No-IMG

د عرفې ورځ د ټولو ورځو سرداره!

دا چې سبا د عرفې ورځ ده، او دا د کال بهترينه ورځ ده، پدې ورځ الله د خپل شان مناسب انسانانو ته د عرفات په مېدان کې رانزدې کېږي، پر هغوى فخر کوى، دعا يې قبلوي، بښنه ورته کوي، نو موږ هم باید دا ورځ د عبادت لپاره فارغه کړو، د اختر تيارى، د قربانۍ مال، او داسې نور مصروفيتونو څخه ځان وار له مخه فارغ کړو، ترڅو د عرفې په ورځ د خپل توان مناسب په عبادت کې کوشش وکړو، د بېلګې په توګه هغه اعمال چې باید پدې ورځ ترسره شي.

1/غسل کول

2/روژه نيول، کوم چې د مخکني او روستنى کال د ګناهونو د مغفرت سبب ګرځي.

3/د لا إله إلا الله وحده لا شريك له له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير، زيات ورد كول.

4/لا إله إلا الله، والله أكبر، ولله الحمد زيات ويل.

5/روژه دارو ته د توان مناسب روژه ماتي ورکول، کجوره ولې نه وي.

7/دعا زياته کول، سلفو به خپلې اهمې او ضروري دعاګانې د عرفې ورځ ته پريښودلې.

8/ د جماعت د لمانځه اهتمام.

9/د قرآن کریم تلاوت.

10/ د ګناهونو، عامه مجالسو، سوشل ميډيا نور داسې شيان چې تا د عبادت څخه مصروفوي، او په ګناه کې دې اخته کوي له هغې ځان ساتل.

الله تعالى دې موږ تاسو ټولو ددغه سپارښتنو د عملي کولو توفیق راکړى!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک