په دې نه ارزي
د ولسمشر په توګه، د ولسمشر غني موقف د درک وړ دی. هغه جمهور رئیس دی، بل هر یوه کس سره یې موقف او حالت فرق کوي. د سولې په اړه ولسمشر ستر ملي او تاریخي مسؤلیت لري چې هم باید احتیاط وکړي، ځان ډاډه کړي او هم وطن له دې وضعیته وژغوري، نور نو اور د وطن هډوکو ته رسېدلی، باید چې مړ شي. د جمهور رئیس دنده سخته ده. هغه باید د همدې تناقض په منځکې مزل وکړي؛ هم احتیاط وکړي او هم د ډېر احتیاط له امله دا فُرصت د لاسه ورنه کړي. په دې متناقض حالت کې ښه دا وه د ولسمشر تَله د سولې په لور درنده وای؛ ځان یې مطمئن کړی وای چې سوله واقعي ده، د دوام وړ ده، د ټولو ګوزاره د یو بل تر څنګ شونې ده او د وطن بقا په کې تضمین شوې، بیا لنډ ټول په همدې تله کې لوېدلی وای. مګر ولسمشر غني د احتیاط په نامه د جګړې د اعلان او تشدید ادبیات خپل کړل. مُتعصبو، سوله ضدو او غیر ملي عناصرو ته یې غېږه خلاصه کړه؛ بمبارۍ یې شدیدې کړې، داعیه یې د ارزښتونو پر ځای په شخصي مسایلو کې محدوده کړه؛ مرستیالانو یې قضیه مطلقه قومي کړه او دا دی پرون د مرحوم مارشال فهیم د تلین په غونډه کې معلومه شوه چې نور څوک ورپاتې نه دي، د پخوانیو جنګسالارانو لطف او کرم ته پاتې دی. حفیظ منصور ورته ویلي: پنجشېر کې درته کور نیسم، بیا له هغه ځایه لکه پخوا مقاومت کوو. دا هغه نقش نه دی چې باید ولسمشر غني لرلای وای. د بلنکېن لیک ته باید کیسه رسېدلې نه وای؛ دا باید غني وای چې نړۍ ته یې د سولې د راوستو په برخه کې «د خیر» مسیر او جهت ورکړی وای.
کومه لاره چې ولسمشر غوره کړې، چاته چې ځان دومره محتاج احساسوي، د ذلت تر ټولو بد حالت دی. یو څوک دې ورته ووایي: لا دې «د سولې» د اتلولۍ چانس د لاسه ورکړی نه دی؛ احتیاط دې حق دی، مګر ورانی دې خیانت دی. هره ورځ دې چې د واکمنۍ قیمت د ۳۰۰ زلمیو د قامتونو ړنګېدل وي او هغه واکمنۍ کې دې صالح د ملي دسترخوان او دانش د بواسیرو په نامه غلا کوي، په دې نه ارزي.
