رښتيا هم اسلام له بحران سره مخ دى؟
څو ورځې وړاندې د فرانسې جمهور رئیس (ماکرون) په خپله يوه بيانيه کې د اسلام سپيڅلى دين په هکله وویل چې (اسلام د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کې له بحران سره مخ دى).
موږ وايو دا سمه ده چې مسلمانان به د يو لړ داخلى او بهرنى وجوهاتو له امله په نړيواله کچه له يو شمېر ستونزو سره مخ وي، خو ددې مقصد کله هم دا نشي کېداى چې ګنې د اسلام مبين دين دې له بحران سره مخ وي.
ددې خبرې څرګند دليل څوکاله وړاندې او هم په نزدې ورځو کې په اسلامي هېوادونو کې د ځنې مشهورو غير مسلم اروپايانو بندي کېدل، او بيا په عين حال کې د قيد دننه له اسلام څخه متاثره کېدل دي، د بېلګې په توګه:
* ناين اليون له احداثو څخه وړاندې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د سنډې ايکسپريس ورځپاڼې بريتانوۍ خبريالې (ايوان ريډلى) د جاسوسۍ په تور نیول کېدل، او بيا له څو ورځو بند روسته خوشې کېدل، بيا د اسلام په هکله له دوه نيم کاله مطالعې روسته د اسلام په سپېڅلي دين مشرف کېدل، چې د خپل اسلام راوړلو عمده لامل د قيد په موده کې ورسره د طالبانو مثبت چلند په کوته کوي.
* يو نيم کال وړاندې په ختيځه افريقا کينيا کې د يوې ايټالوۍ خيريه ادارې کارمندې(سلفيا رومانو) يرغمالېدل، او بيا همدغه د بند په موده کې د اسلام څخه متاثره کېدل او مسلمانېدل، چې تيره ورځ يې په ايټاليا کې په هوايي ډګر د ايټاليا وزير اعظم خپله استقبال ته ولاړ و .
*. څلور کاله وړاندې د افريقا په (مالى) هېواد کې د يوې مسلحې ډلې لخوا د يوې مشهورې فرانسوۍ خيريه ادارې فرانسوۍ کارمندې(صوفى بيترينين) په نامه برمته کېدل، چې د خلاصون په موخه يې ماکرون 10 مليونه يورو او هم 200 بنديان ازاد کړل، له څلور کاله بند روسته د ماکرون له دغه بيانيې روسته په هوايي ډګر يې ماکرون خپله استقبال ته ولاړ و، خو چې کله له طيارې څخه ښکته کېږي، سمدستي ماکرون ته وايي چې زه اوس پخوانۍ صوفي نه يم، زه اوس الحمدلله مسلمانه يم او نوم مې مريم دى، د کومې په اورېدو چې ماکرون له سختې حيرانتيا سره مخ شو.
دا پورته بېلګې ددې خبرې ښکاره ثبوت دى، چې اسلام يو فطري او د ټول بشریت د مادى او روحي ستونزو د حل لپاره يو مناسب دين دى، که څومره يې هم څوک د خپرېدو مخنیوى کوي، هومره به په چټکۍ سره خپرېږي (يريدون ليطفئوا نورالله بأفواههم والله متم نوره ولو كره المشركون) ځکه د بند او قيد پرمهال د يو بندي ډېره کرکه او نفرت له هغه چا وي، چې د يې بندي کړى وي، خو ددې باوجود بيا هم د اسلام مبين دين ددوى زړونو ته لار پیدا کوي، او ښکاره په افتخار سره خپل اسلام اعلانوي.
اوس دې ماکرون د اسلام په هکله خپل ړوند او سطحي اټکل لدغه حقايقو سره مقايسه کړى، چې اسلام په خطر که د ترقۍ او پرمختګ په حالت کې قرار لرى؟
