يوه دقيقه مطالعه!
*که په دالان او پخلنځي کې د ماخوستن او سبا لپاره خواړه لرئ، جامې هم په تن لرئ. کور ،سرپناه او د ويده کېدو لپاره ځای هم لرئ نو تاسې د دنيا له نيمايي خلکو څخه شتمن يئ!
*که همدا اوس په بټوه کې روپۍ لرئ او د سودا و چکر لپاره مو په صندوق کې هم څو بچت روپکۍ درسره غوټه کړې وي، نو تاسې د دنيا له ۷۵ فيصده خلکو شتمن يئ!
*که ژوندي يئ، او په روغتون کې م بستر نه يئ نو تاسې د هغو ميليونونو کسانو په پرتله چې په دې اوونۍ کې د عزرايل په ليست کې ليکل شوي د خدای له خاصې مهرباني څخه برخمن يئ !
*که تاسې دا پېغام په اساني وينئ ،لوستلي يې شئ او پرې پوهېږئ هم ،نو تاسې له دری ميليارده هغو کسانو څخه چې نشي کولی ولولي، وويني او د ذهني شاته پاتې والي له امله پرې پوه شي نېکمرغه او خوشبخته يئ!
* ژوند ټول شکايت ، ګيلې او غمونه هم نه دي، زندګي يانې د مهربانه خدای په دربار کې د شکر اېستنې او مننې په زرهاوو دليلونه!!
څه پکې وايئ؟
