نېشنليان او نظرياتي کشمکش!
احمد شاه بابا چې کله د افغانستان حدونه ټاکل او امير عبدالرحمن چې کله يو قوي مرکزي حکومت جوړاوه نو دا يې په تعريف شوي ملتپالنه کې نه ترسره کول، دا هر څه ډېر طبيعي وو. خو په شرق کې په ځانګړي ډول په شلمه پېړۍ کې ملتپالنه په تعريف شوې اډانه کې لوستي قشر ته معرفي شوه، دې ملتپالنې ته ځانګړي عناصر وټاکل شول او د همدې عناصرو په اډانه کې پولې او حکومتونه وټاکل شول، دا عناصر پر قوم، ژبې، رنګ، نسل، تاريخ او دين راټول وو. عموماً په ملتپالنه کې دين د خلکو په عنعناتو تعبيريږي، يو څو خاص مراسم وي او نور د ژوند په چارو کې دين ته صبر وي.
نشنليان او د نظريې لټون!
په دې ډول نو ملتپالنه په دغه عناصرو کې يو داسې ظرف دی چې د ژوند لپاره کومه مشخصه نظريه او سېسټم نه لري، بلکه کېدای شي د اقتصاد لپاره کمونېزم غوره کړي، کېدای شي د ادم سمېت کاپيټالېزم واخلي، کېدای شي د مائوتسه دونګ په تعبيرونو کې مخته لاړ شي، همداسې يې د حکومت ټاکلو بڼه درواخلئ، لېبرال ډيموکراسي، ګونديزه ډيموکراسي، پارلماني ډيموکراسي، صدارتي ډيموکراسي، سوسيالېسټي ډيموکراسي او ډېرې نورې بڼې د ختيز په ملتپاله غورځنګونو کې موجودې دي، په فرهنګي، اجتماعي او نورو برخو کې هم دې ته ورته سېسټمونه بېلابېل دي.
باچاخان په پيل کې د ملتپالنې داعيې ته يوازې ټولنيز او سیاسي اصلاحي رنګونه راټول کړي وو، ازادي، تعليم، پرمختګ، د ژوند په بېلابېلو برخو کې اصلاح او داسې نورې واضح ولسي او ټولنيزې غوښتنې وې، خو باچا خان په پيل کې د ملتپالنې داعيې ته د نظام په توګه مشخصه نظريه ور نه کړه، دا چې دوی څرنګه اقتصادي نظام غواړي؟ دا چې څرنګه حکومت غواړي؟ او دا چې په يوه مسلمانه پښتنه ټولنه کې دوی د نظام په توګه اسلام څرنګه را اخلي؟ دا هغه پوښتنې دي چې ځواب يې ګونګ او په ابهام کې پټ دی.
نيشنل ګوند او د انټرنېشنلېزم مزل!
باچاخان په دې حساب له مشخصې نظريې پرته ولسي غورځنګ مخته يوړلو، ورو ورو دخدايي خدمتګارانو ولسي او مذهبي رنګ بې رنګه کېده، کوزنيو پښتنو ملتپالو منظم ګوندي تشکيلات جوړ کړل، نېشنل عوامي پارټي NAP رامنځته شوه، او نېپ بيا د نظرياتي جدل توده دوره تېره کړه، په دې ګوند کې عبدالحميد بهاشاني، افضل بنګښ، لطيف افرېدی، اجمل خان خټک، جمعه خان صوفی او ډېر نور چې په ملتپالو کې د کمونېستي هستې جوړوونکي ذيلۍ وې راټول شوي وو. په نېشنل عوامي پارټۍ کې د چينايي او شوروي کمونېستانو کشمکش خپله يو تاريخ دی، عبدالحميد بهاشاني په دوی کې د چينايي مائوتسه دونګ د فکر چې مونږ يې په افغانستان کې شعله يان بولو مشري کوله. د بهاشاني په اړه ويل کېږي، هغه چې کله د نېپ مشر وو نو د ايوب خان د مارشلا او استبداد په وړاندې په ټاکنو کې د جناح د خور فاطمه جناح قوي ملاتړی وو، خو کله چې د چين د کمونېست ګوند د مشر له خوا ورته وويل شول چې د ايوب خان ملاتړ وکړه نو بيا يې د عوامي نېشنل پارټۍ د سياست سره په تقابل کې د فاطمه جناح ملګرتيا پرېښوده او د ايوب خان په پلوۍ کې ودرېد. بهاشاني د خپل ګوند سياست د چين د لومړي وزير غوښتنې ته څملاوه، دا پېښه راښايي چې نظرياتي قناعتونه او د ملتپالنې کالبوتونه په کومو اړيکو کې کوشېرونه لري. له بلې خوا بيا شوروي کمونېستان د ولي خان په مشرۍ په جوړې شوې نېشنل عوامي پارټۍ کې راټول شول، په دې کشمکش کې بهاشاني، افضل بنګښ او نور چينايي کمونېستان په جلا لاره لاړل او پاتې مارکسېستانو بيا د ولي خان په پارټۍ کې په شوروي لاره مزلونه پيل کړل.
نيشنليان او نظرياتي ادبيات!
باچاخان سره د خپل قام د خير څو مشخصې غوښتنې وې او د هغه لپاره يې په خپله شخصي ديندارۍ کې مبارزه وکړه، خدايي خدمتګاران هم تر ډېره ولسي دينداران وو چې د خدای لپاره يې منډه ترړه کوله، خو خان په خپل قامي تحريک کې کله هم د دې زحمت نه وو ويستلی چې په ګوندي تربيه کې اسلامي لېټرېچرو او وسايلو د کارولو اړتيا راپورته کړي، دا تشه په اکاډيميک لحاظ د خداي خدمتګارو له پيل راهيسې د نېشنل ګوند تر وروستي سياسته همداسې تشه پاتې ده.
کله چې د عوامي نېشنل پارټۍ او پښتون سټوډنټس فېډرېشن PSF جوړښتونه رامنځته شول نو اړتيا وه چې د مبارزې لپاره نظرياتي تشخص رامنځته شي، دلته نو بيا باچا خان د دې چپي نظرياتي ډکون په وړاندې څه نه شو کولای، ځکه هغه د کمونېستي نظريې په وړاندې بديله نظريه نه وه تبني کړې، همدا لامل دی چې چپي نظريه په نېشنل ګوند کې بې سياله پياوړې شوه.او پای باچاخان په ګوندي خپلوۍ کې دغه نظرياتي تشخص وزغمه او په مقابل کې يې هيڅ ونه شوای کړای.
