واده
پرقالینوپوښلي تخت لپاسه اوږدې، اوږدې تبلې ولاړې وې ، تبله نواز په نازکو متروکو ترنګولې ، څنګ ته يې سندرغاړی يوې نوې ماډل باجې ته ولاړ ؤ او د مايکروفون ګويا يې په باجه لپاسه نصب وه ، د هنرمند مخې ته په يوه لوکسه لوحه په ژېـړ طلايي رنګ لیکل شوي ؤ : «سلطان هماهنګ » په لوحه د تلفون نمبر هم ؤ ، طبعاً ددې نمبـر انځور په دې مانا ؤ چې ښادي والو ته د اړیکو لاره آسانه کړي.
سندرغاړي او ورسره هنري ګروپ يې چې شنې درېشي يې په تن وې ، په داسې ځای د هنر څرګندتیا کوله چې هم ښځو لیدای شوای ، هم نارينه وو ، ودګنیو ، نارينه اوښځينه په یوه حائله پرده له يو بله بېل کړي وو ؛ خود هنري ډلې او ښځو په منځ کې د پردې اړتیا منتفي وه!
له پردې آخوا د چکچکو کړچهار فضا په سر اخستې وه !! کامره مینانو د« ښاغليو » او « اغليو» انځورګري کوله !
د لوډ سپېکر په ډډ غږ کې د سندرو په سور و بور تر پايه پوه نه شوم ، د سندرو سبک هم لوېدیځوالو ته پاتې کېده ؛ کړتې، پړتې یې ویلې ؛ ځکه خو په دې نه پوهېدم چې سندرغاړی څه وايي ؟
د نارينه نندارچیانو په منځ کې تر سندرغاړو د هغو موډرنو هلکانو نڅا ډېـره پاموړ وه چې په وار ، وار را لټـېدل او په حیرانوونکو اداګانو ګډېدل ! دوه - درې به له يوې خوا او په همدې شمېر به له
بلې خوا يو بل ته نيـږدې کېدل او په ځانګړي موډرن سټایل به ځينو د ښځو ، ځينو د نرو رول لوباوه ، يو ناچي به د ناچۍ سينې ته ځان نيـږدې کاوه اوبیا به بېرته په شا ته!
یاد لوبغاړي ذاتي ناچیان نه وو چې ناچ يې له پلار او نيکه نه زده کړی وي ؛ بلکې دا د هغو متمدنو او روڼ اندو (!) پلرونو بچيان وو چې د موډرنې ديموکراسۍ (!) په غېـږ کې ستر شوي ول!
د ساز په ترنګ - ترونګ کې چکچکو وار په وار زور اخيست او ناچیان ورسره شېبه په شېبه مستېدل!
د شرنګ و شرونګ په اوج ـ موج کې زوم او خپل همځولی ټيم يې هم په ناچ سر شو اوپه دومره موډرن انداز وګډېد چې د
« بالیووډ» او« بنګارا » اغو ښایي پرې رخه راشي!
غالباً تر شلو ملټو وروسته زوم او ورسره ګروپ يې د ښځو محفل ته ور وا وښت ، دچچکو شورخپور شو او د خولې له شپېلکیوسره یوځای یې دروند هرکلی وشو ، سندرغاړي د سندرو اوساز سبک بدل کړ:
ــ میده ، میده
ــ آستا برو
... ــ ناز آستا برو
ــ جان استا برو
چکچکو نور هم زور واخیست ، داسې مالومېدله چې زوم له
« استا برو» سره ځان په هنري ډول عیارکړی!
په هر صورت زوم به له ښځوسره د خپل هنر (!) ځلونې ته پرېـږدو ، دلته د نارينه وو په محفل کې هم ناچیانو د نویو ، نویو اداګانو څرګندتيا کوله...
آخوا څو سپين پوښي ښاغلي هم وو چې د شلګونانو بنډلونه به یې د ناچیانو ترسرځار اوفضا ته والوزول !!! د یاد سپين پوښو په منځ کې يو څوک داسې هم ؤ چې زيـږو خپـړو او موښلو جامو يې د غريبۍ څرګندتيا کوله ؛ خو د نوټونو د باران په سيالۍ کې تر نورو يو ګام وړاندې ؤ !!! ما یې له چا نه معلومات وغوښت ، راته کړه یې؛
ــ یو (جوالي) دی چې کرۍ ورځ پردۍ پنډې په څټ ګرځوي!
څرګنده نه ده چې هغه به د کومې موخې په پار ځان په همدغسې خرابات مکلف بللی وي ؟ او دا هم معلومه نه ده چې د هغه د کول غړي به په ډوډۍ ماړه وي او که څنګه !؟
؛ خو دې صحنې زما پر ذهن تېـر یادونه را تاند کړل او زه يې د خيال پر وزرو تر لرې ، لرې ورسولم؛
يو مهال په افغانستان همدغسې ابتذال حاکم ؤ ، او په همدغسې محفلونو کې به ځينو نادارو وګړو تر وسمنو ډېر « خرابات » کاؤ !! کرۍ ورځ به په مزدورۍ لګيا وو ؛ خو بيګاه به يې د لاس په تڼاکو ګټلې پيسې ټولې د ناچیانو تر سرونو ځار کړې ! ځکه چې دا د سيالدارۍ تقاضا وه او دغه ډول« خرابات » سړيتوب ؤ ، تمدن ؤ ، او د عصر په مقتضياتو برابره مظاهره!
دغه ډول ابتذال تر ښوونځیو ، پوځي قطعاتو او پوهنتون پورې هم غځونې وکړې !! حتا د ډمانو نه علاوه بلا نور خلک د ډمانو په بڼه راڅرګند شول!
دې ډول ناوړو دودونو افغانستان ته فاجعې راوړې ، مرګونه یې راوړل ، کورپه کور د مصیبتونو اوښان چوشول، چې دا دی ترننه یې د افغانانو د ژوند لمنه نیولې!
د نن ابتذال تر پرون هم ډېرې بدې پایلې درلودای شي، شونې ده د بلها نورو ناورینونو نزول ته لاره هواره کړي!
« راغله مشرق ته د مغرب نه هوا
پښتنې لوڅې شوې، سر تورې شولې
لوپټه پرېږدئ اوس پرتوګ خوندي کړئ
لوڅې پونډۍ « اغلې » ډيرې شولې »
