د عقلونو د غلا فن؛ ترټولو ګټوره کیسه
(له وعدې سره سم)
د پرنګیانو سفیر او کونسل یې دواړه په موټر کې د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې چرته روان وو، ناڅاپه یې بازار کې یو مثقف او تعلیم یافته ځوان ولید چې غوا یې په لتو وهله او شړله! سفیر ډریور ته امر وکړ چې ژر موټر ودروه، څنګه چې موټر تم شو سفیر په منډه ښکته او د (سپېڅلې) غوا او ځوان لورته په ترپو * شو!
چې ورنږدې شو په ځوان چیغه کړه او بدې ردې خبرې یې ورته پیل کړې او د غوا په ستاینه او د هغې په ملا او غاړه لاس موښنه یې پیل وکړ، ورته ټیټ ټیټ کیږي، پښې یې ښکلوي، دعاګانې او نور د بندګۍ عاجزانه چمونه کوي! داراز یې د غوا بولې هم په لپو لپو پر سر تویه او بدن وشیندلې!!
پر ځوان د پرنګي سفیر چیغې او په اخلاص د غوا د عبادت! اکټونو ته یې د بازار پرېمانه هندوان ورجمعه شول او د یوه بهرني پرنګي تقوی (!) ته هک حیران ودریدل! او د غوا عبادت یې ورسره شرو کړ، هندوان د غوا په مینه کې جذبه شول، د خپل معبود (غوا) د انتقام اخیستلو په نیت یې هغه ځوان راونیو چې غوا یې وهله او ژوندی یې په اور کې لولپه کړ!
پرنګي سفیر چې دا خرپ* وکړ، د غوا په بولو لوند خیشت، جړ وېښتان او په بد حالت کې خپل موټر ته وخوت او روان شو، په لاره کې یې کونسل ملګري په حیراني سره وپوښتی چې ایا ته رښتیا غوایان په خدایي منې او عبادت یې کوې؟!! سفیر خبیثه خندا وکړه، د کونسل د اوږو منځ ته یې کړس ورکړ او داسې ځواب یې ورکړ چې هغه کې پر عقلونو د ظلم او وحشت کیسه نغښتې وه.
سفیر ورته وویل: هغه د ځوان لغتې دې ولیدلې چې غوا یې وهله؟ هغه عاقلانه، د بیدارۍ او ویښتابه لغتې وې، چې د هندوانو زړه او ورسته عقیده (غوا پر خدایي منل) یې ډبوله او توهینوله! او موږ غواړو چې هندوان بیدار نه شي او په دې ورسته عقیده ولاړ پاتې شي! که موږ هندوانو ته اجازه ورکړو چې دې خپلې عقیدې ته لغتې ورکړي؛ دوی به په لنډ مهال کې د پینځوسو کلونو پرمختګ وکړي. نو دلته به موږ او زموږ حیاتي ګټې په خطر کې ولویږي، نو زموږ وظیفه ده چې باید دا ډول لغتو ته اجازه ورنه کړو.
موږ پوهیږو چې جهالت، خرافات، دیني تعصبات، مذهبي شخړې او نامعقولې ګروهې؛ زموږ هغه لښکرې دي چې په برکت یې موږ ناپوهه ولسونه اېل کوو او دېته "د عقلونو د غلا فن " وایي!!
پایله: د هر هغه نوي او زاړه دیني حرکت او غورځنګ تر شا د غرب د استعمار (استخراب) لاس یي، چې هغه د معتدل اسلام، واقعي اسلام او دیني منل شویو ثوابتو او ارزښتونو پر خلاف کار پیل کړي. بله مهمه خبره دا ده چې لایک، شیر او کمنټ هېر نه کړئ.
* ترپه یعني منډه، خرپ یعني کاري وار کول، لکه پښتو متل دی: د نر خرپ یي یا ترپ.
