No-IMG

د هغه حکومت چې لاسونه یې د خپلو خلکو په وینو سره شي، په خلکو حکومت نه شي کولای

نه پوهېږم دا حکومتونه، دا ستر قاتلان ولې د تاریخ بېسواده او ړانده وي. همدا درې لسیزې مخکې دلته روسانو خپل تر ټولو درانده بمونه په دې وګړو وغورځول، افغان کمونېستانو هم په زندانونو کې د خلکو نوکان او سترګې اېستلې، په ژوندیو بنیادمانو یې په بېلډوزرونو خاورې اړولې، د دې خلکو په ارادو سپاره نه شول. کارمل چې به ویل: مونږ د شلو میلیونو وګړو پر ځای یو میلیون سم خلک غواړو، دا دی دا ملت تر دېرشو میلیونو واوښت، خو د هغه حتی قبر نشته، هډوکي یې د آمو سیند یوړل.

دا د نیمروز د بمبارۍ تصویر دی، ټوله کورنۍ یې تباه کړې ده. دوی بیا د دې ملت استازیتوب کوي. یعنې خپل مؤکل څوک وژني؟

دا وطن او دا وګړي به پاتې وي؛ په یاد ولرئ چې د ځینو به قبرونه نه وي او که وي نو په دې خاوره به نه وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک