No-IMG

د افغانستان په خاوره کې مذاکره

په خپله خاوره کې مذاکرات د ټولو هیله ده؛ مګر حالات زمونږ دې آرزو سره پُخلا نه دي. ځکه، کېدای شي مذاکره د دولت یا طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې وشي؛ مګر که په دې جریان کې د مذاکرې په بهیر برید وشو، یو لوری به یې پر بل لوري اړوي.

امن د مذاکرې محل لپاره شرط دی او نړیوال نظارت هم. که دا تریخ واقعیت ومنو چې افغانانو د ډېرې زمانې راهیسې د خپلو لانجو د حل اهلیت بایللی، وضعیت سره به مو واقعي چلند کړی وي. همداسې په کور دننه مذاکرات د حکومت د ناسیونالېستي غیرت او احساس ښکارندوی نه دی، بلکې دوی تمه لري چې دلته به روان بهیر آسانه سبوتاژ کړي. د بُن د کنفرانس د دایرېدو پر مهال استاد رباني کټ مټ همداسې موقف درلود، هغه په کابل کې د یاد کنفرانس دایرېدل غوښتل. د امریکې د وخت ولسمشر (جورج ډبلیو بوش) رباني ته درې ځله ټېلیفون وکړ، خو هغه ونه منل. تر دې چې خپل نږدې 'درې' یارانو یې تهدید کړ.

نو مونږ ته مڼه [سوله] په کار ده، که هغه له ولې وي یا د مڼې د ونې... قطر، ناروې، ترکیه، اندونیزیا او یا بل هر هېواد چې وي، دوی دې سره جوړ شي او زمونږ وینه دې نه توئېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک