No-IMG

د ايسلېنډ هېواد په اړه ډېرې جالبې، ویې لولئ!

ايسلېنډ هغه هېواد چې ان ځينې وخت په يوه کال کې هم يو کس نه پکې وژل کېږي او هغه هېواد چې په ټولو زندانونو کې يې ټولټال ۱۳۱ کسان بنديان دي.

ايسلېنډ د اروپا د لويې وچې شمالي ترين هېواد او په اطلس سمندر کې پروت دی ،په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې تر ټولو کمې وژنې (قتلونه) پکې کېږي په دې هېواد کې په متوسط ډول په يوه کال کې يوه کس وژل کېږي، کله کله خو داسې هم وي چې په يوه کال کې په ټول هېواد کې يو کس هم نه وي وژل شوی زياتره وخت دا وژنې د کورنيو مشکلاتو او جنجالونو له امله وي. له ۱۹۴۴ زېږدي کال څخه چې دې هېواد ازادي اخيستې تراوسه يوازې يو کس د پوليسولخوا وژل شوی دی. هغه هم په ۲۰۱۳ کې يو کس چې عصبي توازن یې له لاسه ورکړی و، يوې ودانۍ کې يې مورچه نيولې وه او په خلکو یې ډزې کولې نو پوليسو وواژه. دا هېواد هرکال د ترتولو امن هېوادونو په سر کې هم راځي. په دې هېواد کې شپږ زندانونه دي چې ټولټال یې ۱۳۱ کسان پکې بنديان دي او ځينې زندانونه خو یې د مجرمينو د نه شتون له امله وتړل شول زياتره دا بنديان بيا بانکداران دي چې په مالي لحاظ ډوپه شوي وي او همداسې لومړنی هېواد دی چې پوځ نه لري، او هم يوازينی هېواد دی چې مياشي پکې نشته او جالبه دا چې هغه هېواد دی چې تقريباً په هرو لسو کسانو کې یې يوه کس کتاب هم چاپ کړی دی(ليکوال یې ډېر کتابونه ليکي او چاپوي) که څه هم هوا یې بېخي ډېره يخه نه ده لکه چې فکر کېږي خو د تودو اوبو بهترينې چينې لري.

د تاسې په کنټري کې څه حال دی؟!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک