متأسفانه، مسلمانانو د خپلې بې کفايتۍ له مخي په خپلو کي سره وخوړل
د تشو خبرو له لامله،
د ناچيزو پر سر د ترکيز له مخي،
د تشو خيالاتو په دنياګۍ کي،
په لارورکۍ کي،
ناپوهۍ کي،
ناسم درک له مخي،
غلطې برنامې سره،
د ارزښتناکو وسايلو هدر له لاري،
ناپامۍ کي، د غفلت له مخي،
د ناسمې رهبرۍ، تګلارې، او مديريت له مخي،
د أمت ډېر ارزښتناک موجود وسايل او بشري منابع ضايع شول.
که سم کارول شوي وى، په والله چي يوه ژوند د زرګونو ژوند ژغورى، د يوه شهادت زرګونو ته نجات او آزادي ورکوله، يوه مسلمان د زرو ظالمو متجاوزينو لاسونه له تجاوز منع کول.
مګر، متأسفانه، مسلمانانو په خپلو کي سره وخوړل، د خپلې بې کفايتۍ له مخي، هغه ارزښتناک قوت، انرژي او جذبات بې ځايه وکارول شول، و يا هدر ولاړل، مګر بيا هم مسلمان د مظلوميت او أسارت له بې عزته ژوند نجات ونه مومى.
د دې پر ځاى چي شته وسايل په کار واچوي، هغه يې په هدر ورسول، لويه انرژي يې متحرکه نکړه، وخت تېر شو، فرصتونه لاړل، وسايل ورک شول، مګر بيا هم مسلمانانو د رښتينې آزادۍ او خودمختارۍسمه لاره درک نکړه.
