No-IMG

یوه ساده پوښتنه، یو آسانه فورمول

د سولې مخالفین دې دا یوه پوښتنه حل کړي، مونږ یې تر شا ټینګ درېږو او هغه دا ده: آیا مونږ دا جګړه ګتلی شو؟ که یې ځواب مثبت و، زه د دې سولې پلوی نه یم. مګر که ځواب احساساتي الفاظ او یا غیر واقعي ادعا وي، مخالفت بې مانا دی. مونږ له بده مرغه د نظامونو د سقوط ډېر لنډ او بد تاریخ لرو. یو غل راپاڅېدۀ، د عبدالرحمن خان غوندې واکمن سلسله (د نمسي واکمني) یې ورختمه کړه. نادر خان د پاریس سفارت پرېښود، راغی حبیب الله کلکانی یې ړنګ کړ. داوود خان په څو ساعتونو کې د ظاهر شاه څلوېښت کلنه پاچاهي ورختمه کړه. څو تنه بې نومه بې نښانه کمونېستان راولاړ شول، داوود خان یې له کورنۍ سره پوپنا کړ. مجاهدینو نجیب، مجاهدین طالبانو او طالبان امریکایانو راوپرځول. یو ځای کې هم دا ملت د واکمن تر څنګ نه دی ولاړ (مهم عامل یې هم واکمن دی چې هېڅکله یې د خپل ولس نبض نه دی پیدا کړی). اوس کوم دلیل تراشل کېدای شي چې په ټامیانو به د تاریخ دا خطرناکه بهیر او مسیر بدلېږي؟ په دې فېسبوکي لښکر یې ساتئ چې د پیسو په بدل کې یوازې ښکنځلې کوي؟

هغوی چې د سر او د بدن د غړو په قیمت سنګرونو کې پراته دي او وطن ساتي، ارزښت یې څه دی؟ چې معلول شول، سوالګر شي او چې ووژل شول، کونډو نه یې د اکرامیې اخېستو پر مهال د نامشروع اړیکې غوښتنه کېږي. یو بل سوال، د طالبانو دویم ځل راولاړېدو له تاریخه یې پیل کړئ، تر دې شېبې یې څارنه وکړئ چې هغوی د هر کال، هرې میاشتې او ونۍ په تېرېدلو کمزوری شوي، جغرافیه یې د لاسه ورکړې او که برعکس لا زیات ځواکمن او واکمن شوي دي؟

زمونږ فقط لافې، دروغ، د افغاني ناسیونالیزم اکټ او پوپولیزم زده دی او بس...

دا جګړه مونږ ګتلی شو، خو هغه یو ساده فورمول لري، مګر وجداني قوت ته یې ضرورت دی او هغه دا دی: ډاکټر غني دې خپل زوی له نیویارکه راولي، نظامي جامې دې ورپه تن کړي، ارزګان ته دې یې واستوي (خیر که د جګړې لومړۍ لیکه کې نه وي). نپوهېږم ډاکټر صیب عبدالله مشر زوی لري که نه، خو ورونه، ورېرونه او خوریان ضرور لري؛ هغوی دې نظامی یونیفورم په تن کړي، جګړې ته دې لاړ شي. امرالله صالح دې د دومره دروغو او وطن دوستۍ لافو پر ځای خپلو زامنو نه یو اچین یا چپې درې ته واستوي. اسدالله خالد، رحمت الله نبیل او دوی ته ورته د وطنپرستۍ دو آتشه مدعیان دې کورونه امریکې او نورو هېوادونو نه راولي خپلو زامنو ته دې د وطن د ساتنې لباس ورواغوندي. په ټوله کې دې د ملکي او نظامي لوړ بست د احراز حتمي شرط دا وي چې کورنۍ به یې عملاً د وطن دفاع کې ونډه اخلي. د هر وزیر زوی، د هر والي ورونه، د هر معیین د کورنۍ غړی، د هر جنرال د زړه ټوټه باید د جګړې لومړیو لیکو کې وي. په داسې حالت کې بیا ولس هم په نظام ننګ کوي. داسې نه کېږي چې د جګړې بوج دې د وطن په تر ټولو وږي ولس وي، د وطندوستۍ پور دې هغوی پرې کوي چې د خوړلو لپاره په دسترخوان یو ډول خواړۀ نلري او د وطنپرستۍ لافې دې هغوی وهي چې دلته یا بهر په ماڼیو کې په عیش او عشرت کې ژوند کوي، زامن او نور قریبان یې په معتبرو پوهنتونونو کې زده کړې کوي یا نایټ کلپونو کې ښکلو نجونو سره ناڅي.

که دا نه شي کولای، د وطندوستۍ لافې، دروغ او منافقت دې پرېږدي؛ د سولې مخالفت دې نه کوي.

که زما خبرې درته منطقي ښکاري، نورو سره یې هم شریکې کړي چې نور څوک د دې عوامفریبو دروغجنو په خولو باور ونه کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک