ګيله من وزير د خپل فکر او مبارزې زړور ترجمان او وياند و
زه د هر ځلمي د مرګ تر شا د هغه د مور، مېرمن، خويندو او لوڼو اوښکې وينم، ځکه راته هيڅ ځوان په مرګ نه دی پېرزو.
ګيله من وزير مې يوازې په فيسبوک پېژانده، د خپل فکر او مبارزې زړور ترجمان او وياند و، شعرونه او خبرې يې صريحې وې، مجامله يې نه کوله مبهم نه غږېده، ځکه هم ونه زغمل شو او تر شا يې يوه نړۍ خواشینې کړله.
إنا لله وإنا إليه راجعون
الله تعالی دې ورته هغه دنیا ښايسته او د لوړو درجو څښتن يې کړي.
ټولو خواخوږو او ملګرو ته يې بشپړ تسليت وايو.
د انسانانو په توګه لږ او ډېر فکري مخالفين هر انسان لري، خو ځينې وخت د مخالفت پر مهال داسې لمحې راځي چې انسان اخلاقا له مخالفته تېرېږي، الفاظ نرموي او د نزاکتونو په رعايت حتی د خپل مخالف په مرګ هم خواشيني څرګندوي.
مګر متأسفانه زمونږ د ځوان قشر يوه طبقه ځوانان په مخالفت کې دومره بې نزاکته او بداخلاقه شوي دي چې هيڅ د نزاکتونو، اخلاقياتو او ملي عنعناتو لحاظ نه کوي چې د دوی دا حالت خپله په يو مستقل ماتم ارزي.
زه ذاتا له دغې زاويې د خپلې ټولنې له يو شمېر ځوانانو ګيله من يم.
هدانا اللّٰه جميعاً
