الله تعالى خپل انتقام په ساړه انداز کي اخلي
هفته مخکي د امريکا په جنوب مشرقي آيالتونو کي د طوفان له کبله د اوښتي تاوان کچه لسګونو ملياردو ډالرو ته رسېدلې او يو وېجاړونکى طوفان شمېرل شوى.
راتلونکو ورځو کي د يوه بل طوفان ورتګ هم متوقع دى.
الله تعالى خپل انتقام په ساړه انداز کي اخلي.
الله تعالى حتماً ظالمان ختموي، مګر که انسانان د ظالمانو د ظلم له منګولو د خلاصون يقيني او سمه هڅه وکړي.
يو کال راسي فلسطين د خونړيو بريدونو لاندي دى، مګر ټولې نړۍ پرې سکوت اختيار کړى. ډېرو محدودو سکوت مات کړى او يو څو مظاهرې، ليکنې، تبصرې، او تقبيحول يې کړي. عملاً هيچا د ظلم، تجاوز، او جنايتونو د مخنيوي لپاره صادقانه قدم ندى پورته کړى.
د فلسطين جنګ نړۍ او نړۍ والو ته د حکومتونو، نړۍ والو ارګانونو، او د نړۍ انسانانو په شمول د مسلمانانو منافقت او دوه مخيتوب ښه برملا کړ.
د نن ورځ د حکومتونو او د نړۍ د انسانانو يواځينى هدف شخصي ګټې ګرځيدلي. د نن ورځ انسان د خپلو ګټو بنده او د خپل شخصي ژوند په دائرې کي محصور، قيد، او زنداني دى.
