له سپينږېرو او مشرانو سره احتياط کوه
ځکه: دوى ډېرى وخت:
* سترګې پټوي، خو خوب نه ورځي.
* په خوله خاندي، خو خوشاله نه وي.
* خپلې اوښکې په موسکا کې پټوي.
* هغوى کله هم ستا لرې والى، يا د هغوى په حضور کې په مبايل مشغولېدل زغملى نشى.
* هغوى د پخوا په څېر اوس هم د کورونو محور او ستنې دي
* د هغوى اړتیاوې يوازې په خوراک، څښاک، او پوشاک نه ترسره کېږي، هغوى پدې برسېره معنوي احترام، شفقت او عاطفې ته نهايت ضرورت لري.
* هغوى الله تعالى ته له تا نږدې دي، له دعاوو يې ګټه واخله.
* هغوى خپل مور پلار، خپلوان او دوستان له لاسه ورکړي، زړونه يې له غمو ډک دي، په ځان يې مه قياسوه.
* هغه خبره چې پخوا به يې پدوي بده اغېزه نه کوله، اوس يې زخمي کوي، او چې پخوا به يې زخمي کول، اوس يې حلالوي.
* هغوى زياتره وخت وزګار وي، داسې عقلمند او رحم دله خلکو ته اړتیا لري چې مشغول يې کړي.
* هغوى داسې چا ته اړتیا لري چې خبرو ته يې غوږ کېږدي، او مينه ورکړي.
* هغوى د مزو او خوندونو له مرحلې تېر شوي دي، په يو اوږد سفر د روانېدو په انتظار دي.
* هغوى له تا فقط يوه وړه موسکا، ښايسته خبره، مشفق لاس، او د هغوى د افکارو او سوچونو اورېدو ته يو حوصله مند نفس غواړي.
* پرېږده چې د خپل ژوند دکتاب پاتې پاڼې په ارام او پور سکونه فضا کې واړوي، که سبا يې تشه ګورې، نو د پښيمانتيا احساس ونکړي.
* کوشش وکړه چې څه يې له لاسه ورکړي، ته يې متبادل شى، د عمر د مني په موسم کې د هغوى سپرلى، او په پاتې ژوند کې د هغوى امسا شى.
* نن هغوى سپينږيري دي، سبا ته د هغوى ځاى ناستى يې، اوس دې خوښه چې سبا څه رېبې هغه اوس وکره!
سلام په ټولو مشرانو او ټول هغه چې د مشرانو خيال ساتي!
