مقاصدي فقهې ته اړتیا!
محمد غزالي په خپل « تریخ حقیقت» کتاب کې لیکي چې امریکې کې مې یو مسلمان ځوان ولیدو چې په لاره کې یې په خوله کې مسواک وهلو، وایي ومې درولو، ورته مې وویل چې دا لاره ده، دا د مسواک وهلو ځای ندی. کله دې چې اودس کولو، هلته پدې خوله پاکوه، د خلکو زړه په عام محضر کې مه هسکوه. سنت عمل دا دی چې د خلکو خیال وساتو. پدې کتاب کې غزالي دغسې ډېرې ترخې خبرې لري، چې د سنتو په نامه خلک څه نادودې کوي. هغه پدې نظر و چې مسواک وهل ذاتاً د ثواب کار ندی، خوله پاکه ساتل د ثواب کار دی، او د خولې پاکولو ځای عام محضر ندی، تشناب او د اوداسه ځای دی. که بیا دې په مسواک غاښونه پاکول او یا په برش پروا نلري. دا مې تر دې وویل چې ما څو ځلې ځینې چارواکي لیدلي چې خلک ورته ناست دي او دوی خوله کې مسواک منډلی وي او یا هم د مسواک ببر سر یې له جېبه راوتلی وي چې د هر ډول مېکروب د کېناستو امکان پرې شته او دا عمل د سنت په نامه ترسره کوي.
په دیوبندي مکتب کې د دین پوهنې په برخه کې یو څه بیخي غیرحاضر دي، هغه «فقه المقاصد» دی. فقه المقاصد د شریعت په مقاصدو باندې بحث کوي. دا مبحث په اسلامي فقه کې دومره مهم بحث دی چې که چېرې وایو چې اسلامي شریعت هرې زمانې ته کار ورکوي، نو یوازینۍ پرزه چې دا ماشین تلپاتې کولی شي هغه د مقاصدو فقه ده. پدې اړه په دې وروستۍ پېړۍ کې ډېر کار معاصرو علماو کړی خو له بده مرغه زموږ په مدرسو کې چې له دیوبندي مکتبه خړوبیږي، د مقاصدو بحث ته ډېر په ټیټ نظر کتل شوي او د دوی په تدریسي نصابونو کې هېڅ ډول لومړیتوب نده ورکړل شوی.
په دې اړه په قدماو کې امام الحرمین الجویني او امام شاطبي ډېر کار کړی. البته د لیدلوري په اساس ویلی شو چې د دې فقهې بنسټ اېښودونکی عمر ابن الخطاب رضی الله عنه دی. د یادونې وړ ده چې پدې برخه کې ستر عالم او د مغولو پر وړاندې زورور مجاهد علامه عز بن عبدالسلام هم ما ډېر بېنظیره عالم موندلی خو د هغه له نامه سره هم ډېر ملاصاحبان نابلده دي د آثارو لوستل خو یې په ځای پرېږدی.
د امام شاطبي « الموافقات» کتاب ټول په همدې څرخیږي. که تاسې د الموافقات مباحث مطالعه کړی نو داسې به فکر وکړی چې دا کتاب په ۲۱ پېړۍ کې چا لیکلی خو له بده مرغه زموږ علما یې متن هم سم نشي لوستی. ما چې کله خپل د لېسانس دورې مونوګراف د شریعت د مقاصدو په هکله لیکلو، یو مشر استاد رانه پوښتنه وکړه چې څومره وخت کې به یې ولیکې؟ ما وېل چې زه دا څلور کاله دا موضوع مطالعه کوم نو شاید یوه میاشت کې یې خلاص کړم. هغه راته په ډېر تمسخرآمېز انداز وخندل، وېل ته چې یوازې الموافقات ولولې څلور کاله وخت غواړي! له نېکه مرغه هغه وخت زه د الموافقات په هره کوڅه او پس کوڅه بلد وم هغه مونوګراف مې ډېر ژر ولیمو او پوره نمرې مې پرې واخیستې.
د شریعت عمده مقاصد د دین، نفس، عقل، نسل او مال ساتنه ده. البته ځینو علماو د عزت ساتنه هم پکې شامله کړې. د دې مطلب دا دی چې که هره شرعي فتوا موږ ورکوو، دا پنځه مقاصد د لومړیتوبونو پر اساس باید په پام کې ولرو. امام قرضاوي رح تر دې هم دا مقاصد ډېر کړي. مقاصدي علما د خپلې هر فتوا پایله په نظر کې نیسي چې آیا د دې فتوا له اصدار سره زه د شریعت دې مقصدونو ته تاوان رسوم که ګټه؟
دا نن سبا چې موږ کوم څه د دین په نام رواجوو، تر ډېره پورې له دین څخه د خلکو د تېښتې باعث ګرځي، نو که چېرې مقاصدي فکر وکړو، باید دا پوښتنه له ځانه وکړو چې آیا موږ دین وساتو که موږ دین تباه کړو؟
هیله مې دا ده چې څوک شرعي علوم زده کوي، په فقه المقاصد به ځان سم سمبالوي، کني ولاکه په نن عصر کې نه دی وچلیږي او نه یې فتوا!
