No-IMG

د انسان د مغزو ښۍ او چپه خوا کومې دندې پر غاړه لري؟

د انسان د مغزو چپه نيمه کره د ژبې ، ويلو او لوستلو کار پر غاړه لري، هغه څه چې اورو یې، او زياتره هغه چارې چې د خبرو کولو لپاره لازم دي، د مغزو د چپې نيمې کرې پر غاړه دي، د انسان د مغزو چپه نيمه کره همدارنګه د منطق او دقيقو رياضي محاسبو لارې چارې هم پرمخ وړي، کله چې تاسې يوه پېښه په ياد راوړئ، نو په دې کې ستاسې د مغزو چپه برخه لاس لري چې ستاسې له حافظې یې را وباسي.

ښۍ نيمه کره بيا د درک ،د څېرې د پېژندلو او په هنر او موسيقي باندې د پوهېدلو او متاثر کېدلو کار پر غاړه لري، دا نيمه کره هم د رياضي په برخه کې کار کوي خو يوازې تخمينونه او کُلي مقايسې کوي، ښۍ نيمه کره له موږ سره د يو چا د عکس په درک کولو، او هغه څه چې وينو يې د هغو په تشخيصولو کې مرسته کوي، ښۍ نيمه کره همدارنګه په ژبه کې په ځانګړي ډول د خبرو(کنايو او غوږواندو پر پوهېدو) لوی نقش لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک