د جمال الدين حکمتيار لیکنی
تر ټولو شه استاد هغه دى چي معلم، مربي، علمي، حرفوي او عملي لارښوونکى وي
مذهبي استاد درته شه او بد، حلال او حرام، د ثواب او ګناه عملونه، نيک اخلاق او بد اخلاق، حقوق او حدود، د عقېدې بنسټونه او د ايمان نواقض درپه ګوټه کوي.
د مکتب استاد درته ليک او لوست در زده کوي، د دنيوي اموراتو، طبيعت، تاريخي پيښو، او ساينسي فورمولو پوهه درکوي. د پوهنتون استاد په ورته بخشونو کي مزيد معلومات او پوهه درکوي.
مګر تر ټولو شه استاد هغه دى چي معلم، مربي، علمي، حرفوي او عملي لارښوونکى وي. ډير کم پلرونه، استاذان، او د زدکړو مؤسسې د معلم، مربي، او حرفوي لارښوونکي مسئوليت يو ځاى ترسره کوي.
دا چي هم پوهه درکړي، له بلې خوا دي اخلاقي تربيت وکړي، او ورسره حرفوي لارښوونه درته وکړي، لدې طريقه مو د پوهې، اخلاقو او مسلک خاوند ګرځ...
نور ولوله
د ژوند د اهدافو، تګلارو، بديلونو او ستونزو لوى لوى غرونه حتماً د هر انسان په برخه وي
د ژوند د اهدافو، تګلارو، بديلونو او ستونزو لوى لوى غرونه حتماً د هر انسان په برخه وي، يوې څوکې ته ختل او بيا له هغه ځاى يوې مطلوبې وادي او درې ته کته کېدل، بيا په هغې وادي کي تم کېدل، و يا د بل غره څوکې ته د ختلو او ورپسې بلې وادي لپاره اسباب برابرول او د ختلو لپاره هڅه کول، کله کله د محدودې پوهې له مخې د ډېرو بديلو غرونو په منځ کي د مطلوبو او معينو غرونو څوکو ته ختل او هغه اړخ ته پرتې وادي ته د هدف په څېر ځان رسول، کلونه کلونه وخت ونيسي، مګر وخت سره دا ثابته شي، چي د يو وخت مطلوبه وادي غوره بديل نه وو، بلکې غوره بديل د څو نورو غرونو شاته پروت وو، لاره اوږده، وخت تېر شوى، سفر له سره پېلول، د بېل سفر لپاره انرژي، مورال، اسباب او تګلاره رامنځته کول، له موجودو خنډونو سره مقابلې ته راوتل، همت، مورال، توکل او مجددې انرژۍ ته ا...
نور ولوله
