No-IMG

بيا هم اسلام له ښځو سره انصاف ندى کړى!!!! ؟؟؟

ښځه د لويديځ په قاموس کې يو ناچېز او لويدلى مخلوق دى، محض شر او يا هم له خېر يې شر زيات دى، ددې خبرې څرګند دليل د ښځې په هکله د لاندې ذکر شويو يادو غربي فيلسوفانو ويناوې دي:

* د اوومې ميلادي پېړۍ دمشقى مسيحى کاهن يوحنا وايي:

(ښځه يوه سرکشه او عنادى خره ده)

* د ديارلسمې ميلادي پېړۍ مشهور ايټالوى کاهن توما لاکوينى وايي: (ښځه د طبيعت يوه خطا ده، چې په بدترین حالت کې له يو منوى حيوان (سپرم) څخه وجود ته راغلې ده).

* د اتلسمې ميلادي پېړۍ مشهور اسټريايى نفسياتى ډاکټر فرويډ وايي:(د ښځې له پېدائش يوازېنى هدف هغه د نارینه جنسى رغبت إشباع کول دى).

* د نولسمې ميلادي پېړۍ مشهور الماني فيلسوف شوپنهاور بيا وايي: (ښځه يو داسې حيوان دى چې وېښتان يې اوږده او فکر ېې لنډ دى).

 خو بل طرف ته اسلام بيا د ښځو په هکله څه داسې وايي:

* (وعاشروهن بالمعروف) (له ښځو سره ښه چلند کوئ).

* ( ولهن مثل الذي عليهن بالمعروف) (أو شته ددې ښځو لپاره هاغسې حقوق لکه څرنګه چې پدوى باندې حقوق دي).

* ( استوصوا بالناس خيرا) ( ښځو سره ښه چلند او ګذاره کوئ).

 نو اوس دې دوى د ښځې مقام په اسلام او نورو محرفو نظرياتو کې سره مقايسه کړى.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک