جمال الدين حکمتيار
د جمال الدين حکمتيار لیکنی
د سپينې ماڼې له سپارلو مخکي د ځينو معاملاتو تصفيه
انتخاباتو کي د ټرمپ بريا، د بايډن ټيم ماتې
د سپينې ماڼې له سپارلو مخکي د ځينو معاملاتو تصفيه
د اس. را. ئىل او لبنان ترمنځ ډزبندي
له روسيې سره د پردې تر شا د اکرايين په اړه ممکن پټ توافقات؛ په اکرايين جګړې کي د روسيې مطالبات منل، او په منځني ختيج کي د بشار اسد حکومت له پرځولو سره پټ توافق
ممکن ايران سره پټ توافقات؛ پدې شرط چي د بشار اسد حکومت له ملاتړ لاس اخستل؛ او په سوريې کي بديل حکومت رامنځته کېدل
دا هر څه د پردې تر شا ممکن ترسره شوي. وخت به يې حقيقت وروسته را برسېره کړي.
په دوو هفتو کي د سوريې چټکو تحولاتو ته په ساده نظر کتل اصلاً له قضاياو بې خبري ثابتوي.
...
نور ولوله
د انساني تأريخ په يوه ډېر مهم زماني مقطع کي
د قرآن کريم په سلګونو ژبو له ژباړنو او تفسيرونو سره
د کائناتو هره برخه د الله تعالى په ربوبيت، وحدانيت او حقانيت شهادت ورکولو سره
انساني علم، تمدن او صنعت د خپل اوج په مرحلې کي
نړۍ وال د سترو فرعونيانو، دجالانو، او استعمارګرانو په ولکې کي
نړۍ د سرمايې په اوج کي په فقر، لوږې، نېستۍ، او سودونو کي غرقه
ظلم، بې عدالتي، استحصال، استعمار، استحمار، ګمراهي، افساد، قتل او قتال، غارت او غصب په خپل اوج کي
د مبارزې، دفاع، لاسنيوي، ملاتړ، د نجات او هدايت رسالت پر مخ وړلو لپاره بهترين زمان او فرصت سره
ډېر په خپلو ځانونو، اولادونو، دروغجنې دنياګۍ او کورګيو مصروف دي، له دروغجنې دنيا سره ځانونه عياروي، د ځايګاه او مشارکت په لټه کي دي، په وړې دائرې کي زنداني دي، ستر رسا...
نور ولوله
ټرمپ د افغانستان پر اوسني واکمنانو به فشارونه زيات کړي
ټرمپ وار دمخه خپله بريا اعلان کړه
نوموړي زياتې رأيې ترلاسه کړي او هم يې زياتې انتخاباتي حوزې ګټلي.
د ټرمپ بريا به ممکن د اکراين بې ځايه جګړې ته خاتمه ورکړي.
د منځني ختيځ يوې کلنې خونړۍ جګړې ته به هم توقف ورکړي.
د افغانستان پر اوسني واکمنانو به فشارونه زيات کړي.
بلکې پر چين، عرب، ايران، پاکستان او د اوروپايي ټولنې پر ټولو هېوادونو به اقتصادي فشارونه وارد کړي.
د نړۍ وړو وړو ظالمانو لپاره همداسي يو نړۍ وال بدمعاش پکار دى، لکه ټرمپ.
...
نور ولوله
الله تعالى خپل انتقام په ساړه انداز کي اخلي
هفته مخکي د امريکا په جنوب مشرقي آيالتونو کي د طوفان له کبله د اوښتي تاوان کچه لسګونو ملياردو ډالرو ته رسېدلې او يو وېجاړونکى طوفان شمېرل شوى.
راتلونکو ورځو کي د يوه بل طوفان ورتګ هم متوقع دى.
الله تعالى خپل انتقام په ساړه انداز کي اخلي.
الله تعالى حتماً ظالمان ختموي، مګر که انسانان د ظالمانو د ظلم له منګولو د خلاصون يقيني او سمه هڅه وکړي.
يو کال راسي فلسطين د خونړيو بريدونو لاندي دى، مګر ټولې نړۍ پرې سکوت اختيار کړى. ډېرو محدودو سکوت مات کړى او يو څو مظاهرې، ليکنې، تبصرې، او تقبيحول يې کړي. عملاً هيچا د ظلم، تجاوز، او جنايتونو د مخنيوي لپاره صادقانه قدم ندى پورته کړى....
نور ولوله
متأسفانه، مسلمانانو د خپلې بې کفايتۍ له مخي په خپلو کي سره وخوړل
د تشو خبرو له لامله،
د ناچيزو پر سر د ترکيز له مخي،
د تشو خيالاتو په دنياګۍ کي،
په لارورکۍ کي،
ناپوهۍ کي،
ناسم درک له مخي،
غلطې برنامې سره،
د ارزښتناکو وسايلو هدر له لاري،
ناپامۍ کي، د غفلت له مخي،
د ناسمې رهبرۍ، تګلارې، او مديريت له مخي،
د أمت ډېر ارزښتناک موجود وسايل او بشري منابع ضايع شول.
که سم کارول شوي وى، په والله چي يوه ژوند د زرګونو ژوند ژغورى، د يوه شهادت زرګونو ته نجات او آزادي ورکوله، يوه مسلمان د زرو ظالمو متجاوزينو لاسونه له تجاوز منع کول.
مګر، متأسفانه، مسلمانانو په خپلو کي سره وخوړل، د خپلې بې کفايتۍ له مخي، هغه ارزښتناک قوت، انرژي او جذبات ب...
نور ولوله
د يوه هېواد د اشغال لپاره د غرب ځواکونه يواځي نه جنګيږي، بلکې ډېر نور جهتونه هم په جګړه بوخت وي
د يوه هېواد د اشغال لپاره د غرب ځواکونه يواځي نه جنګيږي، بلکې ډېر نور جهتونه هم په جګړه بوخت وي
نړۍ وال شرکتونه د خپلو توليداتو او صادراتو په مرسته ستا د هېواد بازار اشغالوي.
د طبيعي منابعو د استخراج نړۍ وال شرکتونه د هېوادونو منابع په وړيا بيه لوټوي او د استخراج معاوضه هم د هېوادونو مفسدو چارواکو او خاينو تجارانو ته په واک کي ورکوي.
نړۍ والې پياوړې کرنسۍ ستا د هېواد د پيسو ارزښت له منځه وړي.
ستا د هېواد وارداتي تجاران د هېواد بازار له بهرنيو توکو در ډکوي.
نړۍ والې رسنۍ ستا د هېواد د وګړو نظريات او رأيې تشکيلوي.
ژورنالستان يې د جاسوسانو په څېر معلو...
نور ولوله
په نړۍ کي سيکولر حکومتونه شته، او تش په نامه جعلي اسلامي حکومتونه
له اسلامي حکومت څخه سيکولرستان کرکه کوي، او هم ترې د اسلامي حکومت جاهل، لارورکي او دروغجن مدعيان او مبارزين.
سيکولرستان د اخلاقي او شخصي آزاديو د محدودولو له وېرې له اسلامي حکومت کرکه کوي. که توان يې ورسيږي، دين به په جامعه کي کاملاً له منځه يوسي. او کله يې چي وسعه ونه رسيږي، بيا نو يو څه حکومتي مظاهر د مذهب مشابه وګرځوي، مګر د حکومتدارۍ، قوانينو او سياسي او اقتصادي کردار برخه يې د يوه غير مذهبي حکومت په توګه مخته ځي. نن ورځ د نړۍ د مسلمانو ملکونو حکومتونه تش په نامه اسلامي دولتونه دي، چي اسلاميت يې د يوه فريب ورکونکي نقاب په څېر کارولى.
د اسلامي حکومت دروغجن، لارورکي، او جاهل مدعيان بيا له سوچه اسلامي حکومت ځکه وېره لري چي د دوى کاروبار، مشروعيت، ا...
نور ولوله
د يوه هېواد د اشغال لپاره د غرب ځواکونه يواځي نه جنګيږي، بلکې ډېر نور جهتونه هم په جګړه بوخت وي
نړۍ وال شرکتونه د خپلو توليداتو او صادراتو په مرسته ستا د هېواد بازار اشغالوي.
د طبيعي منابعو د استخراج نړۍ وال شرکتونه د هېوادونو منابع په وړيا بيه لوټوي او د استخراج معاوضه هم د هېوادونو مفسدو چارواکو او خاينو تجارانو ته په واک کي ورکوي.
نړۍ والې پياوړې کرنسۍ ستا د هېواد د پيسو ارزښت له منځه وړي.
ستا د هېواد وارداتي تجاران د هېواد بازار له بهرنيو توکو در ډکوي.
نړۍ والې رسنۍ ستا د هېواد د وګړو نظريات او رأيې تشکيلوي.
ژورنالستان يې د جاسوسانو په څېر معلومات راټولوي او روابط جوړوي.
انټرنټ د فکري اشغال يوه بهترينه وسيله ده. غرب...
نور ولوله
د قانون او نظام ترمنځ توپير
دا ځيني احساساتي مذهبيان مګر په جزئياتو ناپوه د قانون او نظام ترمنځ فرق نشي کولى. دوه شيان يو ځاى سره خلطوي.
په ساده الفاظو تشريح ورکوو.
د مثال په توګه، نظام لکه کمپيوټر. قانون لکه سافټ وير.
ولسواکي د کمپيوټر د نظام په څېر د يوه اجتماعي او سياسي نظام د ساختار په برخه کي د ملت د صلاحيت او ونډې نمايندګي کوي. دا چي د نظام مسئوليتونه څرنګه ووېشل شي، مشرتابه يې څرنګه منتخب شي، قدرت په کومو برخو وويشل شي، کارونه څرنګه اجراﺀ شي، څوک چاته مسئول او جوابګو وي، دا ټول کارونه نظام او ساختار پوري اړه لري. اساسي قانون پدې برخه کي صلاحيتونو، مسئوليتونو او چوکاټونو په هکله اساسي تشريحات ورکوي.
قانون د حلا...
نور ولوله
روان جنګ افغان وژنه، ورور وژنه، مسلمان وژنه او انسانيت وژنه ده
ځکه چي غريب او بې چاره مسلمان پکي وژل کيږي.
مګر په ارګ کي ناست غربپال، سيکولر، د امريکا مزدور، وطن فروش، مفسد، د فحشاﺀ ترويجونکى، د ملت سرمايې لوټمار، جعلکار، فريبکار، دروغجن، د سولې او استقلال حقيقي دښمن خوندي ژوند او حکومت کوي. نه يې نوک ويني کيږي، نه يې خوب خرابيږي، نه د يوې ثانيې لپاره وېره احساسوي. نه فقر او لوږه پيژني.
طالبه،
که ستا جنګ له ارګ سره دى، بيا ولي ولسوالۍ نيسې؟ بيا ولي ښارونه نيسې او د جنګ له لاري يې وېرانوې؟ ولي لس زره افغانۍ معاش لرونکى غريب عسکر وژنې؟
ورشه، خپل ټول قوت دي د ارګ په لوري سوق کړه. ورشه، جنګ د ارګ خولې ته يوسه، نه د کابل خولې ته. د ټوپک خوله دي ارګ ميشتو فاسدانو سينې ته ونيسه، نه د ملت سينې ته. لدې مفس...
نور ولوله
اشرف غني د امريکا په خوشه امريکايي مأموريت تر سره کوي
اشرف غني د امريکا په خوشه په ارګ کي کېنول شوى
امريکايي مأموريت ترسره کوي او هغه دى جنګ ته زمينه برابرول.
طالب د جنګ د اوږدولو دويم عامل دى. فکر کوي چي هر څه بايد د جنګ، جګړې، ورانۍ، ضديت او وژلو له لاري لاسته راوړي.
که ارګ سوله نه غواړي، بيا دي طالب را وړاندي شي او د سولې لپاره دي خپل جديت ښکاره کړي. دا خو اوس مذاکرات نشول چي بنديان مي اول راخلاص کړه، مشران مي له تور لسته وباسه، بيا دي اساسي قانون تغيير شي، بيا دي دغه او هغه ترسره شي، بيا دي مؤقت حکومت رامنځته شي، بيا دي دا او هغه. او که داسي نکيږي، نو جنګ کوو.
د ارګ هم کار جوړ دى. په جنګ کي يې د فساد او ارګمشرۍ بقاﺀ ده. طالب يې نه مني، ارګ هم د جمهوريت تشې لاپې و...
نور ولوله
افغانستان کي جنګ هميش له بهره تپل شوى
د جنګ تمويلونکى، ډيزاينر، او برنامه جوړونکى بهرنى دى.
مګر بهرنى جنګ په افغانستان کي لوبغاړو، مخالفينو، عقيدوي بنسټ، او شعارونو ته ضرورت لري.
دغه جنګ هميش قومي بڼه غوره کړې. د پښتون او غير پښتون جنګ. مګر جنګ ته هميش ځينو قومي او ځينو مذهبي رنګ او شعار ورکړى.
د غير پښتنو د قومي يووالي حس زيات دى. قوميت ته زيات ارزښت ورکوي. لکه ځکه په قومي شعار راټوليږي، خپلمنځي يووالى او د مخالفينو پر ضد جنګ يې هميش پر قومي اساساتو پيليږي.
پښتون غير متحد، له قوانينو ياغي باغي، ځيږه خوى لرونکى، او پښتونولي ته کم ارزښت ورکونکى قوم دى. که ځيني يې هر څومره قومي شعار ته زور ورکړي، مګر پښتانه د يوه قومي هدف لپاره ...
نور ولوله
