لوګر ته مه ځه، راشه په کابل کې د وکیلې زوی کنټرول کړه
لوګر ته مه ځه، راشه په کابل کې د وکیلې زوی کنټرول کړه، د اکسېجن د ورکو شویو ماشینونو پوښتنه وکړه. یوه وچه ډوډۍ دې په ملت ۱۹۰ افغانۍ حساب کړه او د IMF نه د پور اخېستنې دلیل او پر ځای لګولو وضاحت راکړه. پوهېږو د هلمند او د بلخ د خونړیو پېښو غم درسره نشته، د ننګرهار د څلورو ورونو په حق کې د جنایت په شان به دا هم زمونږ حافظې هضم کړي؛ خو، د احمدشاه بابا د سپکاوي ټپ ډېر تازه دی، یو څه خو یې په اړه ووایه. د ملت د ټولې شتمنۍ کیلي دې یوه بې هویته ته ورکړه، څپلۍ دې په پښو کړې، د PRS شدیدو امنیتي تداببرو کې د لوګر د ښار په یوه کوڅه کې تېر شوې. اوس به دې هر څه هېر شي او ټول به دې نننیو چیغو ته نارې کړي: زر کلن شې بابا... او ماته یا بل هر منتقد ته به دې ووایي: "تاته چوکۍ نه رسېږي. تاته لکه چې بیا څه ونه رسېدل. د پنجاب ګتې پالې او...".
او هغه وجیزه ده چې نه پسونو ته د لېوانو اشتها پای مومي او نه هم د پسونو حماقت، نو دا کیسه پای نه لري. پوپولیزم او عوامفریبي خدای تاته درکړه، ساده ګي او ناپوهي یې مونږ ته، بس د هر سړي خپل قسمت...
