ګرانه سړیه!!
که تا خپله ښځه له بل سړي سره په اړیکه کې وموندله، نو دا نه ده لازمي چې په جذبه او بې ځايه غيرت کې دې خپل کور خراب کړې او کورنۍ دې له منځه ولاړه شي.
د ځان پاکوالي ته لږ پام وکړه، ورزش وکړه، نوي کالي واخله، ښه عطر استعمال کړه، خپل ویښتان رنګ کړه یا یې بل ډول منظم جوړ کړه. هغه څه ترسره کړه چې مېرمنې دې په هغه بل سړي کې خوښ کړي دي، ترڅو یې پام بل سړي پر ځای تا ته درواوړي او هغې ته بېرته ته، کور او اولادونه ورپه یاد کړي.
مه پرېږده چې پوهه شي ته پرې په خيانت خبر شوی یې، پام کوه! که هغه درنه څه شی پټ کړي، نو ممکن بیا په راتلونکي کې هم همداسې وکړي، نو مه يې مجبوروه چې اقرار ترې واخلې، مه يې خجالته کوه، بيا به يې ضد ونيسي. د خپلو ماشومانو په خاطر د تغافل او د تجاهل سياست پيل کړه، خپل کور د داسې یو بې ارزښته، بې شرفه، بې نسبه او بې غيرته سړي لپاره مه خرابوه چې ستا له مېرمنې سره اړيکه پالي.
هغه کورنی علت او نيمګړتيا پیدا کړه چې تاسو يې دې حالت ته رسولي یاست او هغه حل کړه. ورسره خبرې وکړه او هغه څه چې هغې ته کم دي، ورته پوره يې کړه. په پای کې، هغه ستا ښځه ده، او ډېر ژر به بیرته اصلاح شي او تا ته به را وګرځي، انسان عاجز او خطاکار دی، ټول خطاوې کوو!!
ګرانه سړیه!! ایا په غوصه شوې؟ غيرت دې دا خبرې نه مني؟ په وجدان دې درد راغلی دی؟!! فکر کوې چې دا څه ګډې وډې ليکل شوې دي؟!
بیړه مه کوه، دا هماغه خبرې دي چې ښځو ته ویل کیږي کله چې هغه د خپل مېړه خیانت کشف کړي، واټس اېپ او ميسنجر يې افشا شي او يا ترې له بلې لارې خبره شي!!
نو که سړي ته هم همدا خبرې وشي څه اسمان به راپرېوځي؟!
دا خبرې يو عرب ليکوال هسې د خيال او د احتمال پر اساس ليکلې وې، ما په کې هم لږې ګوتې ووهلې، خو د دې خبرو تر شا رښتينو، ژمنو، غيرتي او عقلمندو سړيو لپاره ډېر څه شته چې د پند په خاطر يې ولولي او ښه ژور فکر په کې وکړي.
پند
له_بلې_زاويې
