دا اصطلاح (شریک) د نړۍ له خوا د ښځو او نارینه وو تر منځ د مساواتو (برابرۍ) د حرکتونو له پیل سره رواج شوه او دا مفهوم د ژوند په مادي برخه کې د سرمایه‌داري فلسفې څخه سرچینه اخلي، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، پانګونې او شخصي ملکیت په برخه کې. د لویدیځ ټولنیزو اړیکو دغه اصطلاح د سرمایه‌دارۍ له فکر څخه را اخیستې ده. خو مونږ مسلمانان په دې باور نه یو چې واده شراکت دی او نه دا منو چې هر میړه د ...
نور ولوله

ترکيه د استخباراتو ټولې زړې ودانۍ يې پرېښودې او نوي ودانۍ يې جوړې کړې

ما يو وخت د ترکيې د بهرنيو چارو اوسني وزير هاکان فيدان په اړه  لوستي و، کله چې دی ترکيې د استخباراتو رئيس شو نو لومړی کار يې دا وکړ چې د استخباراتو ټولې زړې ودانۍ يې پرېښودې او نوي ودانۍ يې جوړې کړې، داسې چې ټول وسايل په کې د ترکيې خپل جوړ کړي و، له وسلو، دوربينونو نيولي، تر اتصالاتي وسائلو... نو ما هغه مهال دا خبره مبالغه ګڼله، خو په لبنان کې د اتصالاتي وسائلو د انفجار له لارې د ح - ز - ب اللّٰه ګڼ شمېر غړو په نښه کېدلو وروسته پوه شوم چې د ترکيې د استخباراتو خبره عادي يا مبالغه نه وه. کله چې غربيان او يا د وسايلو جوړوونکي هېوادونه د اتصال يوه ساده وسيله د ټيکنالوژۍ او استخباراتي مهارت پر مټ د يوې وژونکې وسيلې په بڼه کارولی شي، نو څه فکر کوئ، د هغوی په لاس جوړ شوي ټانکونه، جهازونه، ...
نور ولوله

د آزاد او غلام انسان تر منځ توپير

د ابن خلدون رحمه الله (د اسلامي نړۍ مشهور تاريخ‌پوه) د نظر او تجربې پر بنسټ او له دغې تجربې په الهام بايد ووايم چې آزاد او خپلواک انسان هغه دی چې د اشخاصو پېژندلو لپاره د هغوی آراء او افکار تجزيه او پرتله کوي او غلام انسان هغه وي چې د افکارو او آراو په پرتله ورته اشخاص مهم وي، يعنې غلام انسان خپل ذهنيت داسې عيار کړی وي چې په نتيجه کې دی په خپل ځان کاملاً بې‌باوره کېږي، په تدريجي ډول داسې شي چې فکر کوي حتی سطحي، اسانه او ساده مسائل هم د ده د درک او تحليل له توانه پورته دي، په همدې سبب دی بيا د افکارو په نسبت هغو اشخاصو ته ډېر اعتبار ورکوي چې د ده په ټولنه کې اغېزمن او مطرح وي. آزاد_او_غلام_انسان له_بلې_زاويې ...
نور ولوله

هر خاموش انسان له ځواب ویلو ناتوانه نه وي

دا ادب نه دی چې د خلکو احساسات وپاروئ او په دليل کې ووایاست: زما په زړه کې چې څه دي، هماغه مې په خوله دي. آرام... آرام ځکه چې د زړه د خبرو د بيانولو او د بې‌احترامۍ ترمنځ لوی توپیر شته دی. په دې بايد ټول پوه اوسو چې: هر خاموش انسان له ځواب ویلو ناتوانه نه وي. ځینې خاموشي د دې لپاره کوي چې ثواب وګټي. ځینې ځکه غلي پاتې کېږي چې پوهیږي خبرې کول ګټه نه لري. ځینې د غصې په وخت کې د دې لپاره خاموشي غوره کوي، ترڅو بل څوک ونه ځوروي. هر څوک چې خاموشه وي، داس...
نور ولوله

د ذاتي فساد ارزونه

1. که چېرته تاسو په هوټل کې چای څښئ او د کور په پرتله دلته خپلې پيالې ته زیاته بوره اچوئ، نو دا امکان شته چې په تاسو کې دې د خیانت تاثيرات موجود وي. 2. که تاسو په عام تشناب کې د کور په نسبت زیات ټشو پیپر استعمالوئ، نو ستاسو دننه یو غل پټ دی که چیرې موقع پیدا شوه، نو ضرور به يوه ستره غلا هم کوئ. 3. که تاسو په خپله پلیټ کې دومره خواړه اچوئ چې تاسو یې نشئ خوړلای او دا ځکه چې مصرف يې د بل چا په جیب باندې بوج کیږي، نو تاسو فطرتاً یو طمَّاع او حريص انسان یاست. 4. که تاسو په عام ډول قطار ماتوئ او ځان وړاندې رسوئ، نو که تاسو ته یو طاقتور مقا...
نور ولوله

پلار جانه! رب دې پر تاسې اساني راولي. مسير مو معلوم دی، پر پل دې روان يو

اينګور يې په نوي پيغام کې د خپلو دوو شهيدو لوڼو نوم اخلي ورته وايي، د مور خبرو ته مو غوږ ونيسئ! نيکه مو درغی، پام چې ښکلی استقبال يې وکړئ، دواړه لاسونه يې ښکل کړئ! زوی يې په نوي پيغام کې په لوړ جرأت وايي، دا واضحه خبره ده چې پلار مې د مقاومت مشري کوله، خو بيا هم د ملت يو فرد و، د افرادو په مرګ مقاومت نه مري، مقاومت به جاري وي، څرنګه چې پرون يې خپلو قربان شوو زامنو ته د تسليت خبرې کولې، ورته يې وويل: الله تعالی دې پر تاسې اساني راولي، زه د يو زوی په حيث خپل پلار ته هماغه کلمات کاروم چې پلار مې خپلو زامنو ته کارولي وو، ورته وايم، پلار جانه! رب دې پر تاسې اساني راولي. مسير مو معلوم دی، پر پل دې روان يو. له دغو ويناو يوه خبره ثابته ده چې پر دغه مفکوره روزل شوی د مزامحمت او مبارزې خوځښت د اشخاصو په قربان ک...
نور ولوله

ښه خلک له بلې زاويې

وايي، یو سپين ږيری په روغتون کې بستر و، هره ورځ به یې یو ځوان لیدو ته راتلو او لږ تر لږه تر یو ساعت پورې به يې ورسره وخت تیراوه. هغه به سپين‌ږيري ته په خوراک ورکولو او د هغه په صفايۍ کې هره ورځ مرسته کوله او د روغتون په باغ کې به يې په چکر ويستلو، بیا به يې بیرته خپل بستر کې په آرام څملولو، ويده به يې کړ او د ځان مطمئن کولو وروسته به ترې لاړ. یوه ورځ د روغتون نرسې د ده د حال پوښتنې او درملو ورکولو پرمهال وویل: ماشاءالله ستا زوی ډېر ښه انسان دی چې هره ورځ ستا لیدو ته راځي. سپين‌ږيري ورته پرته له څه ويلو په حسرت وکتل، خو شېبه وروسته يې په ارمانجنه لهجه وويل: کاش چې يو زوی مې هم د ده په څېر وای! دا مې زوی نه دی، دا هغه یتیم دی چې زموږ په محله کې اوس...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک