No-IMG

د خېر ښېګڼې پرمهال نبوي تګلاره!

* د ستونزې د درک کولو احساس په ځان کې پېدا کول

* له درک روسته بيا د متعلقه شخص څخه د ستونزې لامل پوښتل.

* بيا د مشکل په  حل کې مناسب اقدام کول

* بيا له مرستې روسته بدل او شهرت ته نه په تمه کېدل

موسى عليه السلام په مدين کې د شعيب عليه السلام د لورګانو سره د مرستې پرمهال چې له کوم تکتيک څخه کار واخيست، قرآن د هغې په هکله فرمايي :

* ( و وجد من دونهم امرأتين تذودان) (ويې موندل لدې خلکو اخوا دوه ښځې چې خپل مالونه يې له خړوبولو منع کول)

دلته اشاره دې خبرې ته وشوه چې مشکل او ستونزه درک کول ددغې تګلارې لومړى پړاو دى.

* بيا قرآن کریم فرمايي (قال ما خطبکما) (څه حال دى ستاسې دواړو) - چې له نورو خلکو ګوښه ناستې ياست -

دلته اشاره دې خبرې ته وشوه چې د مشکل ددرک نه روسته باید حتما پوښتنه وکړې چې څه ستونزه ده؟

نو هغوى ځواب ورکړ چې موږ تر هاغې انتظار باسو چې ترڅو ټول خلک خپل مالونه خړوب کړى، ځکه پلار مو زيات سپين ږيرى دى.

* بيا قرآن كريم وفرمايل (فسقى لهما) (څاروي يې ورله خړوب کړل) دلته ددې تګلارې بل اصل ته اشاره وشوه چې له پوښتنې روسته اوس د مشکل په حل کې اقدام وکړه.

* بيا قرآن کریم فرمايي ( ثم تولى إلى الظل) (بيالاړ د سورى لاندې کېناست).

دلته ددې تګلارې بل پړاو ته اشاره وشوه چې کله دې له چا سره مرسته وکړه بیا د بدل او شهرت او سمعت انتظار مکوه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک