د ځمکې پرسر تر ټولو تېزې منډې وهونکی سړی!
يوسين بولټ Usain Bolt چې د جاميکا هېواد اوسېدونکی دی ، دبرازيل په اولمپيک لوبو کې يې ريکارډونه جوړ کړل، نوموړي د سرو زرو مډالونو د اخيستلو هېټېرک وکړ، او په ۱۰۰ متره، ۲۰۰ متره او ۴۰۰ متره منډه کې په ۲۰۰۸ اولمپيک (چين) ، ۲۰۱۲اولمپيک (برتانيا) او ۲۰۱۶ کلونو اولمپيک لوبو کې تر بل هرچا تېز منډې وهونکی لوبغاړی دی.
نوموړي ۱۰۰ متره واټن په ۹،۸۱ ثانيو کې وهلی
۲۰۰ متره واټن یې په ۱۹ اشاريه ۷۸ ثانيو کې طی کړی.
او 4x100mواټن يې ۳۷ اشاريه ۲۷ ثانيو کې وهلی.
لاندې عکس چې ترې د کېمرون سپينسر په نامه عکاس د Getty Image لپاره اخيستی واقعاً ډېر جالب عکس دی چې په دومره چټکه منډه کې موسکی شوی او دا ښيي چې پرځان باور لري چې تر ټولو مخکې دی او شاته خپلو ملګرو ته ورګوي. دا عکس په نړۍ کې ډېر مشهور شو.
