عبد السلام ايوبي
د عبد السلام ايوبي لیکنی
د مېنې او محبت يو نا اشنا تړون!
ام المؤمنين ام سلمه رضي الله عنها چې د خپل خاوند سره يې زيات محبت وو، خپل پخواني خاوند ابو سلمه رضي الله عنه ته وویل راځه چې دواړه سره يو تړون ترسره کړو، او هغه داچې زه به ستا له مرګه روسته بل خاوند نکوم، او ته به له ما روسته بله نکاح نکوې.
هغه ورته وویل خبره مې منې؟ هغې ورته وویل هو، ولې نه، ويل، که زه مړ شوم، نکاح وکړه، او دعا يې ورته وکړه: اي الله! ام سلمه ته له ما روسته له ما ښه خاوند ورکړه، چې نه يې خفه کوي، او نه ورته تکليف رسوي، نو هماغه وو چې د ابو سلمه رضي الله عنه د مرګ روسته يې د الله د رسول صلى الله عليه وسلم سره نکاح وشوه!
...
نور ولوله
د عرفې ورځ د ټولو ورځو سرداره!
دا چې سبا د عرفې ورځ ده، او دا د کال بهترينه ورځ ده، پدې ورځ الله د خپل شان مناسب انسانانو ته د عرفات په مېدان کې رانزدې کېږي، پر هغوى فخر کوى، دعا يې قبلوي، بښنه ورته کوي، نو موږ هم باید دا ورځ د عبادت لپاره فارغه کړو، د اختر تيارى، د قربانۍ مال، او داسې نور مصروفيتونو څخه ځان وار له مخه فارغ کړو، ترڅو د عرفې په ورځ د خپل توان مناسب په عبادت کې کوشش وکړو، د بېلګې په توګه هغه اعمال چې باید پدې ورځ ترسره شي.
1/غسل کول
2/روژه نيول، کوم چې د مخکني او روستنى کال د ګناهونو د مغفرت سبب ګرځي.
3/د لا إله إلا الله وحده لا شريك له له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير، زيات ورد كول...
نور ولوله
له سپينږېرو او مشرانو سره احتياط کوه
ځکه: دوى ډېرى وخت:
* سترګې پټوي، خو خوب نه ورځي.
* په خوله خاندي، خو خوشاله نه وي.
* خپلې اوښکې په موسکا کې پټوي.
* هغوى کله هم ستا لرې والى، يا د هغوى په حضور کې په مبايل مشغولېدل زغملى نشى.
* هغوى د پخوا په څېر اوس هم د کورونو محور او ستنې دي
* د هغوى اړتیاوې يوازې په خوراک، څښاک، او پوشاک نه ترسره کېږي، هغوى پدې برسېره معنوي احترام، شفقت او عاطفې ته نهايت ضرورت لري.
...
نور ولوله
د چارواکو ګمارل د ټولنې د عمل په تناسب وي!
ابن قيم رحمه الله وايي:
د الله تعالى حکمت لا ددې غوښتنه نه کوي چې پر موږ دې د معاويه(رضي الله عنه) او عمر بن عبدالعزيز(رحمه الله) په څېر چارواکي وګمارل شي، پاتې لا د ابوبکر او عمر رضي الله عنهم په څېر چارواکي!
بلکې زموږ چارواکي زموږ د اعمالو په تناسب، او د هغو(پخوانيو مسلمانانو) چارواکي د هغوى د اعمالو په تناسب ګمارل شوي دي، ستا رب په هېچا ظلم او زياتى نه کوي.
(مفتاح دار السعادة:١٧٧/٢)
که غواړو چې چارواکي مو عادلان وي، نو راځئ چې لومړى خپل اعمال اصلاح کړو!
...
نور ولوله
رښتيا هم اسلام له بحران سره مخ دى؟
څو ورځې وړاندې د فرانسې جمهور رئیس (ماکرون) په خپله يوه بيانيه کې د اسلام سپيڅلى دين په هکله وویل چې (اسلام د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کې له بحران سره مخ دى).
موږ وايو دا سمه ده چې مسلمانان به د يو لړ داخلى او بهرنى وجوهاتو له امله په نړيواله کچه له يو شمېر ستونزو سره مخ وي، خو ددې مقصد کله هم دا نشي کېداى چې ګنې د اسلام مبين دين دې له بحران سره مخ وي.
ددې خبرې څرګند دليل څوکاله وړاندې او هم په نزدې ورځو کې په اسلامي هېوادونو کې د ځنې مشهورو غير مسلم اروپايانو بندي کېدل، او بيا په عين حال کې د قيد دننه له اسلام څخه متاثره کېدل دي، د بېلګې په توګه:
* ناين اليون له احداثو څخه وړاندې په افغانستان کې...
نور ولوله
بيا هم اسلام له ښځو سره انصاف ندى کړى!!!! ؟؟؟
ښځه د لويديځ په قاموس کې يو ناچېز او لويدلى مخلوق دى، محض شر او يا هم له خېر يې شر زيات دى، ددې خبرې څرګند دليل د ښځې په هکله د لاندې ذکر شويو يادو غربي فيلسوفانو ويناوې دي:
* د اوومې ميلادي پېړۍ دمشقى مسيحى کاهن يوحنا وايي:
(ښځه يوه سرکشه او عنادى خره ده)
* د ديارلسمې ميلادي پېړۍ مشهور ايټالوى کاهن توما لاکوينى وايي: (ښځه د طبيعت يوه خطا ده، چې په بدترین حالت کې له يو منوى حيوان (سپرم) څخه وجود ته راغلې ده).
* د اتلسمې ميلادي پېړۍ مشهور اسټريايى نفسياتى ډاکټر فرويډ وايي:(د ښځې له پېدائش يوازېنى هدف ه...
نور ولوله
د خوشالۍ پرمهال د دريا وهل
د يو ورور د پوښتنې په تړاو!
د نبوي احادیثو په رڼا کې د موسیقۍ د هر راز الاتو استعمال د نارینه لپاره مطلقا ناروا دى.
البته د زنانو لپاره د دريا وهلو جواز درې ځايه وارد دى:
1/ د کوزدې يا واده پرمهال، دا خبره د ربيع بنت معوذ رضي الله عنها له حديث څخه ثابته ده په صحيح البخاري کې (4852) نمبر حديث.
2/ د اختر پرمهال، داخبره د عائشې رضي الله عنها په روايت کې ثابت ده په صحيح البخاري حديث نمبر(944)او صحيح مسلم حديث نمبر(892) کې.
3/ د مسافر انسان خپل اهل ته واپسۍ پرمهال، دا خبره د بريده رضي الله عنه په...
نور ولوله
مومن به د خير کونجى وي نه د شر!
انس بن مالک رضي الله عنه د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي هغه فرمايي :
( ځنې له خلکو د خېر کونجيانې او د شر مخه نيونکي دي، او ځنې بيا د شر کونجيانې او د خېر مخه نيونکي دي، نو خوشحالى ده هغه چا لره چې د خير کونجى او د شر مخه نيونکى وى). السلسلة الصحيحة :1332
* د مومن معامله به د الله سره هم د خير وي، صحيح عقيده، او نېک عمل.
* د مومن معامله به د الله له مخلوق سره هم د خېر وي، کوشش به کوي چې د الله مخلوق ته يې خېر ورسېږي او له شره يې بچ پاتې شي.
امام مناوي رحمه الله ددې حديث په شرحه کې د حکيم ترمذي قول نقل کو...
نور ولوله
د خېر ښېګڼې پرمهال نبوي تګلاره!
* د ستونزې د درک کولو احساس په ځان کې پېدا کول
* له درک روسته بيا د متعلقه شخص څخه د ستونزې لامل پوښتل.
* بيا د مشکل په حل کې مناسب اقدام کول
* بيا له مرستې روسته بدل او شهرت ته نه په تمه کېدل
موسى عليه السلام په مدين کې د شعيب عليه السلام د لورګانو سره د مرستې پرمهال چې له کوم تکتيک څخه کار واخيست، قرآن د هغې په هکله فرمايي :
* ( و وجد من دونهم امرأتين تذودان) (ويې موندل لدې خلکو اخوا دوه ښځې چې خپل مالونه يې له خړوبولو منع کول)
دلته اشاره دې خبرې ته وشوه چې مشکل او ستونزه ...
نور ولوله
د صحابه و ملیاردر شتمن، خو زاهد شخصیت!
د عام الفيل څخه لس کاله روسته په مکه مکرمه کې د قريشو د (بنى زهره) خاندان کې وزېږېد، د نبى عليه السلام له ماماخیلو څخه وه.
* يو له هغه لومړنيو مسلمانانو څخه و چې د ابوبکر صدیق رضي الله عنه په لاس د بعثت په لومړى کال د هغه څخه دوه ورځې روسته د اسلام په سپېڅلي دين مشرف شو.
* يو له عشره مبشره و څخه وه.
* دعمر رضي الله عنه د له شهادت څخه روسته د راتلونکی خليفه د انتخاب د شپږکسيزي کمېټې یو مهم غړى وه.
* حبشې ته يي هم هجرت کړى وه، او بيا روسته مدينې منورې ته يي هم هجرت وکړ.
...
نور ولوله
