No-IMG

روان جنګ افغان وژنه، ورور وژنه، مسلمان وژنه او انسانيت وژنه ده

ځکه چي غريب او بې چاره مسلمان پکي وژل کيږي.

مګر په ارګ کي ناست غربپال، سيکولر، د امريکا مزدور، وطن فروش، مفسد، د فحشاﺀ ترويجونکى، د ملت سرمايې لوټمار، جعلکار، فريبکار، دروغجن، د سولې او استقلال حقيقي دښمن خوندي ژوند او حکومت کوي. نه يې نوک ويني کيږي، نه يې خوب خرابيږي، نه د يوې ثانيې لپاره وېره احساسوي. نه فقر او لوږه پيژني.

طالبه،

که ستا جنګ له ارګ سره دى، بيا ولي ولسوالۍ نيسې؟ بيا ولي ښارونه نيسې او د جنګ له لاري يې وېرانوې؟ ولي لس زره افغانۍ معاش لرونکى غريب عسکر وژنې؟

ورشه، خپل ټول قوت دي د ارګ په لوري سوق کړه. ورشه، جنګ د ارګ خولې ته يوسه، نه د کابل خولې ته. د ټوپک خوله دي ارګ ميشتو فاسدانو سينې ته ونيسه، نه د ملت سينې ته. لدې مفسدينو، لوټمارانو، جعلکارانو، د سولې دښمنانو، د غرب تالې څټو او مزدورانو ملت هم بې زاره دى.

 

طالبه،

ته د ارګ مفسدينو سزا ولي ملت ته ورکوې؟ ستا جنګ ولي ملت سره دى؟ ستا جنګ ولي افغانستان سره دى؟ ستا جنګ ولي مسلمان سره دى؟

آيا د ارګ ادرس درنه ورک دى چي په ولسواليو کي پسې ګرځې؟ آيا د ارګ رقابت د غريب عسکر په وژلو او په لرې پرتې ولسوالۍ کي د جنګ له لارې ترسره کوې؟ د ارګ دوه کيلومتر مربع قلعه ستاسو له بريدونو خوندي مګر ټول افغانستان ته اور ورته کول غواړې؟

داسي جنګ چي مظلوم پکي وژل کيږي، او ظالم پکي خوندي وي، سراسر فساد دى.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک