د وحيدالله مصلح لیکنی
بين الافغاني خبرې اترې؛ ارزښتي کره کتنه!
په تېرو اتلسو کلونو کې طالبانو له امريکايي ځواکونو او ناټو سره د هغوی د تهاجم په مقابل کې يوه لويه جګړه وکړه، دا جګړه چې د ۲۰۰۴ په اوږدو کې يې ابتدايي نظم واخېست او تر ۲۰۱۹ پورې د خپل شدت اوج ته ورسېده نور ورسره امريکا او ناټو په دې شکل نه شوه غبرګېدای.
په دې ټوله موده کې د خبرو اترو د هر دعوت په وړاندې د طالبانو دريځ دا و چې مونږ لومړی له امريکا سره د تهاجم، جنګ او ويستلو قضيه يو طرفه کوو او بيا به له داخلي جهتونو سره پر داخلي مسايلو خبرې کوو.
کله چې کال مخکې طالبانو په لومړي ځل په کوچني اختر کې په بېساري ډول اعلام شوی درې ورځينی اوربند اعلان کړ، ډېر پراخ داخلي او نړيوال هرکلی يې وشو، همغه مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه خپره کړه چې دوی به نه يو...
نور ولوله
ترکي سره مڼه؛ غربي رسنۍ ولې غوسه دي؟
د ترکيې جمهوري رياست د اړيکو دفتر دا ويډيو د سرې مڼې "Red Apple/ Kizil Elma" په ياد کې خپره کړې، د دې ويډيو پيغام دا دی چې ترکيه به د تاريخي "سرې مڼې" موخې تعقيبوي، داسې ښکاري چې د ماضي دا "سره مڼه" د راتلونکي لپاره د حق او عدالت ګوند لرليد تعريفوي.
د دې ويډيو په وړاندې د بي بي سي بسته مانيټور څانګې پر يوه راپور کار وکړ او خپور يې کړ. دوى په اوسنۍ ترکيه کې د عثمانيانو د دې لوى خوب او فتحې د معاصر استعمال له امله وارخطا دي، دا چې ولې وارخطا دي نو:
"سره مڼه" څه شى دى؟
قسطنطينيه لا نه وه فتحه شوې، هلته د اياصوفيه په کليسا کې د سلو فوټو په لوړوالي څلى و، پر دې څلي د قسطنطينيې د شهنشاه قسط...
نور ولوله
پر سيد قطب ليکنه؛ دوه تنقيده دوه تأثره!
تېر کال مې چې کله د سيد قطب شهيد په اړه (سيدقطب؛ د تيوري او عمل امتزاج) لنډه ليکنه وکړه، هلته يو شمېر ملګرو پوښتنې وکړې، چې اخوان المسلمين تر اوږدې مبارزې وروسته بيا هم ولې لاسته راوړنې نه لري، او دا چې که اخوان په مصر کې سوله ييز پاتې شوى نو دلته زمونږ په وطن کې يې پلويان ولې سوله ييز نه وو؟
دا ليکنه همدې پوښتنې ته ځوابونه لري:
لومړی؛ د اخوان لاسته راوړنې!
اخوان او د نسل روزنه!
ښايي يو شمېر وګړو ته به د اخوان المسلمين مبارزه ناکامه برېښي، خو که تاريخ ته ستانه شو او د حال په منظر وګرځو نو د اخوان لاسته راوړنې لکه د لمر روښانه دي، د يو داسې نسل روزنه چې هغه د شوروي الحاد، اوسني ايتيزم او افراطي سکولارېسم په مقابل ک...
نور ولوله
سوله او د ځنځيري وژنو ماهيت!
کله چې د جنګ د پای مسئله راپورته کېږي نو طبيعي ده چې د سولې لار د جنګ پر کنډ و کپر تېرېږي، دا له اغزو ډکه لار به وجودونه وڅېري او پر وينو فرش دغه لار به د سولې منزل ته رسېږي.
د سولې او جنګ د کشمکش دغه حالت سولې ته د رسېدو يوه تېرېدونکي مرحله ده، دا مرحله هغه خلک ډيزاين کوي چې د سولې سره يې جوړه نه ده او فکر کوي چې په سوله کې د دوی واک، سرمايه او نوم ګواښل کېږي. دوی د همدې انا په عتاب کې د جنګ مرحله په بېلابېلو بهانو اوږدوي.
وژنې او د خبرو خلک!
هغوى چې د جنګ اوږدولو اجنډا لري؛ بايد پېښې رامنځته کړي، وېره او ترهه رامنځته کړي او په دې پېښو کې بايد د خبرو يو شمېر خلک ووژل شي او پر دې وژل شويو بايد د خبرو او نظر نور خلک جبري غلي...
نور ولوله
دوکتور امين؛ د مرموزو وژنو بل قرباني!
استاد دوکتور عبدالباقي امين بالاخره د بند او تړلي ذهنيت او مرموزو وژونکو لاسونو قرباني شو.
استاد د اسلامي اصيل فهم او وسطي فکر څښتن و، هغه هېڅکله غلو نه کوله او منځنۍ لار يې نه پرېښوده.
ډېر خلک به دوکتورا لري خو دوکتور صاحب په کې داسې و چې پرله پسې ژوره مطالعه يې درلوده. هغه د مسايلو په اړه منفرد نظر درلود او د چا اثر يې نه اخېست. هغه کليشه يي نه و او په خپلو متمايزو نظرونو او افکارو يې د ټولنيز جمود او بندو کليشو د ماتولو هڅې کولې، ما له هغه د ازاد فکر کولو روحيه اخېسته.
دوکتور صاحب د پرانيستي تفکر پلوى و، د انحصار او استبداد ټکوونکى و او خلاص مجال يې د ټولنې د پرمختګ لپاره ضروري باله.
اس...
نور ولوله
د سليمان لايق شاعري؛ ارزښتي جاج!
لسيزې مخکې استاذ جليل ځلاند لاندې شعر ته طرز جوړ کړ او خپله يې وويلو، دا آهنګ وروسته بيا هر چا ترنم کړ خو په کوم انداز او جنون او په کومې ادا چې استاد ځلاند ويلی و هيچا بيا هغسې ونه ويلو:
ای شعله ی حزين
ای عشق آتشين
ای درد واپسين
اين شور تست يا که جنون سرشکها
يا شعر من که ميدهدم سوز جاودان
ديگر نبويمش
شبها نجويمش
رازی نگويمش
تا در فراق و ناله و درد و شکنجه ها
آهسته طی کنم ره خاموش رفتگان...
عشق د ژوند د خوږو ترخو برخه ده، څوک په کې لار ومومي او څوک په کې غرق شي او همدا غرق شوي په کې عاشقان وي، کله چې پر انسان دنيا تنګه شي، کله چې نه مور ته راز ويلای شې، نه دې پلار ناز...
نور ولوله
تنقيدي زاويه؛ د غني خبرې او جرګه!
استاد سياف دريځ ته راغی، د دولت رئيس يې مخاطب کړ: ته زيربنايي کارونو ته ډېره لېوالتيا لرې چې بندونه جوړ کړې، فابريکې جوړې کړې، د دې ملک اوبه چې بيرون ځي دا مهار کړې، دا به ټولې تاسو ته وليکل شي، خو دا يو يې هم ستاسو نوم تلپاتې کوي نه، که هر وخت تاسو وتوانېدئ چې دا د وينو بهير بند کړئ هلته به ستاسو نوم تلپاتی وي.
کله چې محمد اشرف غني دريځ ته راغی استاد سياف ته يې وويل چې استاد تاسو د افغانستان يو بنسټ يئ، خدای مو همېشه لره، او چغه يې کړه چې ان شاالله مونږ به وينه ختمه کړو...
غني د تېر په څېر د اوبو د مهار او بندولو ونه ويل، ځکه دا اوس يوه سولېدلې خبره ده، زمونږ اوبه د تېر په څېر نورو هېوادونو ته روانې دي، او حتی د تېرو اوو کلونو چې تر کرزي وروسته غني...
نور ولوله
لويه جرګه؛ ناډيموکراټيک او انحصاري بهير!
لويه جرګه که يو وخت د مشورې او ولسي رايې د حساب لويه مرجع وه، خو په اوسني عصر کې چې د ولس د رايو لپاره نوي ميکانيزمونه شته او رايه په کې دقيقه حسابېداى شي؛ د ولس په نوم د څو کسانو ناشفاف راټولول او بيا يې د ولس د استازو په نوم پر ولس تپل په دې مانا دي، چې يو څوک د ولس له رايو په فرار او فراغ کې د لويې ملي پرېکړې تابيا کوي، دا تابيا د انحصار بڼه ده او دا يوه غير ډيموکراټيکه پروسه ده؛ داسې چې نه يې د غړيو د ټاکلو لپاره کوم شفاف او ازاد رقابتي سېسټم او نه په کې د هېواد په کچه مطرح لوري او سيالان شته.
د اوسنۍ جرګې انتصابي حالت!
تاسو د اوسنۍ لويې جرګې غړي او تخنيکي کارکوونکي وګورئ، داسې ډېر هغه فېسبوک چلوونکي به په کې وګورئ چې په کنځلو يې فېسبوکونه زېړ شوي او پ...
نور ولوله
د فرعون وژونکى؛ لنډ تأثر!
دا فرعون بايد ووژل شي! د لايق صاحب دا تاريخي غوښتنه بيا امام الدين په ټول خلقي لياقت عملي کړه او فرعون يې له خپل آل الواد سره له تېغه تېر کړ، خو وروسته چې بيا دوى څومره افغانان له تېغه تېر کړل، دولت يې بې خاصيته او وشړولو او ملي اردو يې لومړى خلقي اردو کړه او بيا يې د قومي ملېشو په جوړولو او له ملت سره د جنګولو له امله د اردو بېخ او بنياد وويست، هغه دوى چې په کې له بسته ملت او د ملت پر ارزښتونو چپاوونه کول، دوى دا هر څه د همغه فرعون تر نسکورولو وروسته کول!
ما نن يو چا ته چې د فرعون د وژونکي پر مرګ خفه و او راته يې ويل چې د دې ملت به څه وايې چې د خپلو مشرانو خيال نه ساتي؛ وويل چې ملت څوک و؟ خو ملت زه وم، ته وې، زمونږ او ستاسو مېندې او پلرونه وو، کاکاګان او ماماګان وو، ترورګانې او خپلوانې و...
نور ولوله
خالص بابا؛ ولسي او حکومتي کليشې! لنډ تأثر...
زمونږ په تاريخ کې د لويو شخصيتونو لقبونه رسمي نه دي ورکول شوي، د افغانانو دا زيږ خوى او نامداحه مَړه سوله داسې ده چې د چا صفت په درباري فرمايشونو او نخرو کې نه مني، دا ورته غوړه مالي او يا يې نومولى بابا وړ نه ښکاري. احمد شاه بابا، عبدالرحمن بابا، زرغونه انا او ميرويس نيکه دا ټول په کوم رسمي فرمان نه دي تپل شوي، دا خو ولسي منښته وه چې دوى په کې بې نسبه باباګان شول.
دا نن چې مونږ د کوم قلندر او ملنګ بابا يادونه کوو دا ستره اروا په همداسې ولسي رنګ کې لګيا دى بابا کېږي، تاريخ او روايتونه به په راتلونکي کې يو مېړنى مشر او يو ستر نوم د خالص بابا په اختصار کې يادوي، دا په رسمي تپنې نه کېږي دا ولسي منښته ده او ورکړه ده...
زه په خپله پخواني پاچا محمد ظاهرشاه مرحوم...
نور ولوله
داوودخان؛ د پرچميانو له کودتا د خلقيانو تر کودتا!
پاچا ايټاليې ته پر سفر بوخت وو، او دلته په ارګ کې د نظام د بدلون معامله د يحيی خان خپل لمسي رهبري کوله. خو هغه يوازې نه وو، تر شا يې د شوروي پر انټرناسيوناليستي ايډيالوژۍ پړسېدلي پوځي خوردضابطان ولاړ وو. دغو خوردضابطانو په نړيوال شوروي ليد کې افغاني ارزښتونه يو په يو او په تدريج کمونيستي انټرناسيونالېزم ته څملول، يوه سوسياليستي انقلاب پېښېدو ته د شاهي نظام يو مخيز له منځه وړلو په پرتله په شوروي ټيپ او د سوسياليستي افسرانو په مټ کودتا ډېره ارزانه او موثره وه. داوودخان کودتا وکړه او په دې ډول يې په هېواد کې نزدې تر څلورو لسيزو مسلط نسبي ثبات او سوله داسې ولړزوله چې بيا يې درزونو ته چا د امن کوشېر ور نه کړ..
داوودخان کورني کسات دومره پارولی وو چې د خپلې کورنۍ په وړاندې يې د شوروي پر تربيه شو...
نور ولوله
اياصوفيا؛ د ترکيې هويتي استحکام!
ترکيه هويتي استحکام خوا ته روانه ده، نن چې شپږ اتيا کاله وروسته ايا صوفيا بېرته مسجد کېږي، نو د نوبل جايزې ګټونکى ترکي اورهان پامک وايي، چې نن به سکولار ترکان د دې پرېکړې له امله وژاړي.
ايا صوفيا د سکولارېزم يو نماد و، نن چې پامک د کوم وير او ژړا خبره کوي دا د هغوى حق دى چې وژاړي ځکه دا د ترکيې هويتي بدلېدونکى منظر دى؛ هغه چې هغوى په کې لګيا دى مغلوبېږي.
دين د ننني انسان د هويت اساس جوړوي او د غرب د تمدني ټکرونو د نظريه پرداز سمويل هنټګټن د وينا له مخې د غرب او اسلامي نړۍ ستونزه غرب او اسلامي هېوادونه نه بلکه خپله مسيحيت او اسلام دى، دا خبره بيا د مسيحي بازنطين او اسلامي عثمانيه د شخړو په تاريخي بستر کې تر هر بل ځاى متوقع ده.
...
نور ولوله
