No-IMG

استاد محمد عاطف؛ د وسطيت او تمدني ټکر لويه حادثه!

مونږ چې پرون د استاد پر قبر خاورې واړولې او چې د وروستي ځل لپاره مو قبر د خوېندو دعا ته پرېښوده؛ هغه وروستۍ مخه ښه تر ټولو ترخه او درنه وه، مونږ چې سلگۍ وهلې نو ايله مو زړونو ته دا ننوته چې مرشد ريښتيا هم شهيد شوی او دا چې مونږ ستنېدو او خاورو رانه قايد ايسارولو دا يوه لويه حادثه وه چې زمونږ زړونه يې ماتول، په دې ماتو زړونو کې يو قهر او بغض و چې د زړونو دا مات درزونه يې د متينو ارادو، تحريکي جذبو او قامت قامت ودرېدو پر سره لاوا بېرته رغول...

هو زمونږ په سترگو کې د يو قايد په وېر کې اوښکې وې خو د قايد په هغه حرکي قدوه کې چې د هغه منفرده خاصه وه؛ دې اوښکو د اوښکو نه، د عزم لارې جوړولې، مونږ د هغه له قبر نه په نهيلۍ نه بلکې په يو عزم، زړه ورتيا او متينو هوډونو راستانه شو، زمونږ اوښکې زمونږ نهيلۍ نه وې هغه زمونږ د کسالتونو مينځونکې زم زم وې او هغه زمونږ د پاکو ارادو خوټېدونکې چينې وې چې زمونږ له مرام نه يې د گردونو پردې مينځلې...

 

 د عاطفي شېبو استاد!

 

انسان چې هر څومره پياوړی وي خو هغه د انساني حدونو په دايره کې وي او په نهايت کې همغسې يو عاطفي او طبيعي انسان وي لکه يو شاعر انسان، يو پياوړی انسان که هر څومره په زړه کلک برېښي خو هغه په همغه سخته سينه کې داسې زړه لري چې مينه په کې ټوپونه وهي او هغه داسې تنده هم لري چې د نورو په مينه خړوبېږي.

کله چې استاد دکتور صفت الله قانت وفات شو، او ما چې بيا د پياوړي استاد محمد عاطف دا عاطفي زړه کتلو، او د مرحوم استاد قانت په هره يادونه کې به مې دا غريو نيولی شهيد استاد او د هغه مرۍ مرۍ شونډې کتلې نو ما به چې د استاد دا له مينې ډک زړه او دا بې ريا عاطفه په خپل نازک مزاج کې تصويروله؛ د رنگونو په دا دومره رنگينيو کې به زه ورسره سم ډوبېدم او زه به په ړنگ زړه ورسره خپله ژړېدم.

زما خو هغه شېبې يادېږي او چې دا اوس يې ليکم يې نو سترگې مې څڅېږي چې استاد د جمعيت اصلاح رئيس و، مرکزي شورا دايره شوې وه، دغه مخلص او په جمعيت اصلاح کې له خپله حده ډېر بوخت استاد چې بيا هم له دومره ډېرو لاسته راوړنو سره جدي محاسبه شو نو هغه وروسته په يوه گوښه کې ناست و او ژړل يې، اوس چې د استاد د هغه مهال اوښکې رايادوم نو د دغه مينه ناک او عاطفي استاد پر هغه رنجش مې له بسته تنقيد نه خوا بدېږي، زما فقير استاد سلگۍ وهلې او استادانو بيا دلاسه کولو.

 استاد عاطف؛ رهبرۍ د فن رنگونه!

په استاد کې د کارېسماگانو رنگارنگي راټوله شوې وه، هغه که مشر و نو قايد و او که غړی و نو جندي و، هغه د قيادت او جنديت په يوه امتزاج کې دغسې صعود ته رسېدلی و، دغسې طبيعي پورته تگ انسان ته پوختگي ورکوي او استاد په دغه پوختگۍ کې د طبيعي استعداد او کسبي تجربو نه راوتلی قايد و.

استاد د وينا يو منفرد انداز درلود، د هغه په وينا کې د معنی جوهر ځلېده دا جوهر د هغه مطالعې او پرله پسې مطالعې له روح نه راوتلو چې استاد په کې همدغسې د مطالعې پابند و.

 د مرحوم استاد په وينا کې د لاسونو حرکات، د مخ کيفيت او د اواز ټون په يوه نظم کې پيېلي وو، د هغه خوږې خبرې او د هغه مسکا دواړه د هغه د وينا جماليات وو، بس استاد په خپل انداز خبرې کولې او دې انداز يې پر مخاطب ساحرانه اغېز ښندلو، که د استاد له کوم مينه وال وپوښتئ نو هغه به ځان درته د استاد د راښکونکې وينا مجذوب معرفي کړي.

استاد يو ژوندی ښه راغلاست وايه، د هغه په ښه راغلاست کې د مينې شور او تاوده حس کېدل، په ستړو مه شو کې يې بې ريا اخلاص څرکونه وهل.

استاد يو زړه ور مشر و، هغه د حالاتو په پيچ و خم کې نه ستومانه کېده، او هغه د مشکلاتو په بيديا کې لار نه ورکوله، استاد د هيلو او ارمانونو انسان و، هغه نهيلي نه پېژندله او او خپل کار او مرام ورته ارزښتي منظر لرلو، شهيد استاد د يوې شعورې جذبې سړی و، يعنې هغه تشه جذبه نه غوښتله بلکه هغه د يوه شعور او سوچ پر بنسټ جذبو او احساس ته وده ورکوله.

په رهبرۍ کې چې څه ډېر مهم دي هغه د مورال قضيه ده، استاد په سختو حالاتو کې د قابو او مورال انسان و، هغه خپلو ملگرو ته هيڅکله د ماتې جمله نه پرېښوده، استاد په صف کې د يوه داسې جمعي ذهنيت د غټولو او سنبالولو هنر لرلو چې ذهني ماته يې نه پېژندله او پر خپلې فکري اډانې يې د عزت او وقار حس راپارېده، استاد د بيدارې څپې رهبر و او هغه په مړڅپندو مرحلو کې د ژوند پوکي داسې وهل چې حتی په دې لار کې د خپل ژوند داو ورته اسانه سودا وه؛ هغه چې نوموړي په کې د صف ژوند ته خپل ژوند قطره قطره وڅڅاوه، د هغه پای هم د ژوند پيغام و.

په يوې ريښتينې او روايتي مشورتي اډانه کې د قاطعيت او تصميم محدوديتونه کله کله انسان ټکنی کوي، استاد که په همدغسې يوې مشورتي زېلۍ کې نښتی و او پر قاطعيت او تصميم يې د شورا حدونه راخواره وو خو هغه په کې په خپل هنر د تصميم اداري جرگه گۍ لرله او هغه په ډېرو پېښو کې ځانله لار پرانېستله، سره له دې چې دغسې يوه اداري تغير ته تنقيدي نظرونه هم وو خو استاد په کې د رهبرۍ د شان پروا ساتله.

استاد پر ځوانانو ژور نظر درلود او هغه د ځوانانو يو بېلگه رهبر و، پرون چې د هغه پر تابوت د ځوانانو وير او ماتم و نو هغوی په کې د يوې حساسې مرحلې انگېزه ورکوونکی رهبر بايللی و، دې ځوانانو چې په همدې لوېدلې مرحلې کې د پاڅېدو مورال اخېستی و نو په دې منځ کې شهيد استاد مورال په کاسو ويشه او هغه په کې د سخاوت څښتن و.

استاد د جمعيت اصلاح د تشکيلاتي زېلۍ پر ځوانولو هم داسې بوخت و چې وخت نا وخت به زما هم پرې تنقيد و، او دا تنقيد ما د مرحوم استاد قانت صاحب په اړه خپلې اوږدې مقالې (استاد قانت؛ د نظرياتي ژوند سپړنه!) کې هم په کُلي خو سياڼه انداز کې کړی و، او کېدای شي هغوی چې د دغسې کياني تحولاتو پر ظرافتونو خبر وو؛ زما پر هغه تحليل رسيدلي وو. له دې ټول تنقيد سره دا هر څه ځوانانو ته د استاد د اميد دريڅه او د ارادت راز و، هغه په کې غوښتل چې جمعيت اصلاح په دا لويه تمدني داعيه کې مانده مزل ونه کړي هغه په يوه ځوانه بدرگه کې د يو چُست حرکت ارماني استاد و.

له دې ټولو مواصفاتو ور پورته استاد يو رباني انسان و، هغه له خپل رب سره راز و نياز کولو، د تلاوت، ذکر، نوافلو، نفلي روژو او قيام الليل انسان و، استاد پر دې پوهېدلو چې د قيامت په ورځ به هر انسان رب ته د فرد په توگه وړاندې کېږي او هر فرد به د خپلو اعمالو ځواب وايي، او استاد د همدې ورځې تياري ته باقاعده وخت ورکړی و. د استاد له نظره د اسلامي حرکي کار لويه انگېزه په شخصي او فردي تقوا کې ده، تر هغه چې يو صف په ايماني بنيادونو اماده نه شي نو د دنيا افقونه يې پر مخ نه خلاصېږي.

نو استاد په دې او تر دې ډېرو کارېسماگانو کې ښاغلی رهبر و، دا چې دغسې يو نامدار انسان په يوې مرموزې فضا کې پنا کېږي دا هغه بې وسي ده چې افغانان په کې له تيارې او پېچلې مرحلې تېرېږي.

 

 استاد د وسطيت د کرښې سړی!

 

وسطيت د افغانستان د حال يو اساسي کشمکش دی او داسې ښکاري چې په لويو توطيو کې د راتلونکي افغانستان وسطيت د پاڼ په کناره غورځېدو ته ټاکل شوی. وسطيت د افغانستان د نظرياتي او گوندي تاريخ ترخه شيره هم ده، داسې چې د گران وطن نزدې ټول نظرياتي جريانونو په خپلو ځوانو مرحلو کې افراطي وکټورونه لرل او هغوی په کې د وسطيت لاره د جبن او ويرې لار بلله، دغه افراطي او د حذف مفکوره تر همدې مهاله غځېدلې ده او نن چې هم نظرياتي او سياسي بحث کېږي نو د اختلاف موردونه په کې پر تنوع نه حسابېږي او په دې ډول هر څوک افغاني ماحول په سپين او تور رنگ کې په يوه رنگ او يو نواخته غواړي.

وسطيت د اسلامي فکر جوهر دی، مونږ چې د اسلام او له اسلام څخه د کوم اصيل فهم خبره کوو هلته وسطيت معنی لري، هلته هغه افراط او هغه تفريط چې له پېړيو پېړيو موازي راروان دی، همغسې مردود دی لکه د علي کرم الله وجهه په وخت کې چې مردود و. دغه زړې افراطي او تفريطي قضيې چې څومره زړې دي همغسې د زمانې په نويو صيقلونو او د ادبياتو په نويو لفاظيو او جمله بنديو کې په نويو نويو بستو کې معرفي کېږي، له همدې امله استاد د نويو بستو دغو زړو دعوو ته سم متوجه و، هغه د افراط او تفريط فلسفي ماهيت پېژندلو او هغه په همدې ژوره پوهه کې د جمعيت اصلاح صف پر منځنۍ کرښه ساتلو.

استاد وسطي فکر ته قايل و، د هغه وسطيت نه د غرب د خوښې صوفيانه رقصونو کې د اعتدال معنی لرله او نه يې د تکفير ټاپو ته اسلام دغسې بېنوا پرېښوده. استاد د يو اصيل اسلامي فکر او فهم لرونکی قايد و.

بېگا راته استاد عبدالرحيم صراف خبره کوله چې شهيد استاد جلال اباد ته راغلی و، په مجلس کې ناست يوه ملگري د پخواني ناکام کودتايي جنرال په اړه وويل چې هغه به دوزخ ته ځي، استاد ورته وويل چې خاتمه مستوره ده او دوزخ او جنت د خدای ورکړه ده، پر هيچا د دوزخي پرېکړه مه کوه.

 

 تمدني اډانه؛ ارماني او عملي موازنه!

 

استاد چې په کوم حرکت کې مزل کولو هغه کوم عکس العملي جريان نه دی، بلکه هغه خپل تمدني شناخت لري، هغه جريان خپل ديني هويت او ملي رنگ لري، په دغو ټولو ځانگړنو کې دغه حرکت خپل اجنډا لري او د عمل او عکس العمل په يوې منطقي موازنه کې مزل کوي، استاد د دې ديني او تمدني هويت ټول نظرياتي ماحول پېژانده او هغه په دې برخه کې د مطالعې او ځيرکې پوهې شخصيت و.

استاد په همدې لويه تمدني جهان بينۍ کې لوی ليد درلود او هغه په کې د ډېرو په شان لنډ ځايونه نه فوکس کول، استاد د دې لوی وطن هره برخه برابره کتله او هغه په کې د لرو ځايونو ځوانان تر نورو ډېر نازول، استاد سره د پښتو او فارسي او توکمونو توپيرونه له عقلي مستوا غورځېدلي توکي وو، هغه سره اصلاً د عصبيت بحث ځای نه درلود، هغه په دې برخه کې محض يو مسلمان انسان و چې نورو ته يې عصبيتي او قومي ديد نه کاوه بلکه هغه ته هر فرد منحيث فرد مطرح و، هغه ته د فرد قوم او ژبه مطرحه نه وه.

ځينې شخصيتونه داسې وي چې هغوی په يوې ارمانگرا مرحله کې نښتې وي او په نړيواله داعيه کې دومره تاوده وي چې وطن او سيمه يې په ليد کې نه راخېستل کېږي، دغسې شخصيتونه بيا په همدې غټه قضيه کې واړه پاتېږي او د کار نه غورځېږي، په بله معنا کې دوی اساساً د عملي کار مېړني نه وي او يوازې په ذهني حالاتو کې ژوند کوي، دوی د نړۍ لپاره نقشې جوړوي په داسې حال کې چې د خپل کلي او کور په نقشو کې يې ورانې او ويجاړې بېداد کوي.

په همدې تحليل کې بيا زمونږ شهيد استاد د زمکنيو واقعيتونو سره سم تللو، هغه که پر امت باور درلود خو د امت د عظمت او احيا لپاره يې يوازې پر ذهني حالت بسنه نه کوله بلکه هغه د عمل په ميدان کې د خپل کلي او وطن سړی و، او په کومه زمکه چې به و هملته به يې کار کولو، هغه ارمانونه هم درلودل او د کار مجالونه هم، د هغه ارمانونه په همدې وطنيو فعاليتونو کې رنگ اخېسته، هغه که د بهرنيانو پر وتلو تاکيد کولو او هغه که د بهرنيو تر وتلو وروسته د يوه سوله ييز افغانستان لپاره د بين الافغاني خبرو اترو حمايت کولو دا هر څه يې د دې وطن د مالکيت په حس کول، د يوې خوږې وطنۍ رشتې په پار يې کول او د وطندوستۍ په يوې عزيزې اړيکې کې يې د وطن د سولې خوبونه ليدل.

استاد د دې وطن د ارزښتونو حامل انسان و، نوموړي د ملت د دواړو لويو محورونو استازولي کوله؛ هم ديني او هم ملي. او دا ځانگړتيا د ټولو اسلامي حرکتونو گډه خاصه ده،  په دې حساب نو په ډېری اسلامي خاورو کې د وطن د رشتې، خپلواکۍ، رفاه او پرمختگ دا ټول مجالونه په اسلاميونو پورې نښتي دي، او هغوی چې د قامپالنې او وطنپالنې تعريف شوي او رسمي جريانونه دي، ډېری يې په کې د استعمار د قومندانانو شپېلاقونو ته جمع نظام کوي.

 

 د غم غږ!

 

سهار دفتر ته لاړم، لپټاپ مې خلاص کړ او تر څو چې لپټاپ فعالېده نو مبايل مې راواخېست، د "ايما" د رهبري هيئت په واټساپ گروپ کې يوه ملگري وليکل چې استاد عاطف په ايمرجنسي روغتون کې دی، همدې شېبه کې د شکر الله طاهري صاحب زنگ راغی، هغه معمولاً دومره وختي ويښ نه وي، چې زنگ يې راغی نو وارخطا شوم، اوکی مې کړ او ورته ومې ويل چې څه خبره ده، وارخطا وم، هغه وويل چې د استاد نه خبر يې، ما ورته وويل چې په ايمر جنسي کې دی، او بيا هغه وويل چې ما ته چا وويل چې چراغ روغتون کې دی، دستي مې پوښتنه وکړه چې زخمي دی؟ ويې ويل چې نه ختم دی.نو آه مرشده، هلته له تا نه ساه ختلې وه او دلته زه بې ساه شوم...

روح رانه والوت، دستي مې ډاکټر سيد خالد راشد ته زنگ وواهه، ورته ومې ويل چې چرته يې؟ ويې ويل چې په چراغ روغتون کې يم، ورته ومې ويل چې ايا استاد ژوندی دی؟ او بيا هغه هم په سلگو شو او زه هم... دفتر و خو عاطفي تړاو د دفتردارۍ پروا نه ساتي، هغو بې ريا اوښکو او هغو سلگيو زما د دفتر خاموشي پر ويرجن شور ماته کړه، ملگرو ډاډ راکړ او زه ترې عاجل د جمعيت اصلاح دفتر ته لاړم...

لږ وروسته د استاد مطهر جسد په امبولانس کې د جمعيت اصلاح دفتر ته راورسېد، د وير يو ماحول و، ځوانان راورسېدل او بيا چې د قايد د شهادت خبر په کومه شيتۍ پر فېسباکه خور شو نو د ځوانانو او مينه والو يو خودجوشه راتگ پيل شو، ډلې ډلې راتلل او د استاد جسد ته هر چا په سلگو سلگو د عزت پيرزوينې وړاندې کولې.

د جمعيت اصلاح لوړ قيادت په ډېر زغم او حوصله پر ميدان ولاړ و، هغوی چې کوم متانت درلود دا نو صف ته په همغه تازه غم کې د مورال لويه سرچينه وه. زه د استاد له جسد سره ناست وم، ډاکټر سيد خالد راشد راغی چې راځه مشوره کوو، پاس منزل ته وختلو هلته استادان د استاد دکتور عبدالصبور فخري صاحب په دفتر کې ناست وو، د استاد د تکفين او تدفين مشوره روانه وه، پرېکړه وشوه چې د استاد جنازه به د يو لوی مارش او احتجاج په ترڅ کې سبا لس بجې د جمعيت اصلاح له دفتر نه باغ بالا مسجد پورې وړل کېږي او هملته به پرې غبرگونونه هم ښودل کېږي او د جنازې لمونځ به هم پرې ادا کېږي او د شهيد استاد پاک جسد به د پغمان په خالد بن وليد شهرک کې خاورو ته سپارل کېږي. د شهيد استاد کورنۍ وروسته بيا له دې پلان سره موافقه وښوده.

 

 شانداره جنازه او فاتحه!

 

د شهيد استاد جنازه ښايي د هېواد په تاريخ کې تر ټولو منظم ترينه او بادسپلينه جنازه وي، ما چې د استاد جنازې ته کتل نو د نهضتي تاريخ پخواني چپټر ته وگرځېدم او د هوايي ډگر له سرکه پل خشتي مسجد ته د جوانان مسلمان د بنسټگر عبدالرحيم نيازي رح د جنازې تصوير کشي مې په سترگو کې رنگونه خورول، که هغه د نهضت د لومړي صف د استاد نيازي هغسې سرشاره جنازه وه نو دا د يوې سقوط شوې مرحلې په تل کې د بلې وارثې راپورته شوې څپې د استاد عاطف پر جوشه جنازه وه، د زمانې په دغه واټن کې دغه دوه تحريکي پرتلې د اسلامي کار د تشابه جمالياتي مخ دی چې مونږ ته په کې د خلوص، مينې، عهد او پرله پسې کار رنگونه څرکونه وهي.

د استاد محمد عاطف په جنازه کې گډون ډېر گڼ و، د جنازې مارش او احتجاج چې څومره گڼ و همغومره پر نظم هم معمور و، په دغومره ډېر ولسي او حرکي حضور کې نه چا ته صدمه ورسېده او نه يې کومه ويجاړه پرېښوده، دا همغه تربيه وه چې د روزنې سر مير يې استاد محمد عاطف و.

د استاد د جنازې پر مهال د هېواد د قاطع اکثريت سياسي او اجتماعي تنظيمونو د غمرازۍ گڼ پيغامونه او اعلاميې راورسېدې، د حکمتيار صاحب پيغام ډېر صريح او قاطع و، د گډ درد او غم د ترجماني په کې پرته وه، هغه په خپل پيغام کې دا تاکيد هم کړی و چې د استاد جنازه دې د تخار پر ځای يا د ارگ مخې ته ښخه شي او يا دې د پوهنتون په صحن کې. په همدې ډول د استاد سياف او نورو مشرانو اعلاميې او پيغامونه هم رارسېدلي وو. د هېوادنيو اعلاميو سربېره د نړۍ په کچه د اسلامي شخصيتونو او جريانونو د غمشريکۍ گڼ پيغامونه هم د جمعيت اصلاح په ادرس رارسېدل.

د استاد فاتحه هم د هغه د جنازې په شان شانداره وه، د فاتحې مراسم دوه ورځې پرله پسې د عامو خلکو او سياسي، اجتماعي او فرهنگي شخصيتونو په پراخه حضور سره ترسره شول، فاتحې ته د مصالحې عالي شورا د رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سربېره د لويو سياسي او اجتماعي جريانونو مشران او استازي راغلي وو، خو جالبه وه چې هلته يو څوک و چې د دومره سترې حادثې پر نازکوالي د پوهې سربېره او د هغومره لوی ولسي او نخبه مشارکت له کتلو سره سره يې د يوې حضوري غمرازۍ زحمت ونه ويست، سړی حيران شي چې ارگ د هعمغږيو او اړيکو په څومره لوی واټن او انحصار کې واقع شوی. او تر دې هم جالبه دا وه چې نه خو د دومره سنگينې پېښې د هغه کلاسيکې پلټنې تکراري وعدې وشوې او نه د امنيتي ارگانونو له خوا کوم څوک د پېښې اړوند امنيتي تعقيب په خاطر د جمعيت اصلاح دفتر ته راغلل، له لويو پېښو سره دغسې بې اعتنا، سوړ او په واټن تعامل د واکمنې بېگانگۍ شاخص دی.

 

 د لويې حادثې لوی درس!

 

د استاد شهادت پر وسطي فکر لوی گوزار و او دا د تمدني ټکر خونړی وار و. سره له دې چې د استاد شهادت يوه لويه حادثه وه، خو د هدفمندو او رسالت لرونکو تحريکونو په تاريخ کې دغسې حادثې کومې خارق العاده پېښې نه وي، مبارزه د مسخرو کوم مزاحيه سيريال نه دی، مبارزه د ريښتياو ميدان دی او په دې ميدان کې هغوی چې ثابت پاتېږي؛ همغوی د شهسوارۍ سټراټيژيک راتلونکی لري، دغه شخصيتونه د ارمانونو په لار کې ژوند په داو ږدي او مونږ چې وايو (و الموت فی سبيل الله اسما امانينا/د خدای په لار کې مرگ مو لوړه هيله ده) دا دروغ نه دي، د ژوند ټيکه هيچا نه ده راوړې، بس د لسو او شلو کلونو د واټن خبره ده، د قاتل او مقتول مخامخېدنه حتمي ده او د کلونو دا واټن به په يوه مقطع کې حتماً وصل کېږي او هلته به بيا خدای قاضي وي.

ارزښتي مبارزه په همدې حادثو کې ژوندۍ پاتېږي، د استاد شهادت به هيڅکله د اسلامي نهضت دا تجديدي صف له تمدني مزله نه ټکنی نه کړي، د استاد شهادت به په دغه ژمن صف کې د عهد تجديد تازه کړي او په زړه ورتيا او انگېزې سره به يې د اسلام او وطن د لارې مير کړي. په لويو حادثو کې نه ښويېدل، زړه ورتيا او په مورال اوسېدل دا لوی درسونه دي.

 

معرفی شهید دکتور محمد عاطف رحمه الله

تولد و زنده گی ابتدایی:

دکتور شهید محمد عاطف، شخصيت برازنده کشور، در ولایت تخار در شمال کشور دیده به جهان گشوده بود و تعلیمات ابتدایی خویش را در زادگاه خویش به پیش برده و پس از کودتای هفت ثور بسوی تعلیمات دینی رو نموده و در مدارس سنتی تخار و کندز به فراگیری علوم اسلامی ادامه داده بود.

  شهید دکتور عاطف سالیان درازی به حیث یک استاد موفق در پوهنتون های معروف کشور به خدمت علم و عالم پرداخت و در کنار سایر فعالیت های علمی و دعوتی، تحصیل خویش را تا مرحله دکتورا نیز ادامه داد.

شخصیت علمی شهید دکتور عاطف:

استاد عاطف چهره شناخته شده در عرصه های علم، تحقیق، تدریس، اداره، دعوت، فرهنگ، سیاست و خدمات اجتماعی بوده و سخنران خوب با اسلوب بسیار شیوا و روان بود.

استاد علاوه بر هردو لسان ملی کشور بر زبان عربی مسلط بوده و با زبان های اردو و انگلیسی نیز آشنایی داشت.

شهید دکتور محمد عاطف در بهار ۱۳۶۵ هـ ش، راهی دیار هجرت شد ه و در شهر پشاور پاکستان همچو صد ها هزار افغان دیگر، مسکن گزیدند،  در آغاز سال ۱۳۶۸ هـ ش شامل  انستیتوت امام ابی‌حنیفه در دیار هجرت  گردیده و در آن جا مرحله ثانوی تعلیم خود را تکمیل نمود، سپس شامل پوهنځی اصول الدین (تعلیمات اسلامی) پوهنتون  دعوت و جهاد گردیدند.

شهید دکتور عاطف در سال ۱۳۷۱ هـ ش از پوهنځی مذکور به درجه عالی فارغ گردیده و در همان سال به حیث استاد در دیپارتمنت عقیده و فلسفه شامل کدر علمی پوهنتون  دعوت و جهاد گردیدند که تا سال ۱۳۷۶ هـ ش با همه نشیب ‌وفرازهایی که پوهنتون  مذکور داشت، همکار علمی آن بوده و بعد از سقوط پوهنتون  دعوت و جهاد، در مقاطع مختلف و برای مدت‌ها با پوهنتون ‌های عبدالله بن مسعود (پوهنتون  تخار)، پوهنتون  هیواد و پوهنتون  افغان در دیار هجرت همکاری ‌های علمی و تدریسی داشته اند و با استفاده از  همین فرصت، درجه علمی ماستری خود را در زبان و ادبیات عربی از پوهنتون  پنجاب در لاهور  پاکستان به دست آورد.

سپس استاد شهید مرحله بعد از ماستری (ام فل) را که مقدمه مرحله دکتورا شمرده می‌شود، در رشته مقارنه ادیان در پوهنتون پشاور  پاکستان به سر رسانید  که  در جریان تحصیل، مسؤولیت اداره مرکز فرهنگی اسلامی افغانستان به حیث یک نهاد فرهنگی و دعوتی افغانهای مهاجر در پاکستان  را از سال ۱۳۷۸ هـ ش الی ۱۳۸۳ هـ ش بدوش داشت.

پس از تحولات سیاسی و نظامی در افغانستان و برگشت اکثریت مهاجران به کابل  که عده یی از دردمندان راه دعوت، نهادی بنام جمعیت اصلاح و انکشاف اجتماعی افغانستان را تأسیس کردند، استاد شهید از سوی شورای موسسان  این جمعیت به کابل فرا خوانده شد و مسؤولیت ریاست جمعیت اصلاح افغانستان را بدوش گرفت که تا آخرین لحظات عمرش و تا لحظه ایکه از سوی دشمن زبون به شهادت رسید، این مسؤولیت سترگ را صادقانه به پیش برد.

به حیث رئیس شورای مرکزی جمعیت اصلاح:

شهید استاد محمد عاطف سالیان متمادی را به حیث رئیس پوهنتون سلام فرع کندز و مسؤول جمعیت اصلاح در زون شمال شرق  کشور در راستای پخش و نشر علم و دعوت به خدمت پرداخت و هزاران هزار جوان در ولایت های کندز، تخار  و مناطق همجوار از فیض دانش وی بهرمند شدند. سپس در اواخر سال 1396 خورشیدی،  پس از برگزاری انتخابات دوره یی شورای مرکزی جمعیت اصلاح افغانستان، به حیث رئیس شورای مرکزی جمعیت اصلاح افغانستان، در خدمت علم و دعوت قرار داشت.

شهید دکتور محمد عاطف بحیث رئیس شورای مرکزی جمعیت اصلاح افغانستان،  مسؤوليت خویش تا دم شهادتش در راه الله متعال،  با اخلاص، امانت، از خود گذری، جدیت و متانت ادای رسالت کرد. انا لله و انا الیه راجعون،  روحش شاد و یادش گرامی باد!

آرمان های استاد شهید دکتور محمد عاطف ـ رحمه الله ـ

بازسازی و توسعه ی مادی و معنوی کشور،  در چارچوب فعالیت‌های فرهنگی، آموزشی، فکری و اجتماعی.

نهادینه سازی ارزش‌های اسلامی در جامعه و حفظ دستاوردهای  اصیل فرهنگی کشور.

ایستادگی و مقاومت در برابر تهاجم گسترده ی فکری، فرهنگی و اخلاقی بیگانگان بر افغانستان و جهان اسلام.

حاکمیت  صلح، همزیستی انسانی  و برادری در جامعه افغانی و ازبین بردن هر گونه اندیشه های متعصبانه و تفرقه ‌انگیز درجامعه.

اِحیای اِحساس مسؤلیت پذیری در قبال تربیه کادر های علمی و فنی که در بازسازی مادی و معنوی جامعه سهم فعال داشته باشند.

تربیت فکری نسل جوانِ کشور بر اساس جهان‌بینی اسلامی؛ نسلی که بتواند رستاخیز اجتماعی کشور را به سوی آینده سعادتمند مادی و معنوی رهبری کند.

والله ولی التوفیق

حسبناالله ونعم الوکیل

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک