بوالهوسانه انتخاب
د فیسبوک شاته به داسې پېغلې او ځوانان وي چې له همدې آدرس نه پر یو ـ بل زړه و بایلي او له همدې ادرسه له یوبل سره د ګډ ژوند پیلولو مزی و غځوي !! د دا ډول غلطۍ ارتکاب ډېری هغه بوالهوسان کوي چې ؛ شیطاني هوس او د خواهشاتو لېونیو ګرایشاتو په سر اخستي وي ، له بده مرغه ؛ دوی دا نه سنجوي چې د فیسبوک شاته څه ډول انسانان ناست دي ، سلامتیا ، تهذیب او علمي فوقیت لري اوکه نه ؛ کورنۍ یې د دې وړ ده چې په دوستي ونیوله شي اوکه یه ؛ سوابق یې په تهذیب ولاړ تېـر شوي اوکه ملوث؟ دا ډول ځوانان او پېغلې ګُمان کوي چې دوی ته له یوې خوا د انتخاب حق ورکړی شوی او له بلې خوا یې عقل ځکه پوخ دی چې بالغان دي ؛ اوبا لغ یعنې جامع الکمال ؛ له حکمت نه ډک اوپه ټولو مثبتیــاتو سنبال !! خاصکر هغو کسانو چې پرپوهنتون مرور کړی ؛ له بل هرچا ځانونه بر او ددې حقدار ګڼي چې ؛ د ملګري / ملګرې په انتخاب کې خود سره اقدامات وکړي ( که څه هم د فیسبوک له لارې وي ) !! یاد ځوانانو ته مې مشوره داده چې له دا ډول نا دُریه سودا نه ډډه وکړي او نه هم د والدینو له خوښې اومشورې پرته د عقد نکاح اراده عملي کړي ؛ حتمي نه ده چې د فیسبوک شاته ناست خلک دې مهذب او بې عیبه وي ؛ کېدای شي د فیسبوک شاته کومه ډمه او فاحشه ناسته وي اوبوالهوس ځوانان په ناز وکرشمو غلط کړي ، او/ یا د عقیدې او تهذیب په لحاظ کوم ملوث انسان شتون و لري چې ؛ فیسبوکي بوختیا یې یوازې د اخلاقي فساد تعمیم وي ، داهم حتمي نه ده چې یو پاکولته پاس واقعاً د عقل په لحاظ پوخ را ختای شي ، ډېری پاکولته پاسان یو پاراګراف خط نه شي لیکلی ، او د تحلیل په لحاظ لوېدلی انسان وي !! تاسوته خو داهم څرګنده ده چې اوس له پوهنتون نه ډېری ځوانان په ډبل واسطو فارغېـږي ؛ نه په استعداد او ظرفیت!! ضمناً ځواني د زینت او تفاخر مرحله ګڼله شوې ؛ دا مرحله د تعقل نه خالي او خېـز وټوپ ته جوړه وي ؛ نه سالم انتخاب ته.
د فیسبوک شاته مین مه شې!
ډېروککړو به جوړ کړي وي ځانونه
