لنګۍ او خولۍ تر دیني اړخه ډېر فرهنګي او عرفي اړخ لري
یو چا رانه غوښتي و چې د لنګۍ او خولۍ په هکله لیکل وکړم. تېرو ورځو کې مو دا خبرې بیخي هېرې وې، دلته به یو څو لنډې کرښې یې په هکله ولیکم.
لنګۍ او خولۍ تر دیني اړخه ډېر فرهنګي او عرفي اړخ لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم لنګۍ تړلې ځکه په هغه وخت کې دا د عزتمندو خلکو نښه وه، هر چا یې د تړلو وس هم نه درلود. د مشرکینو مشرانو هم تړله، په نه تړلو یې کوم توبیخ نده راغلی. لکه څنګه چې زموږ په کلیو کې که څوک څادر، پټو یا واسکټ ونلري، مسخرې پرې کوي، وایي هغه پلانی شاتوری روان دی. که چېرې فقهي کتابونو ته مراجعه وکړئ تقریبا ټول معتبر کتابونه لیکي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لنګۍ د زینت لپاره تړله، ډېری علما حتی د استحباب حکم هم نه ورکوي. هر هغه لباس چې په کومه سیمه کې د زینت حیثیت ولري، له هغې سره انسان متشخص، دروند او با وقاره ښکاره شي او هغه د شریعت له اصولو سره ټکر ونلري، هغه لباس د لمانځه او عبادت لپاره غوره دی. په هېڅ معتبر روایت او منبع کې د لنګۍ په سر کول د لمانځه په ارکانو او شروطو کې نده راغلې. البته حداقل حالت دا دی چې عورت پکې پټ وي چې په اوس زمانه کې تقریبا هره جامه د صحابه کرامو تر جامو دا شرط ښه پوره کوي. د صحیح بخاري روایت دی چې صحابه کرامو به کله سجده لګوله، لمن به یې پورته کېده او د ځینو به لدې سره بدن ښکارېدو، ځکه نبي علیه السلام مېرمنو ته امر وکړ چې تر څو نارینه ښه سم له سجدې ندي پورته شوي تاسې مه پورته کېږئ. نن سبا تمدن دومره وده کړې چې یو فقیر انسان هم تر هغې وضعیته ښه جامه لري. قرآنکریم وایي چې: « خذوا زینتکم عند کل مسجد». د الله تعالی په نزد ( لمانځه کې) خپل زینت برابر کړئ.
پخوا مې د امام شاطبي یو لیکنه کتلې وه، هغه لیکي چې په مشرق کې لنګۍ د شرافت او عزت نښه ده، نو که کوم سر تور کس محکمې ته راغئ، شاید د هغه عدالت تر پوښتنې لاندې راشي او شهادت یې و نه منل شي خو په مغرب کې (مراکش او اندلس) تور سر ګرځېدل عرف دی او له دې سره د هېڅ چا عدالت تر پوښتنې لاندې نه راځي.
پکار دا ده چې په ټولنه کې تقوا او اخلاق رواج شي، که د تقوا معیار لنګۍ، خولۍ، لد داره جامې، خلاص ړستوني او او اوږده ږیره شوه، دا یوازې په ټولنه کې منافقت، ریاکاري او د تقوا په جامو کې فساد خورولو ته لاره برابروي.
د اسلامي ټولنې لومړیتوب په اوس شرایط کې تر هر څه د مخه اقتصاد او ټکنولوژي ده، چې دا دوه ونلرې نور د خدای هم نه خوښېږۍ! ځکه خدای ځواکمن مومن خوښوي نه ضعیف. لنګۍ او خولۍ د اسلام په تاریخ کې هېڅکله لومړیتوب نه و او نه دی. که یې څوک په سر کوي، یو نېک عرف یې ساتلی او رواج کړی او حتی امکان لري د خپل نیت پر اساس ماجور هم شي که چا په سر نکړه نه ګنهکار دی، نه بې دین دی، لمونځ یې هم سم دی، تلاوت یې هم سم دی او بل هر عبادت یې هم سم دی.
