مومن به د خير کونجى وي نه د شر!
انس بن مالک رضي الله عنه د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي هغه فرمايي :
( ځنې له خلکو د خېر کونجيانې او د شر مخه نيونکي دي، او ځنې بيا د شر کونجيانې او د خېر مخه نيونکي دي، نو خوشحالى ده هغه چا لره چې د خير کونجى او د شر مخه نيونکى وى). السلسلة الصحيحة :1332
* د مومن معامله به د الله سره هم د خير وي، صحيح عقيده، او نېک عمل.
* د مومن معامله به د الله له مخلوق سره هم د خېر وي، کوشش به کوي چې د الله مخلوق ته يې خېر ورسېږي او له شره يې بچ پاتې شي.
امام مناوي رحمه الله ددې حديث په شرحه کې د حکيم ترمذي قول نقل کوي چې :
ځنې خلک د هغوى سوچ فکر اندامونه دا ټول په خېر کې استعماليږي، او ځنې خلک د هغوى سوچ فکر اندامونه دا ټول په شر کې استعماليږي.
فيض القدير :1/206
نو رښتيا هم ځنې انسانان د خېر خلک وي، تل يې د الله مخلوق ته خير رسېږي، خبره يې د خېر، ملګرتوب يې د خېر، معامله ېې د خېر، مال يې په خېر کې مصرفېږي، هر طرف ته خېر او خېر خوشحالى او سوکالى.
خو بل طرف بيا ځنې انسانان محض د شر بڅرکي وي، سوچ يې هم شر وي چې څرنګه څوک په کنده کې وغورزوى، څوک دوکه کړى، د چا او چا په منځ کې اختلاف او دښمني ته لمن ووهي، د چا مال ضايع کړى، د چا عزت لوټ کړى، د چا روح ضايع کړى او داسې نور چې نن سبا يې په ټولنه کې ډېرې زياتې بېلګې په سترګو کېږي.
رب متعال دې موږ تاسې د خېر والا وګرځوي نه د شر والا!
