که قاتل معلوم نه و، د ښار واکمن قاتل دی
که مونږ ټولې قرینې او په ځینو مواردو کې واضح ادعاوې له پامه وغورځوو او په حکومت شک ونه کړو چې په دې هدفي وژنو کې لاس لري، دا حکم قطعي کېږي چې حکومت بې کفایته او په ټوله مانا د نشت په حکم کې دی. نو پوښتنه دا ده چې آیا داسې غیرمسؤل او بې کفایته حکومت ته مالیه ورکول، خدمت کول او د سر په بیعه حفاظت ترې منطقي دی؟
البته هغه خبره په ټوله مانا پر ځای ده چې که قاتل معلوم نه و، د ښار واکمن قاتل دی. دا ترهګریز بریدونه او وژنې مشکوکې او نهایت مرموزې دي. هغوی چې حکومت نقدوي، د واټ پر سر وژل کېږي، قاتل یې په ډاډه زړه ځي.
هغه حکومت چې دویم کس یې په واضح ډول د جزاء قانون مادې د خلکو د ډارولو لپاره خپروي چې غږونه ستونو کې ونښلي، د حکومت وحشتناکه څېره هم خپلو منتقدینو ته ورښودلای شي چې غږونه یې د تل لپاره بند شي.
