زما خبرې او قلم
وتلی عرب شیخ او ادیب عبد الله الهدلق د ځان په اړه څو خبرې لیکلې دي، چې کټمټ زما د حالت ترجماني ده، هغه لیکي: ډېر شرمندوکی یم، ځکه په تقریر او مخامخ خبرو کې ډېر کمزوری یم او قلم مې له تقریره ډېر ښه دی، نو څوک چې راسره کېني ناامیده شي. یوه ورځ مې خپل استاد ته وویل: زه لکه شدیاق (لبناني او عثماني ادیب او ناول لیکوال)، چې وایي: د مخامخ خبرو پر مهال مې عقل کار پریږدي، استاد راته وموسل، ول زموږ استاد احمد شاکر هم خبرو کې تکړه نه و! او په تقریرونو کې یې منطق او استدلال هم کمزوری و. استاد زیاته کړه: ځکه خبرې ښایسته کول عقل کمزوری کوي.
شیخ الهدلق زیاتوي: یو وخت وتلي ادیب زکي مبارک ته چا وویل: ولې دې قلم له خبرو ډېر پیاوړی دی؟! هغه په ټوکه ورته وویل: د خبرو پر مهال ستاسو سره یم او د قلم چلولو پر مهال زکي مبارک سره. د المغرب مشهور محدث، فقیه او مؤرخ عالم محمد بن جعفر الکتاني ( وفاة: 1927م) رحمه الله چې دمشق ته ولاړ، اموي جومات کې خورا زیات علماء او عام خلک ورته راتول شوي وو، خو هغه ډېر کمزوری تقریر وکړ، ځکه هغه هم د تقریر او وینا کولو ځواک نه لاره.
مشهور سوریه وال مفکر، قومپرست سیاستوال او لیکوال میشل عفلق چې عربي نړۍ کې د البعث ګوند سرلاری بلل کیږي؛ دی هم په تقریر او وینا کې ډېر کمزوری و، یو وخت یې د مصر له واکمن جمال عبد الناصر سره ولیدل، له ملاقات وروسته جمال ناصر په ټوکه چا ته وویل: عفلق خو له "یعني یعني" پرته په هیڅ نه پوهیدی. پخواني وتلي امامان ابو علي القالي، الخطیب البغدادي او ابن دقیق العید رحمهم الله هم په خبرو کې کمزوري او قلمونه یې پیاوړي وو.
موجوده وخت کې هم مشهور عرب لیکوالان او ادیبان شته چې دا ستونزه لري، د سید قطب په اړه ویل کیږي چې ډېر شرمندوکی و، د لیکنو په نسبت یې خبرې بېخي کمې وې، داراز مشهور ادیب الرافعي او شوقی او علامة رشید رضا هم دا ستونزې لرلې، قلمونه یې پیاوړي او خبرو کې کمزوري وو.
مختلفې انساني وړتیاوې او صلاحیتونه د الله تعالی ورکړې دي، چا ته یې ښه ژبه ورکړې یي او په قلم دوه جملې نه شي لیکلی، ځینې بیا په قلم خلک ژړوي او خندوي، خو ژبه یې بېخونده یي او چا ته الله تعالی دا دواړه صلاحیتونه ورکړي یي، لکه د امام ابن الجوزي، امام ابن زیدون، امام ابن تیمیة او العقاد باره کې راغلي چې هر یوه په خبرو او وینا کې هم ساری نه لاره او د قلمونو بېلګې یې زموږ مخته پرتې دي.
بله نادره به درته وکړم، زموږ یو استاد و، شیخ شهـ.ـید مولوي وارث خان رحمه الله، هغه په علمیت او تدریسي صلاحیتونو کې ساری نه لاره، خو په وعظ او تقریر کې کمزوری و، یو وخت یې موږ ته د مطول په درس کې همدا خبره وکړه او ویې ویل: زه چې کله په تدریس کې دننه وعظ شرو کړم تر اغېز لاندې راشم، دا وخت یې موږ ته لاس پورته کړ، په خندا یې وویل: که نه یې منئ، تاسو زما لاس ته وګورئ، رېږدي!
یوه ورځ مې څو نالیدلو ملګرو سره مجلس کې څه واعظانه غوندې خبرې وکړې، د تعارف پر مهال یوه انجنیر صاحب وویل: ما له خبرو وپېژاند چې "حامد افغان" دی، خو د تعجب ځای دا دی چې د لیکنو او خبرو ترمنځ یې توپیر زیات دی! یعني لیکنې مې ښې او خبرې هغومره نه دي! ما له ځانه سره وویل چې له خبرو یې وپېژندلم، نو بیا خو مې خبرې هم ګذاره کوي، خو وروسته پوه شوم چې انجنیر صاحب ډېر ځیرک دی، زما د خبرو چندان خوند نسته. هغه د څرخ ملا په ګای: بسمل دغسې شی دی، ښه نو څنګه یې کوې؟!
اتې داسې غورې دي، وبښئ، خبره راشکه اوږده شوه، موږ و تاسې خواله رسنیو تنګ نفسه روږدي کړو او خدازده څه چل دی! سکرین ته چټي ګوتې تخنیږي، چې ژر یې پورته کش کړی... {وَكَانَ الْإِنْسَانُ عَجُولًا}
