No-IMG

د انساني تأريخ په يوه ډېر مهم زماني مقطع کي

د قرآن کريم په سلګونو ژبو له ژباړنو او تفسيرونو سره

د کائناتو هره برخه د الله تعالى په ربوبيت، وحدانيت او حقانيت شهادت ورکولو سره

انساني علم، تمدن او صنعت د خپل اوج په مرحلې کي

نړۍ وال د سترو فرعونيانو، دجالانو، او استعمارګرانو په ولکې کي

نړۍ د سرمايې په اوج کي په فقر، لوږې، نېستۍ، او سودونو کي غرقه

ظلم، بې عدالتي، استحصال، استعمار، استحمار، ګمراهي، افساد، قتل او قتال، غارت او غصب په خپل اوج کي

د مبارزې، دفاع، لاسنيوي، ملاتړ، د نجات او هدايت رسالت پر مخ وړلو لپاره بهترين زمان او فرصت سره

ډېر په خپلو ځانونو، اولادونو، دروغجنې دنياګۍ او کورګيو مصروف دي، له دروغجنې دنيا سره ځانونه عياروي، د ځايګاه او مشارکت په لټه کي دي، په وړې دائرې کي زنداني دي، ستر رسالت ترې هېر شوى، د نړۍ خلفاﺀ نه بلکې د نړۍ غلامان ګرځېدلي، ځانونو، انسانانو او خداى ته دوکه ورکوي، مګر د الله تعالى مؤاخذه حتمي ده.

د نړۍ د اوضاعو په هکله سړه خاموشي به بالآخره سړې سړې سپېړې د همدغو انسانانو په برخه کوي. الله تعالى مهلت ورکوي، ترڅو د هدايت وړ لاره ومومي او د عذاب وړ د ښه سخت دنيوي او أخروي عذاب، ذلت، او بدبختۍ مستحق وګرځيږي.

څوک شته چي د موسى لاره ونيسي، د فرعونيانو مقابلې ته چمتو شي، مظلومو ته نجات ورکول خپل مقدس رسالت وګڼي؟

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک