د عمر وېره
حذیفة بن الیمان رضي الله عنه وایي: عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته ورغلم، هغه خپه او غمژن ناست و، ورته ومې ویل: امیر المؤمنین! ولې خپه یې؟ هغه راته وویل: ځکه ډاریږم چې ناروا کار به رانه وشي او ستاسو هیڅوک به زما د درنښت او احترام له امله څه نه راته وایي! (له ناروا به مې نه منعه کوي).
حذیفة ورته وویل: په الله مې قسم، که موږ تا ووینو چې له حقه کوږ شوې؛ نو خامخا به دې منعه کوو. په دې سره عمر خوشاله شو او ویې ویل: هغه الله لره حمد او ثنا ده، چې داسې ملګري یې راکړي دي چې د کږیدا پر مهال مې سمې لارې ته برابروي. (الحمدلله الذي جعل لي أصحابًا يُقومونني إذا اعوججت). عمر بن الخطاب وأصول السياسة والإدارة الحديثة لـ دکتور سلیمان الطماوي
واکمنو ته #چاپلوسې مه کوئ، بلکې د حذیفة بن الیمان رضي الله عنه په څېر حقه خبره ورته کوئ، په دې سره به د ولس په اصلاح او هیواد په جوړونه او بیارغونه کې برخه وال یئ. ان شاء الله تعالی
