No-IMG

پر مستحباتو جګړه !

پر مستحباتو جګړه شي ، شیخان تر ممبر او سنګره جګ شي ، پر کتابونو حوالو ته کش ورکړي ، څوک د انسان سوځل روا کړي او څوک یې حلالول ، څوک له مسلمان نه کافر جوړ کړي او څوک کمونیست ته سپین باز ووایي، مستحبات لومړي وګڼل شي او فرایض وروستي، شیخان پرخپلو فتواوو کلک ولاړوي جګړې ته یې یوسي ، فتنې رامنځته شي ، اسلام پکې حلال، حلال شي ، اوکټ مټ د خوارجو داستان تکرارشي!!

وایي : چې خوارجو کله عبدالله بن خباب او مېرمنې ته یې د عمر اوعثمان (رض) دحمایت په جرم سزا ورکوله ، تر هغه لـږ وړاندې یې کوم ملګري خوګ و واژه ، نور پرې ور برند شول او د خوګ قاتل یې ځکه د ناسزا پر کاڼو و ویشت چې مالک یې ذمي را ختلی ؤ ! تر دې هم حیرانوونکې دا چې د عبدالله بن خباب (رض) د حلالولو  پرمهال یوه خرما دانه پرې لپاسه را ولوېده ، یوه یې ژر خولې ته کړه او و یې ژووله ، لا یې ترستوني نه وه تېره کړې چې نورو پرې قی کړه او ورته کړه یې:

د خرما ونه پردۍ او پر تا حرامه ده!

له همدې سره یې لومړی د عبدالله بن خباب (رض) پر غاړه چاړه را کش کړه او بیایې د هغه امیدواره مېرمن حلاله کړه ! د مېرمنې له خېټې یې ماشوم هم را ویوست او د ثواب په پار یې حلال کړ...!

هوکې ! په اسلامي امت کې همداسې لوبه روانه ده ،د خوګ  وژل حرام دي ؛ خو د مسلمان جایز او ثواب !

خرما به نه خور٫ ؛ خو د مسلمان حلالولوته به ثواب وایې !

« چې کتاب دې څه راوړي ، هغه نه شته

څه چې کېـږي په کتاب یې موندل ګران دي

ورتپلي یې پرخدای او پر رسول دي

جوړې کړې مسلې ملا له ځان دي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک