No-IMG

د قانون او نظام ترمنځ توپير

دا ځيني احساساتي مذهبيان مګر په جزئياتو ناپوه د قانون او نظام ترمنځ فرق نشي کولى. دوه شيان يو ځاى سره خلطوي.

په ساده الفاظو تشريح ورکوو.

د مثال په توګه، نظام لکه کمپيوټر. قانون لکه سافټ وير.

ولسواکي د کمپيوټر د نظام په څېر د يوه اجتماعي او سياسي نظام د ساختار په برخه کي د ملت د صلاحيت او ونډې نمايندګي کوي. دا چي د نظام مسئوليتونه څرنګه ووېشل شي، مشرتابه يې څرنګه منتخب شي، قدرت په کومو برخو وويشل شي، کارونه څرنګه اجراﺀ شي، څوک چاته مسئول او جوابګو وي، دا ټول کارونه نظام او ساختار پوري اړه لري. اساسي قانون پدې برخه کي صلاحيتونو، مسئوليتونو او چوکاټونو په هکله اساسي تشريحات ورکوي.

قانون د حلالو، حرامو، حقوقو، واجباتو، فرايضو، انتهاکاتو، مجازاتو او د معاملاتو پر څرنګوالي غږيږي.

فکر وکړه چي ستا کمپيوټر کي چا داسي پرزې اچولي چي هيڅ تېز کار نکوي، او تاته وايي چي د دغو پرزو د بدلولو اجازت نلري. دا مثال د دکتاتوري نظام شوه.

که کمپيوټر کي د پرزو بدلولو ويا د حالاتو او ضرورتونو مطابق نوي کمپيوټري سسټم د جوړولو صلاحيت لرې، نو دا ولسواکي ده.

قانون لکه سافټ وېر. ستا خوشه چي کمپيوټر کي څه قسم سافټ وېر کاروې. ښه که بد.

که تاسره ښه سافټ وېر وي، او کمپيوټر دي بې کاره، نو سافټ وېر به دي سم کار نکوي.

که کمپيوټر دي سم او سافټ وېر دي خراب وي، بيا هم سم کار نکوي.

لکه څرنګه چي سم کمپيوټر کي سم سافټ وېر کار کوي، همداسي د ولسواکۍ په نظام کي د مسلمان ملت منتخب مسلمان حکومت او اسلامي قانون په ښه توګه کوي.

البته هر څوک بايد د ظرفيتونو له مخې ووېشل شي. ملا د ډاکټر کار ونکړي. ملا د انجينر په کار چېرې پوهيږي. هر کار لپاره خپله پرزه او خپل ماهر.

ولسواکي د تاريخ تر ټولو ښه نتيجه ورکونکې د رهبرۍ او حکومتدارۍ بڼه محسوب شوې. دکتاتوريت په هغومره اندازې بدې پايلې ورکړي.

دا ځيني فکر کوي چي اسلام صرف يواځينى قانون دى، له هغه پرته بايد هيڅ قوانين وجود ونلري. مګر دغه ناپوهان پدې نه پوهيږي چي هره ټولنه خپل خپل اجتماعي قوانين او آداب لري، د ژوند او ټولنې هره برخه خپل خپل قوانين او مقررات.

يوه شفاخانه خپل قوانين او مقررات لري. د کارکونکو وخت معلوم وي. د شفاخانې د صفايي لپاره خپلې لايحې. د عملياتو د ترسره کېدو لپاره خپله پروسه لري. د شفاخانې د قوانينو او مقرراتو له مخې د هر چا صلاحيت او حقوق معلوم وي. د مريضانو د عيادت وختونه او پروسه خپل اصول لري.

سرک خپل قوانين لري. ترافيکي قوانين بايد مراعات شي  ترڅو هېوادوال خوندي تګ راتګ وکړى شي. سره، زېړه او شنه اشاره د اودريدو، تيارسي او تګ امرونه ورکوي. څوک چي ترافيکي قوانين نه عملي کوي، ترافيکي جرمانې ورکول کيږي. حتى حبس او د ډريوري جواز د باطل کېدو له خطر سره هم مخ کيږي.

ته نشې کولى چي پوهنتون ته هر وخت ورشې او ووايې چي پوهنتون کي سمدستي داخله کوې. د پوهنتون داخله خپل شروط، قوانين او پروسه لري. کولى نشې چي د پوهنتون پر دېوال ور واوړې، و يا د پوهنتون له بندېدو وروسته په کتابخانه يا صنف کي کېنې، د پوهنتون دننه د هر څه لپاره خپل خپل قوانين موجود وي.

که د هېواد دننه د ضرورتونو له مخې وضع شوي قوانين له منځه يوسو، او صرف پر دې اکتفاﺀ وکړو چي د قرآن کريم جامع قوانين کفايت کوي، او د اجتماعي ژوند د هر بخش لپاره لازم او مربوط قوانين او لوايح غوره نکړو، بيا به په هر کلي، کوڅه، لاره، سرک، شفاخانه، مکتب، پوهنتون، ميدان هوايي او وزارت خانو کي ګډوډي رامنځته وي.

قرآن کريم جامع احکام او لارښوونې وړاندي کوي. لارښوونې يې تفسير او تشريح ته اړتيا لري. لارښوونې يې د ژوند پر نورو برخو او معاملاتو د قياس لپاره کافي پوهې ته اړتيا لري ترڅو له احکامو غلط مفهوم وانخستل شي. مګر لدې سره، حلال او حرام واضح شوي. هغه څه چي تاوان يې ټولنې ته رسيږي، حرام دي. هغه څه چي ګټه يې ټولنې ته رسيږي، حلال دي.

دا ځيني ناپوهان د حلالو داېره دومره وړه او د حرامو دائره دومره لويه کړي چي صرف محدود کارونو ته د حلال او د ژوند د ډيرو مهمو برخو ته د حرام نوم ورکوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک