هغه اته تخنيکونه چې پر خپل ځان مو باور ډېروي!!!
په نفس او ځان باندې باور په روزمره زندګي او کار کې د يوه حرفه يي شخص ځانګړنه وي، او هغه کسان چې په خپلو کړنو او توانايي باندې ډېر اعتماد لري په ټولنه ،کاري چاپېريال او شخصي ژوند کې اسوده او سوکاله له مشکلاتو راوځي.
که چېرته فکر کوئ چې په خپل ځان باندې دومره باور نه لرئ له دغو اتو تخنيکونو څخه یې پيل کړئ او د بدن د ژبې (Body Language ) په مرسته په خپل نفس باندې باور ډېر کړئ، د خلکو توجه ځان ته جلب او له مشکلاتو څخه بې تکليفه ووځئ
۱ – د حرکت او خبرو پرمهال سرښکته مه نيسئ ، هغه کسان چې په خپل ځان ډېر باور لري سر لوړ نيسي ، هېڅ وخت ټيټ خپلو پښو او مېز ته مه ګورئ ، او ددې د تمرين لپاره داسې فرض کړئ چې يو چا مو هروخت سر شاته ورکش کړی وي او تاسې سر پورته وي.
۲- استوار اوسئ
ستاسې د بدن فيګور او رغاونه مخاطب ته ستاسې په اړه معلومات ورکوئ، نو کله چې ولاړ او يا هم روان یئ نو ښه محکم او قوي اوسئ، چې ستاسو په نفس باندې اعتماد او ستاسې قدرت وښيي، نو که کړوپ ، او اوږې مو ښکته او مړاوی معلوم شئ ستاسې مخاطب ته به ستاسې په اړه ښه پېغام ورنه کړي ، اوږئ مو شاته او سينې عضلې مو راوتلې ونيسئ.
۳- پښې مو ازادې کېږدئ :
که څه هم تاسې به فکر کوئ چې خلک به مو پښو ته نه ګوري خو د پښو سم اېښودل مو قدرت ښيي ، پښې مو داسې تنګې مه ږدئ چې ( تيارسئ) ولاړ يئ او لکه د نظاميانو نږدې مو سره ايښې وي، داسې سره چسپېدلې پښې معمولاُ خجالتي کسان ږدي.
۴ – د خبرو کولو پر مهال داسې فيګور ونيسئ، چې د لاس ورغوي مو ښکاره او پورته وي، ځکه دا حالت ستاسې رښتنولي ښيي، او ستاسې ګفتار او رفتار مخاطب ته رسوي.
۵- خپل لاسونه مه پټوئ
خپل لاسونه هېڅ وخت مه پټوئ، د پتلانه په جېب کې لاسونه پټول ډېر بد کار دی، او په نفس باندې باور مو ټيټ ښيي، سټرېس او اندېښنه مو مقابل جانب ته رسوي، نو لاسونه مو هر وخت د مخاطب د ليدلو په خاطر ښکار ونيسئ، لاس په سينه درېدل هم لکه د يوشي د پټولو هڅه چې کوئ مشابه ښکاري او غير مودبانه معلومېږي.
۶- د سترګو له لارې اړيکې ډېر اهميت لري.
د سترګو له لارې اړيکې يو مهم تخنيک دی، چې د بدن په ژبه (باډي لنګويج) کې اهميت لري، رښتنولي او خپل باور مو مقابل جانب ته انتقالوي، که دا کار درته سخت وي، کولای شئ د خبرو کولو پر مهال دوه ثانيې د مخاطب پوزې، دوه ثانيې يې سترګو او دوه ثانيې يې شونډو او دوه ثانيې يې ټول ځان ته ځير شئ، دا کتل راکتل تاسې که څه هم ستړی کوي خو مخاطب ته مو ښه پېغام لېږي.
۷- له حده اضافه لغتونه او د خبرو لحن مو شېبه په شېبه مه تغيروئ
يوه په نفس د باور وړ خبره داده چې له مخاطب سره د خبرو کولو پر مهال لغت پراني مه کوئ، چې کله د يوې ژبې لغت بيا د بلې ژبې لغت په خپلو خبرو کې واچوئ او يا هم کله مو غږ لکه د خبر د وياندانو داسې شي او بيا بيرته عادي حالت ته راګرځئ او يا هم کله غږ زېر او کله بم کړئ. جملې لنډې واضح او صريح ووايئ. خبرې ډېرې مه ژویئ!.
۸- خپل ځان داسې وښيئ چې ډېر لېوال یئٔ
دا چې نور ستاسې په اړه څه وايي مهمه نه ده، خپل مخاطب ته فکر وکړئ، کله چې د خبرو پر مهال په مکالمه کې يئ ددې پرځای چې خپل ځان ته توجه وکړئ خپل مخاطب ته او هغو پېغامونو ته چې د خبرو پر مهال ردوبدل کېږي تمرکز وکړئ، خپلې خبرې مو داسې وښيئ چې تاسې ډېر لېوال یئ چې د خپل مخاطب سره خبرې وکړئ او په راتلونکي پلان ورسره کار وکړئ.
