No-IMG

اشرف غني د امريکا په خوشه امريکايي مأموريت تر سره کوي

اشرف غني د امريکا په خوشه په ارګ کي کېنول شوى

امريکايي مأموريت ترسره کوي او هغه دى جنګ ته زمينه برابرول.

طالب د جنګ د اوږدولو دويم عامل دى. فکر کوي چي هر څه بايد د جنګ، جګړې، ورانۍ، ضديت او وژلو له لاري لاسته راوړي.

که ارګ سوله نه غواړي، بيا دي طالب را وړاندي شي او د سولې لپاره دي خپل جديت ښکاره کړي. دا خو اوس مذاکرات نشول چي بنديان مي اول راخلاص کړه، مشران مي له تور لسته وباسه، بيا دي اساسي قانون تغيير شي، بيا دي دغه او هغه ترسره شي، بيا دي مؤقت حکومت رامنځته شي، بيا دي دا او هغه. او که داسي نکيږي، نو جنګ کوو.

د ارګ هم کار جوړ دى. په جنګ کي يې د فساد او ارګمشرۍ بقاﺀ ده. طالب يې نه مني، ارګ هم د جمهوريت تشې لاپې وهي، وايي جمهوريت ساتو، انتخابات غواړو، حال دا چي انتخابات هم دوى وشرمول، دا جمهوريت دي خداى تباه کړي چي د څو بې پدره ټاميانو، لنډغرو، سيکولرانو، وطن فروشانو او خاينانو پکي د فساد کار جوړ دى.

پکار ده چي د يوه طرف حمايت هم ونکړو.

جمهوريت غواړو، خو اشرف غني جعلکار، فريبکار، او امريکايي ښاروال نه.

سوله او اسلامي نظام غواړو، خو د طالب د جنګ، وحشت او ويرانۍ په بيه مبهم امارت نه.

اشرف غني د افغانستان د جنګي حالت او اشغال په صورت کي د امريکا په خوشه ارګمشر شوى ځکه چي ارګ ته يې په جعلي رايو، تقلبي انتخاباتو، او د امريکا په خوشه لاره پيدا کړې. يو مليون خو پرېږدئ، سل زره حقيقي رايې يې هم ندرلودې. يو مليون رايې يې د ډالرو په زور د رايو د پېر پلور، جعل او تقلب له لاري ترلاسه کړې.

د طالب جنګ هم د خداى، وطن، آزادۍ، انسانيت، عدالت، د افغانستان پرمختګ او سوکالۍ لپاره نه دى. تاسو ووايئ د جنګ قربانانيان غريب ولس دى، که د ارګ او جعلي حکومت مفسدين، جګړه ماران، او لوټماران. په جنګ کي د حکومت کوم لوټمار، مفسد، جګړه مار، جنګ غوښتونکى، او وطن فروش نه دى وژل شوى. د جنګ قرباني صرف غريب ولس ورکوي.

د طالب جګړه غوښتونکي مشران په پاکستان او قطر کي خوندي د راحت او عيش نوش ژوند لري، د کابل حکومت جګړماران په ارګ، پارلمان، وزارتونو او سفارتونو کي د امتيازاتو خوندور ژوندونه لري.

د جنګ زور، وحشت، تباهي، فقر او بدبختي صرف د بې چاره ملت په برخه شوې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک