No-IMG

حماس ته پکار ده چې ځان ته نوي متحدین پیدا کړي

د غزې له وروستۍ جګړې سره د نړۍ ډېرو ملکونو د فلسطین د رسمیت پېژندو خبر وکړه او د دوه هېوادونو طرحه یې ومنله حتی کامیلا هریس هم د دې طرحې ملاتړې ده.

د اوس مهال لپاره د فلسطین رسمیت او د دوه هېوادونو طرحه کېدای شي یوه لاسته راوړنه وي خو ایرانیانو دا طرحه نده منلې، ځکه یې سکوت کړی او د ځان په تاوان یې بولي.

ایران د خپلې ډیپلوماسۍ لپاره په سیمه کې متخاصم اسرائیل ته اړتیا لري. اسرائیل چې څومره نښتی وي ایران هغومره امتیاز تر لاسه کوي.که چېرې جګړه ودریږي ایران بیا په نړۍوال سیاست کې هغه اهمیت له لاسه ورکوي چې اوس یې لري. دا اخ او ډب به روان وي. کله به غلي کیږي کله به تودیږي، ایران چې امتیاز غواړي جګړه به تودیږي، امتیاز یې چې تر لاسه کړ بېرته به یو موده جګړه سړېږي. آیت الله ډېر ځیرک لوبغاړی دی!!

د اکتوبر ۷ برید ح.م.ا.س د ایران د اطلاعاتو په اساس وکړ. ایران ورته وویل چې سعودي او اسرائیل سره جوړ شول، خنډ تاسې یی، ستاسو د تصفیې فیصله شوې، که برید ونکړئ او معامله ګډه وډه نکړئ، نابودېږی. هماغه و چې هغوی د ځان د بقا لپاره جګړه وکړه او ظاهرا ستراتیژیک ګټونکي هم تر اوسه دوی دي نه اسرائبل.

دلته ح.م.ا.س ته پکار ده چې ځان ته نوي متحدین پیدا کړي او یا دومره ځیرک حرکت وکړي چې نور ایران یې په وینو بزنس ونکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک