د وحيدالله مصلح لیکنی

نېشنليان؛ د نظرياتي ټکر لار!

د باچا خان په ژوند کې داسې مرحله راغله چې خدايي خدمت کرار کرار چپي نظريو ته ځای پرېښوده، په نېشنل عوامي پارټۍ کې د چپيانو زېلۍ وغځېده او دغه ګوند يې په نظرياتي لحاظ له ديني ارزښتو سره پر ټکر ودراوه، دلته بيا له ديني جريانونو سره د نېشنل ګوند ټکر له شخصي او بيرونيو فکټورونو ووت، اصولي مخالفتونه رامنځته شول، او په دې مرحله کې ديني جريانونو د خپل مخالفت لپاره قوي منطق درلود، په دې مرحله کې نېشنل عوامي پارټي د خپل قام د ديني نښو او شعايرو پر ضد وکارېده، دوی په شوروي مفکوره کې سختې خوشکې وکړې، د نېشنل ګوند ادبيات او لېټرېچر پر ديني ارزښتونو راوګرځېدل، دين، جنت، دوزخ، حورې، مومن به موارد او هره ديني پديده وننګول شوه او ملنډې پرې ووهل شوې. تاسو وګورئ، کله چې خدايي خدمتګارو په خپل ديني تشخص کې حتی په کانګرېس کې سياست کاوه نو د س...
نور ولوله

داودخان کودتا؛ نشنليان او اسلامي نهضت!

جوانان مسلمان (اسلامي نهضت) د محمد ظاهر شاه د ډيموکراسۍ په لسيزه کې رامنځته شو، دا د ۱۳۴۸ هـ ش کال پسرلی وو، او مسلمانو ځوانانو په کې د الحاد په وړاندې د عقيدې محور جوړولو، ډېر زر داوودخان د ډيموکراسۍ لسيزه او شاهي نظام د پرچمي نظاميانو په ملاتړ وپرځاوه. داوودخان د پښتونستان په قضيه کې انقلابي سياست درلود، کټ مټ پر همدغه کلونو کې باچاخان د خپل ګوند له يو شمېر مشرتابه سره په کابل کې د تبعيد شپې کولې، د خان کورنۍ او د خان له خدايي خدمتګارو نه څنګ ته شوې ترقي پسنده کړۍ د عدم تشدد فلسفې سره خداپاماني کوله، دوی له کابل ښار سره نزدې په چهاراسياب کې نظامي زده کړې اخېستې او په کوزې پښتونخوا کې يې غلچکي بريدونه پيل کړي وو، او بيا داسې مرحله هم راغله چې دوی په کې د سرحد ايالت اعلی وزير حيات احمد خان شيرپاو هم ترور کړ. ويل کېږي چې ...
نور ولوله

نېشنل ګوند او برنۍ قامي اړيکه!

نېشنل عوامي ګوند د خپل سياسي ژوند په اوږدو کې هڅه ونه کړه چې له افغان ملت سره ولسي اړيکه جوړه کړي، تل يې له حکومتونو سره پيوندونه اغستي، مهم موړونه په ژوند کې هر ځل نه تکرارېږي، د باچاخان په ټاټوبي کې شپږ ميليونه کډوال افغانان يو حساس موړ وو، سره له دې چې دا د هغه وخت د نېشنل ګوند تبعيد شوي مشرتابه ته ننګونه وه، ځکه له يوې خوا يې مشرتابه د پاکستان تر شديد کنټرول او څار لاندې وو او له بلې خوا يې فکري او نظرياتي اړيکې هم ډېرې پېچلې پرچمۍ وې، خو رهبران تل ننګونې پر فرصتونو اړوي. له ملت او قوم سره اړيکې جوړولو معنوي جوهر غوښت او دا جوهر د نېشنل ګوند مشرتابه د مارکس په انټرناسيونالېستي او د افغانستان په پرچمي اړيکه کې سخت بايللی وو. هلته چې په کوزه پښتونخوا کې اسلامپاله تنظيمونو د ديني ګوندونو ملګرتيا او حمايه درلوده، خو په م...
نور ولوله

د نهضت پياوړی جانباز؛ لنډ تآثر!

دعوت او بغاوت د دوکتور علي جريشه کتاب دی، زه د لېسې شاگرد وم چې دا کتاب به مې له المارۍ راواخېست او د هغه وخت د کم عمرۍ پر حافظې او درک به مې د دې کتاب څه پاڼې لوستې او څه به مې اړولې، دې کتاب کې د مصر د اخوان المسلمين پر قيادت او اعضاو د تاريخ د ستر مجرم او مستبد جمال عبدالناصر او نورو مستبدينو د وحشت او بربريت رسمي سندونه او وضاحتونه وو. هغوی به د اخوان المسلمين سړي زندانونو ته اچول تر څو د دوی ښځې او کورنۍ سوال او بې عزتۍ ته کېنوي، هلته چې د اخوان پاتې غړيو د تعاون او تکافل ايماني پتې برنامې په لار اچولې او د خپلو بنديانو ورونو کورنۍ يې سپکاوي ته پرې نښودې... دا له دې کتاب څخه زما په ذهن کې له پاتې تتو يادونو څخه دی. دا کتاب مولوي صاحب جانباز سرفراز ترجمه کړی و، وروسته بيا د ده نورې ژب...
نور ولوله

د اسلامي بيدارۍ ژوندى "قانت" !

استاد دوکتور صفت الله قانت د افغانستان د معاصرې اسلامي بيدارۍ يو مخکښ لارښود او د افغانستان د سولې د قضيې يو نه ستړى کېدونکى مبارز او فعال و. استاد د اسلامي خط مربي او لارښود په توګه د نوي نسل يو متعهد او پرمخ تلونکى صف تر شا پرېښود. نوموړى د يو لوى اسلامي نهضت د ارمانونو حامل شخصيت و او د بيدارۍ يو لوى جدوجهد يې تر شا پرېښود. استاد د هېواد د ابادۍ، پرمختګ، سولې او ثبات يو عملي مبارز او ارمانجن شخصيت و. په نظرياتي کشمکشونو کې به د استاد دوکتور صفت الله قانت ژوندۍ او بيداره مبارزه د اسلامي فکري هويت د ميدان شهسوارې کيسې وي. د استاد لنډه پېژندنه! مرحوم استاد ...
نور ولوله

د نجيب نرېټيف؛ پاکستان او پښتون سياست!

له څلرويشتو کلونو وروسته د شوروي اشغال د وروستي حکومت مشر ډاکټر نجيب الله د تلين مراسمو ته د دولتي پروټوکول ژمنه او شاندار پوښښ بې څه نه دی، دا مهال چې په قطر کې بين الافغاني خبرې اترې روانې دي، د لويې جرګې په خېمه کې د پلان شوي تلين موخه څه وه؟ د سولې د خبرو په تناظر کې له خپل ملت سره په جنګ کې د يوه مات شوي کرکټر دغسې ناڅاپه ياد څه معنا لري؟ نظرياتي بحثونه او مرجعيتونه! يوازې په افغانستان کې نه بلکه په نړۍ کې نظرياتي بحثونه لکه د پخوا تاوده نه دي، بس د ګټې وټې او اقتصادي ظلم او مظلوميت کيسې دي، او هغه د فوکوياما خبره چې د کمونېزم په ماتېدو سره تاريخ هم پای ته رسېدلی، سره له دې چې دا خبره خورا بې اساسه ده خو په لنډ مهال کې نظرياتي حيثيتونه په کې شان نه لري....
نور ولوله

اتل او سلطان؛ ملت که چپيان؟

له شوروي او شوروي مفکورې سره د ملت په جګړه کې د اتل حساب ډېر اړين دی، دلته ډېره اوږده جګړه شوې، دلته نظرياتي پهلوانۍ شوي او دلته د ازادۍ او غلامۍ پر کرښو د ژوند او مرګ حسابونه شوي. په دې اوږده برخورد کې په داخلي لحاظ يوه خوا ملت وو او بلې خوا ته چپي جريان وو، نو طبيعي ده چې له ملت سره په تقابل کې څوک اتل دی؟ د اسلام او کمونېزم په تقابل کې د کومې خوا سړي اتلان دي او د ملتپالنې او انټرناسيونالېزم په کشمکش کې د کومې خوا لارويان سړي او نه سړي دي؟ مخکې چې کوم بحث وشو په هغه کې مدعا همدا ده چې ملت د دې جګړې او کشمکش سلطان او اتل دی، او په دې حساب له تره کي تر امينه او له کارمله تر نجيبه دا ټول د تاريخ نه سړي دي، او دا خبره په افغانستان کې پخواني لوی شوروي سلاکار ستر جنرال الکساندر ماياروف د بي بي سي وياند داود جنبش ت...
نور ولوله

نه سړي؛ ويجاړ بنسټونه او کابل جګړې!

د تاريخ دې نه سړو چې کله په خپله ټوله ايډيالوژيکه انا کې ځانونه وپرزول، ملت يې ژوبل او وطن ړنګ کړ، او کله چې دوی په کې کابل په هغسې ويجاړ شکل د مجاهدينو داخلي جګړو ته وسپاره، نو دا د نادرخان او ظاهرشاه له اوږدو شاهي دورو نه په زور د غصب شوي جوړ نظام هغه ورانه برخه وه چې دوی په کې په خپلو نظامي کاواکيو او نظرياتي بېلاريو دغسې معنوي او فزيکي ويجاړ بنسټونه تر شا پرېښودل، د واک د ميراث دا پرتله هم په زړه پورې ده چې چپيانو د داودخان لپاره د کودتا په پايله کې د څلوېښت کلونو روغ نظام د کودتا خوراک کړ، او بيا يې د غوايي کودتا په پايله کې د داودخان روغ نظام د دوامدارې جګړې په درشل وغورزاوه، دوی چې خپله بيا خپل نظام مجاهدينو ته پرښوده نو له جګړو ډک وطن او وژنې يې ورپرېښودې، په دې دوره کې چې ډاکټر نجيب الله د چپيانو وروستی ولسمشر و...
نور ولوله

تکبير او هورا؛ د ملت پهلواني!

په دا منځ کې چې چپيان بيا د خپلو دې دوه بې ارزښته ارزښتونو (کمونېسم او انټرناسيونالېسم) پر عرابو په دې لوی ملت او ملي ارزښتونو وګرځېدل دا هم د تاريخ هغه ظالمه پهلواني وه چې دوی په کې يو عزيز ملت څملاوه خو څنملاست، د پهلوانۍ په دې جنګ کې ملت خپل دا ناخلفه بچيان داسې لوڅ پر ميدان څملول چې شرم ته يې پرتوګونه ټول ريښې ريښې خواره وو. دا کومه دعوه هم نه ده بلکه دا د افغان-شوروي او اسلام-کمونېزم هغه حقيقي برخوردونه دي چې زمونږ پلرنی او زمونږ خپل نسل يې ستر شاهد دی، دا تقابل د تاريخ د پاڼو استناد اړتيا نه لري، په دې پېښو کې پوهاند غلام محمد نيازی، ډاکټر محمد عمر، انجنير سيف الدين نصرتيار، محمد هاشم ميوندوال، موسی شفيق، نوراحمد اعتمادي او په زرګونو عالم او سياسي کدرونه له منځه لاړل. لسګونو زره سياسي مخونه د سياسي تنوع په جرم د کم...
نور ولوله

چپي تقابل؛ اسلام او ملتپالنه!

د تاريخ د سړو او نه سړو په دې وېش کې زمونږ د تاريخ په هر څپرکي کې د تاريخ سړي او نه سړي تکرار شوي، خو لږ تر لږه زمونږ د هېواد د شلمې پېړۍ د تاريخ نه سړي په کې بيا هغسې ذليل راغلل چې شوروي غلامي يې د افغان انسان لپاره د انسانيت ملاک ګاڼه، او دوی په کې د ملي ګټې پر ځای شوروي انټرناسيونالېسم ته وناڅل، په دې حساب نو بيا شاه شجاع پر دوی سل ټوټې شرافت درلود، هغه خو لږ تر لږه افغان پاڅون کوونکو مشرانو ته له شرمه د پردې له شا غږېده او چې کله يې ورته توره ډالۍ کوله نو دا په دې مانا چې هغه غلامي د شاه شجاع انتخاب نه وو او هغه د انګليس سره په جګړه کې د ښکېلو ازادي غوښتونکو سره په پرتله کې ځان نه سړی حساباوه. د ثور د اومې کودتاچيان په دوه لويو معنی ګانو کې له ملته پردي وو، په نظرياتي لحاظ دوی د کمونې...
نور ولوله

مصر؛ د غرب په خاموشۍ کې د پاڅون تازه څپه!

د مرسي پر ضد به شل نفره راووتل نو د غرب او عرب ټولې رسنۍ به د شيطانت مجراګانې شوې او لويه مشمشه به يې ترې جوړه کړه، دا نن څومه ورځ او شپه ده چې د مصر په لر او بر کې مظاهرې دي، د مصر مستبد او کودتايي سکولار نظام مظاهره چيان په بې دردۍ نيسي او مظاهرې ټکوي. نن مصريانو او ټولو سياسي جهتونو پرته له نوريانو غوښتل چې د "غضب جمعه" تر نامه لاندې د سيسي د استبداد او د مصر هلاکېدونکي اقتصاد په خاطر سوله ييز لاريون وکړي، خو سيسي ټول پوځيان او پوليس کوڅو ته راښکته کړي او په نوم بنده بېرون نه پرېږدي. که دا هر څه د مصر لومړني منتخب ولسمشر مرسي کړي واى او يا که په ترکيه کې اردوغان کړي واى نو د امريکا، برېتانيا او اروپا رسنيو او حکومتونو به قيامتونه راښکته کړي وا...
نور ولوله

دانش او د تاريخ کچه روايت!

دانش چې په باميانو کې د کومو سدوزيو او محمدزيو د 230 کلنې واکمنۍ پيغورونه ورکول او ويل يې چې د يوې قبيلې کوچنۍ ډلې پر ټول افغانستان موروثي او پر استبداد او ديکتاتورۍ حکومت کړى؛ دا نقد اساساً د هغه انکار سلسله ده چې دوى په کې د افغانستان تاريخ جعل بولي او دوى په کې په خپلو خراسانيو سفسطو يو زمکنى حقيقت مسخه کوي. د سدوزيو او محمدزيو واکمنۍ د دې وطن د عمرو بن ليث صفارى، نرشخي، سلطان مسعود غزنوي او د منطقې د ساسانيانو، سامانيانو، خوارزميانو، سلجوقيانو او صفويانو په څېر موروثي پاچاهۍ وې... نو په دې حساب د موروثيت دا اړيکه يوازې سدوزيو او محمدزيو ته منسوبول پر تبعيض او د تاريخ پر انکار ولاړه ده. سره له دې چې موروثيت د تېرو درى سوه کلونو همغه ګډه خاصه وه چې په ټ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک