No-IMG

د پاک - هند جګړو تر شا

په  ۱۹۹۱ وم زېږديز کال چې  ا م ريکا پر عراق ظالمانه حمله

و کړه ؛ د افغانستان څلور  جهادي سازمانونه ( حزب ، جمعیت ، اتحاد ، او د مولوي خالص تنظيم ) يې مخالفت ته و درېدل او له عراق نه يې په داسې حال حمايت اعلان کړ ؛ چې نه يې له  صدام حسين سره ايډيوژيک مشترکات لرل او نه يې د شوروي ځواکونو خلاف مشترکه جبهه  ؛ صدام د شورويانو پلوي او د حزب بعث مشر ؤ ؛ خو مجاهدين له شورويانو سره په جګړه کې ښکېل وو !! افغان رهبران د هغه له ايډيولوژيک او سياسي مخالفت سره ، سره ځکه د عراق تر شا ودرېدل چې د عراق ملت مسلمان ؤ او په عراق پورې تړلي تجهيزات  اساساً د يو ملت ملکيت ؤ نه د صدام حسین ؛  مجاهدينو نه شو کولی چې د صدام د دښمنانه موقف له کبله ؛ عراق پر ا م ريکا و لوروي  او د يوې سپـږې لپاره ټول پوستين ته اور واچوي .... هغوی پوهېدل چې د عراق

ملکي - نظامي تاسيسات ، تجهيزات ، او ټول امکانات د داسې چا په لاس له منځه  وړل کېـږي چې  د شورويانو هومره د مسلمانانو لپاره خطرناک دی !!

 هغه مهال افغانستان کې د کمونیستانو نظام فعال او ډاکتر نجيب يې مشر ؤ ؛ خو نه يې د ا م ريکا خلاف رسمي اعلاميه صادره کړه او نه د هغه صدام پر ننګ و درېدل چې اوږده موده د شورويانو پلوي پاته شوی ؤ !!

هغه مهال د غرب پالو تنظيمونو دريځ هم د ا م ريکا په ګټه ؤ ؛ او په داسې مهال يې عراق ته خپل ګروپونه واستول چې افغانستان  کې يې د جهاد لپاره نه يوازې ملا ماته وه ؛ لاچې د واقعي مجاهدينو په وړاندې يې بلها ستونزې هم زېږولې وې ؛  د هغوی غلامانه دريځ نه يوازې پرون د مجاهدينو لپاره ننګونې و زېږولې ؛ بلکې نن هم د واقعي مجاهدينو پر تندي موښل کېـږي !!

د هند - پاکستان په جګړه کې هم  مسلمانان په شرعي انتخاب مکلف دي ؛ د دوی شرعي تکليف دادی چې له يوې خوا د ضررينو ترمنځ اخف انتخاب کړي ؛ او له بلې خوا دا وسنجوي چې ددې اور تر شا لوی لوی لاسونه کار کوي ؛  د اور پلته د داسې « اورلګاند » په لاس کې ده چې په ټوله نړۍ کې د اور بلولو ارادې لري !!  هغوی نه په افغانانو لوی افغانستان لوروي ؛ او نه د هند - پاکستان جګړه تر دواړو هېوادونو پورې محدوده ساتي !!  دا اور به د سيمې هېوادونو ته غځوي او تر ټولو زيات زيان به يې افغانانو ته رسېږي !! ځينې ساده زړي ګُمان کوي او/ یا د خلکو د اغفال لپاره په کاذب ډول وايي چې ؛  د دې جګړې په پایله کې به بلوڅان او پښتانه دواړه له افغانستان سره انضمام اعلان کړي او افغانانو ته به د لوی افغانستان د ايجاد موکه په لاس ورشي !! دوی نه پوهېـږي چې استعماري کړۍ د لويو هېوادونو په وېشاک بوختې دي ؛ هغوی نه يوازې د لر-بر پښتنو يو والی نه غواړي ؛ لاچې د موجود افغانستان د وېشاک پروګرام هم لري !! هغوی که لوی افغانستان زغملی شوای ؛ نو بيا به يې د افغانستان پر خېټه د ډېورنډ ظالمانه کرښه نه راکشوله !! پښتنو او بلوڅو ته به يې حق ور کړی ؤ چې خپل برخليک پخپله و ټاکي ؛ پاکستان به يې هومره نه تشجيع کاؤ چې د ډېورنډ پر ترسيم شوي خط ؛ اغزن مزی کش کړي ؛ هغوی نه يوازې پښتنو او بلوڅو ته له افغانستان سره د الحاق چانس نه ورکوي ؛ بلکې پلان يې دادی چې موجود افغانستان هم د قومي جوړښتونو پر بنسټ وويشي ؛ هغوی ځکه پر دې ډول سناريو کار کوي چې له واحد او لوی افغانستان يې ضربه ليدلې ؛ او دلته يې په هره پېـړۍ کې يو زبر ځواک مات شوی .... دغو ترخو حقايقو ته پر کتو دي هغه څوک ساړه و خوري چې د هند - پاکستان جګړو ته لمن وهي او / يا د عوامو د اغفال لپاره په کاذب ډول د لوی افغانستان  د ايجاد خبرې کوي !!

له بلې خوا که د هند - پاکستان جګړه دوامداره شي او

 ( خدای مه کړه ) د زروي وسلو استعمال ته لاړه شي ؛ نو په صحي او اقتصادي لحاظ به يې بيا هم  تر بل هر چا زيات افغانستان ته ضرر رسېږي !! .

« د زولنو ، د غرغرو له زوره نه دي خبر

هغوی چې جنګ غواړي ، د جنګ له اوره نه دي خبر . »

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک